تاند (یکشنبه، د تلې/ میزان ۵ مه) د جرمني د کورنیو چارو وزارت پرون (شنبې) وویل، ۴۸۸ افغانان افغانستان ته د لېږلو وړ پېژندل شوي چې د هغو له منځه ۲۶۷ کسان یې هېڅ ډول جرمي سابقه نه لري.
د جرمني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هېواد ایالتونو د جولای له ۱۷مې د سپټمبر تر ۲۷مې پورې د ایستلو وړ افغانانو اړوند دوسیې فدرالي پولیسو ته سپارلې دي. له برېمن او مېکلنبورګ-فورپومرن پرته ټولو ایالتونو د افغان وګړو نوملړونه وړاندې کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، اووه افغانان د ایستلو په خاطر په توقیف کې دي او یو بل افغان د جرمني خاورې ته تر هغو په بند کې ساتل کېږي چې د ردولو په اړه یې پرېکړه وشي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندټ ویلي، افغانستان ته د افغانانو د بېرته لېږلو بهیر به نور یوازې په هغو کسانو پورې رالنډ نه وي چې جرمي سابقه لري یا امنیتي ګواښ بلل کېږي. جرمني تېر کال هم یو افغان وګړی، چې جرمي سابقه یې نه لرله، افغانستان ته استولی و.
جرمني په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانانو بېرته لېږل درولي وو، خو په ۲۰۲۴ کال کې یې بېرته پیل کړل. په لومړیو کې دغه بهیر یوازې پر هغو افغانانو متمرکز و چې د جدي جرمونو په تور محکوم شوي وو.
د کورنیو چارو وزارت د تازه شمېرو له مخې، د اوسني ائتلافي حکومت له واک ته رسېدو راهیسې شاوخوا ۲۵۰ افغان وګړي له جرمني ایستل شوي دي.
د جرمني د پارلمان د کیڼ ګوند غړې کلارا بونګر پر دې تګلارې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې حکومت د هغو کسانو د ایستلو لپاره هم چمتووالی نیسي چې هېڅ جرم یې نه دی کړی.
د کډوالو د حقونو ادارو او د ملګرو ملتونو ځینو بنسټونو هم افغانستان ته د افغانانو د جبري ستنولو په اړه اندېښنه ښودلې او په دغه هېواد کې یې د بشري حقونو وضعیت، د ښځو او نجونو لپاره محدودیتونو، خپلسرو نیونو او روان بشري ناورین ته اشاره کړې ده.