تاند ـ یکشنبه د تلې ـ میزان ۵مه/ د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په کابل کې د هند سفارت له چارسمبالي یتین پټېل سره ناسته کړې ده.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو له یو بل سره د همکاریو د پراختیا سربېره په ځینو برخو کې د همکاریو غوښتنه هم کړې ده.
د طالبانو د روغتیا وزیر نورجلال جلالي د اندراګاندي روغتون د ملاتړ، د ساري ناروغیو لپاره د واکسین، د سرطان روغتون لپاره د اړینو تجهیزاتو برابرولو، د ظرفیت لوړونې او د تلسيميا څانګې د فعالولو په برخو کې د هند د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
یاد وزارت د دغه هندي ډیپلوماټ په حواله لیکلي چې، له افغانستان سره به په روغتیایي برخو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.
افغانستان او هند په دیپلوماتیکو اړیکو کې له یو بل سره ښې اړیکې پاللي او پالي.
د همدې مثبتو اړیکو له مخې هند له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.