يوه شېبه تم شو، د لکڼې په مرسته يې د ملا شخي ويستله، وړاندې دوه اس سپاره د سهار په خړه څنګ په څنګ ګړندي روان را وو، د اس له پښو يې نري ګردونه هواته پورته کېدل، لاروى بېرته روان شو، غوږونو ته يې يوازې د اسونو د نالونو منظم کړپ او کړوپ رسېده، نه يې غوښتل چې شاته ور وګوري او وخت پرې تېر شي.
اوازونه ورو- ورو ورپسې رانږدې کېدل، دواړه په خپلو کې د کوم چاپه اړه په کوچياني او قهرجنه لهجه لګيا وو، په را رسېدو يې سپين ږيرى لاروى څنګ ته شو او لار يې ورته پرېښوه؛ خو هغوى سپين ږيرى منځ کې را ايسار کړ.
سلام بابا!
وعليکم سلام، ستړى مه شئ، خو زه په پښو تلى شم، لاره دومره نه ده پاتې، هسې ودرېدى.
ځوان اس سپاره وخندل او ستړى اس يې وششنېده.
نه بابا، دومره وزګار نه يو، يوه پوښتنه مې کوله.
سپين ږيرى يو ځل بيا په ملا نېغ شو او د لومړي ځل لپاره يې د هغوى څېرو ته وکتل، په ګرد پوښلې څڼې، اوږدې ږېرې او تر غوږونو غځېدلي برېتونه يې عجيبه ښکارېدل، له مرميو ډک کمربندونه او وسلې يې لا وېرېوونکې وې، سپين ږيرى ترې ووېرېده، سترګې يې ترې واړولې او په ټيټ غږ يې ورته وويل
وکړئ بچو، لس پوښتنې خو وکړئ.
يوه سپاره د خپل اس مخه را تاو کړه، لومړى يې سپين ږيرى او بيا مخامخ لارې ته وکتل
په دې لاره خو دې کوم ځوانکى او زنانه ونه ليدل؟
سپين ږيرې ځواب ورکړ
نه نه بچو، څوک مې نه دي ليدلي، دا خو لار ده، هر څوک به پرې ځي راځي، چا پسې به ګورم، بيا زما سترګې هم دومره ديد نه لري، که مې …
بل سپاره يې خبرې ورپرې کړې
بس، بس بيا نو له مفتو کيسو تېر شه، پوه شوو، نه يې ورسره مخ شوى، بيا خپل ملګري ته وکتل
دا بوډا خو هسې هم له خپلو پښو پرته بل څه نه ويني، ځه نو چې وخت مو له لاسه وځي…
سپرو په بې پروايۍ د اسونو قيضې راکش کړې، اسونه وششنېدل، حرکت يې وکړ، پښو يې د سپين ږيري جامو او مخې ته خاورې او شګې ور وشيندلې.
+++
په وچه او سوځنده دښته د لمر وړانګې تازه لګېدلې وې، تود باد لګېده، سپين ږيرى همغسې ستړى ستومانه د اغزو او بوټو منځ کې په نرۍ لار روان و، مخامخ بيا د اسونو د پښو غږ پورته شو، دا ځل د سپرو لوړ غږونه او خنداګانې ورسره ملګرې وې، په سستو ګامونو دده خواته را نږدې کېدل.
سپين ږيرى يو ځل بيا له عمومي لارې څنګ ته شو، ټوله لار يې سپرو ته پرېښوده، په لکڼه يې ځان تکيه کړ، د شملې په څنډه يې د تندې خولې وچې کړې او په هغوى کې يې سترګې وګڼدلې.
دواړو سپرو د اس پر شا خپلو مخو ته يو- يو جسد را نيولى و، د پاخه عمر سپاره مخې ته په وينو سورجسد ښکارېده، لاس او پښې يې د لاس له شا ځمکې ته ځوړند وو، د اوږدو ويښتانو له څوکو يې ځمکې ته لا هم د وينو څاڅکي څڅېدل.
دواړه د سپين ږيري له څنګه په خندا او خوښۍ تېر شول، تندي يې غوړېدلي وو، هېڅ ډول وېره او وارخطايي په کې نه حس کېده. د پاخه عمر لرونکي سپاره د خپل اس پر شا د ځوان د جسد انډول برابر کړ او خپل ملګري ته يې په خندا کې وويل
د تره زويه! ما خو درته ويل چې خالي لاس نه راستنېږو…
ده ته يې هېڅ پام ونه کړ، تېر شول، تر ډېره يې د عزت او غيرت خبرې تکرارولې، سپين ږيرى د لارې څنګ ته وازه خوله پاتې و، ور ياد شول چې دا ځل پرې سپرو سلام هم ونه کړ، بيا په خپله مخه روان شو، د لارې څنګ ته پر ولاړو بوټو هم د تازه وينو لوى او کوچني خاپونه ښکارېدل.
٢٠١٣، د سپټمبر ١٤مه