پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبطنزونهفېسبوکي طنز/ ساده حیدرخېل

فېسبوکي طنز/ ساده حیدرخېل

فېسبوک مې خلاص کړ. د خلاصېدو سره سم پاڼه تازه شوه:

د عبدالله په غېږ کې يوه بل ډول ښکلې جينۍ وه! په يو ځای کې يې هم خلل نه و! بس د ښکلا نړېواله ملکه وه! عمر به يې ديارلس کاله وي خو د ده هېڅ شهوت نه ورته کېده! دوی دواړه داسې برېښېدل لکه د پلار په غېږ کې لور! خو يوڅو نورې پېغلې هم ترې تاو وې! له دغو نورو پيغلو جوتې ده چې د ده په غېږ کې د بل چا لور ده! البته دا پته به موږ ته د حشر په ورځ څرګنده شي چې دغه نجونې فېسبوکيانو هسې د ګپ شپ لپاره د ده په غېږه کې کېنولې او درولې وې او که دا د واقعي ګپ شب خبره وه؟؟؟

پاڼه تازه شوه؛ د عطا دوه عکسونه څنګ ترڅنګ پوسټ شوې وو! په يوه کې مجاهد برېښېدو په بل کې دېموکرات! په پخواني عکس کې په غرونو کې د ټوپک سره خو په اوسني کې د بلخ د ولايت پر چوکۍ! له لږې کتنې وروسته يې پخواني عکس رنګ بدلوه! ان په دقيقه کې يې شپېته رنګه بدل کړل او په دې ډول يې په اوو دقيقو کې چهارصدوبيست رنګونه پوره کړل! خو د دې برعکس اوسني عکس يې نهايي رنګ غوره کړی و! هېڅ تغيير يې نه کاوه! رنګ يې د چوکۍ سره يو شان شوی و! تک تور! دا د فېسبوک بازار دی نو! الله تعالي دې موږ وساتي!!! امين!!!!

 پاڼه تازه شوه؛ کټ مټ د مجددي صيب وينا يې ليکلې وه:

استخاره مې کرده ای چون شپه مې د اېستر جنرل دستم کره وه بناءً رای مې محترم اشرف غني ته ورکی!

پاڼه تازه شوه؛ سياف ته نېږدې سرچينې او رېښې وايي:

د سياف په خبره، موږ د راغليو نړېوالو وروڼو سره يو ځای د نړېوالې ملګرتيا پر اساس چې ټول هېوادونه دغه ملګرتيا په خپل پاک حريم کې پالي د خپل ګران وطن ساتنه کوو!

پاڼه تازه شوه؛ يو طالب کس ليکلي:

د يرغلګرو، اشغالګرو، تيريګرو او مستبدو قوتونو پر ضد به زموږ جدوجهد همداسې جاري او ساري وي! ان تر دې چې بعدله قيامته به هم روان وي! داسې چې زموږ باتوران شهيدان شوي وروڼه به ذکرعليه په قيامت کې هم په قرار پرې نه ږدي! اما بعد تاسې داسې مه کوی چې د دوی په حساب کې لاړ شی!

ستاسو ورور!

پاڼه تازه شوه؛ د ګل اغا شيرزي مشر سرکرټر ليکلي دی:

راتلونکی ولسمشر محترم او زړور ګل اغا شيرزی د ټاکنو له خپلواک کميسيونه ډېر خپه دی! بلکې ډېر ورته غوسه دی! اغا صيب وايي: ما ته نړېوالو د بلډزر لقب راکړی خو د افغانانو په ځانګړي ډول د ټاکنو کميسيون نيت راباندې کم دی! دوی زم�� د ټاکنيز نښنان (بلډزر) لاندې ټراکټور ليکلی! نو په دې ډول يې زما شخصيت چې د بلډزر برابر دی تر ټراکټوره راټيټ کړی! خو زه به يې هم خوښ شم!

پاڼه تازه شوه؛ ارګ وايي:

موږ به د سولې لپاره هرڅه قربان کړو! دا کار مو پخوا هم کړی او بيا يې هم کوو! چې ښه مثال يې د درانه مشر، د سولې مشر، فروفيسر، سپين ږيري، جهادي مشر، د  جمعيت ګوند مشر، د شورای نظار مشر او بستاني ريس جمهور محترم رباني شهادت دی! او ورپسې نور!

پاڼه تازه شوه؛ دلګير مين ليکي: زه به يو شعر تاسو ته ډالۍ کړم! چې تاسو ته ډالۍ شو نو حتمي به يې خوښ کړی! هيله، غوښتنه، خواهش او د خدای خاطر دی خوښ يې کړی! که خوښ يې کړی نو بيا خو مننې هم شته! شاعر: زه پخپله دلګير مين! ….

شعر ستاسو لپاره!

 البته شعر نزولي دی! يعنې له پاسه ښکته ليکل شوی:

ليلا

د ليلا وېښته

 وروځې

باڼه

لېمه

سپين کسي

تور کسي

تک سره اننګي

زېړه چناري پوزه

دپاسه شونډه

د پاسنۍ شونډې لښتی

ښکته شونډه

زنه

دواړه مخونه

غړۍ

سېنه

نُوم

او …. هرڅه ښکلي دي!

ښکلي دي! ښکلي دي !! او هرڅه ښکلي دي!!!

اوس تاسو ووايی!

نو زه به

څنګه نه ورباندې مينېږم؟؟؟

ووايی! ووايی!! ووايی کنه!!!

پای

پاڼه تازه شوه؛ وطن خان حماسي بيا بل څه وايي: حماسي شعرونه مې ډېر خوښېږي! نو ځکه يو حماسي شعر مخ ته درته ږدم:

وطن

چې غرونه وي!

ځمکه وي!

اسمان وي!

لمر وي!

سپوږمۍ وي!

ستوري وي!

زه وم!

ته وې!

زه او ته يعنې نر او ښځه وي!

ماشومان وي!

مرغان وي!

څاروي هم وي!

ماران هم وي!

اوبه هم وي!

هوا هم وي!

نو دا هرڅه چې وي!

خو ته پوی نه شوې؟

زما ګران افغانستان به هم وي!!!

پای

پاڼه تازه شوه؛ ليلا ګلپام ليکي:

عمر مې ۱۴ کاله.

زده کړې: د کابل پوهنتون پښتو ادبيات مې په عالي درجه لوستلي.

کور: درې منزله/ شهرنو/ کابل.

خو تراوسه پورې واده شوې نه يم! ستاسو مشوره څه ده؟ ځان واده وکړم کنه؟

کامېنټونه:

له شهرک طلايي څخه احمدضياء: قربان دې شم د واده دې همدا وخت دی! ويې کړه! بلکې حمتي يې وکړه! بيا هم وايم چې حتمي يې وکړه! هو! بالکل حتمي يې وکړه! او دا مې د ټچ سکرين مبايل نمبر: ۰۰۹۳(۰) ۳۹۳۹۴۰

له شهرنو څخه شيرين آغا ولددل آغا: د واده لپاره تر دې بل ښه وخت نشته! زه هم په شهرنو کې يم! عمر او هرڅه مې ستا په شان دي! وېښته، رنګ، او قدم وهل. ان ستا په څېر ذوق هم لرم! بالکل واده وکړه! دا يو ښه کار دی!

شخصي يا پټ مسيجونه:

 سلام دل من! زه په دنيا کې بل هېڅ شي ته اړتيا نه لرم! شکور دی هرڅه لرم! هر ډول موټرهم! خو يواځې ستا په شان جينۍ ته اړتيا ده چې د زړه تياره کور مې روښان کړي؟ او د کارغې چکر ته ګډ سره ځو! بس همدومره د شيرين آغا لخوا!

ليلا ګلپام: په مقصددې ونه رسيدم!

شيرين: ما وې زه او ته به يو شرعي نکاح وکړو! او داسې به دا امت نور هم پسې ډېر کړو!

ليلا: سمه ده! خو ته خو به هغه دوکاندار نه وې؟ هغه د دويمې کوڅې په سر کې؟

شيرين: ولې نه! ولې نه! همهغه يم! په ځان همهغه! بس بس همهغه!

ليلا: ښه نو څنګه وايې چې هېڅ شي ته اړتيا نه لرې؟ هغه دوکاندار خو يو غريب سړی دی؟

شيرين: نه نه ته پوی نه شوې! محترم ليلا! دوکانداري له شوقه کوم! ته ولې داسې ژر ورخطا شوې!

ليلا: ههههههههههههه، ښه!

شيرين: وايه کنه؟ څنګه دې وخندل؟

ليلا: ههههههه، هسې! زه ستا د اکا زوی يم، احمد!

له همدې سره ليلا ګلپام اف لاين شوه! او برېښنا هم لاړه! برېښنا راغله خو ليلاګلپام رانغله! مګر برېښنا بياهم لاړه! بيا هم راغله او بيا هم لاړه! خو په همدې تياره او رڼا کې پر شيرين آغا سبا شو!

ساده حيدرخېل

۱۳ لړم ۱۳۹۲

حيدرآباد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب