پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهطالبانو 28 کاله پخوا په دې ورځ کابل ونیوه

طالبانو 28 کاله پخوا په دې ورځ کابل ونیوه

تاند- له نن څخه ۲۸ کاله پخوا د ۱۹۹۶ د سپټمبر په همدې (۲۷) ورځ طالبانو د کابل په لمنو کې له یوې نسبتاً اوږدې جګړې وروسته دا ښار د ختیځ له لوري ونیوه.

طالبانو او د احمدشاه مسعود په مشرۍ د شمال ټلوالې ځواکونو د چاراسیاب په جبهه کې ډېرې جګړې وکړې خو هیڅ خوا د بلې په تمبولو نه بریالۍ کېده، تر دې چې طالبانو ننګرهار، لغمان او نورستان ونیول او د سروبي له لارې په اسانه کابل ته ننوتل.

کابل ته د طالبانو له ننوتو سره سم د شمالي ټلوالې وسله وال پنجشیر ته وتښتېدل.

کابل ته د طالبانو د ننوتو ساعتونه لا نه و پوره شوي او ډېرو سیمو ته لا طالب ځواکونه نه و رسیدلي چې یو شمېر وسله وال په پلازمېنه کې د ملګروملتو دفتر ته په زور ننوتل او پخوانی ولسمشر ډاکتر نجیب الله او د هغه ورور یې ورڅخه وایستل او له ډېرې شکنجې وروسته یې په دار وځړول.

له دې پېښې او ورپسې د اسلام په نوم له افراطي مقرراتو وروسته د طالبانو د ماهیت په اړه د ډیرو قضاوت بدل شو.

طالبانو د کابل تر نیولو مخکې زورواکان بې وسلې کول، غلا او لوټ یې له منځه ووړ او له خلکو سره یې ښه چلند کاوه خو په کابل کې د دوی چلند ډېر متفاوت و، یا لږترلږه نړیوالو او رسنیو ته د دوی اقدامات څرګند نه وو.

دوی په خلکو په زوره ږیرې پرېښودې، حتي هغه کسان یې هم وهل او ربړول چې ږیرې ته یې بیاتي نژدې کړې وه. دوی به د خلکو ږیرې په جالۍ کتلې.

د تعلیم په تیره بیا د نجونو د تعلیم موضوع اصلاً مطرح نه وه. موسیقي، هنر او حتي عکس، فلم او ویدیو حرام اعلان شول، ګڼ شمېر تاریخي اثار لکه د بامیان د بودا مجسمې ویجاړې کړای شوې او د طالبانو د امربالمعروف کسانو، چې متروکې او کېیلونه به یې په لاسونو کې وو، په ډیرو مواردو کې پر خلکو د یو وخت لمونځ څو ځلې کاوه.

خو له دې ټولو ناخوالو سره سره طالبان د مجاهدینو د تنظیم واکۍ پر ځای واک ته رسیدلي و، تنظیمونو په خپلمنځي جګړو کې نه یوازې د کابل شاوخوا ۸۰ زره ښاریان ووژل بلکې د ښار لویه برخه یې په کنډوالو بدله کړه.

تنظیمونو د دې ترڅنګ چې په خپل منځ کې سره وهل د خلکو په ناموس، مال او عزت یې رحم نه کاوه. همدا دلیل و چې طالبانو ته په تېره دوره کې ډیرو خلکو هرکلی ووایه او اکثره ولایتونه یې بې جګړې ونیول.

مخکې تر دې چې په امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې نېټې پېښه وشي او امریکا د طالبانو پر ضد جنګ اعلان کړي، دوی د احمدشاه مسعود په مشرۍ د شمال ټلوالي د وروستیو پاتې سیمو نیولو ته نژدې شول خو د سپټمبر پېښې او پر افغانستان د امریکا برید هر څه بدل کړل.

1 COMMENT

  1. الله دی یو وار بیا د سپتمبر په شان پیښه را منځ ته کړی چی یو بهانه پیدا شی او یو وار بیا دا خرکُسه جاهله طایفه ورکه شی. دا ځلی به یی د تعلیم، ظلم او بربریت په نوم انشاءالله ورکه وی. دوی اصلآ مسلمانان ندی څه ندی چی دوی شروع کړی. هم مالیه اخلی او هم عشر دا په کوم اسلام کی ده؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب