Home+په دې ورځ طالبانو کابل ونیوه

په دې ورځ طالبانو کابل ونیوه

نن د ۲۰۰۲۶ کال د سپټمبر ۲۷ مه ده. د دې کال ۹۵ ورځې لا پاتې دي.

خو له نن څخه پوره ۳۰ کاله پخوا د طالبانو اسلامي تحریک کابل ونیوه، برهان الدین رباني او د هغه مشهور قوماندان احمد شاه مسعود له خپلو ټولو ځواکونو سره وتښتېدل.

طالبانو پخوانی دولتمشر نجیب الله او د هغه ورور د ملګروملتو له دفتره په زور راوایستل او په بې رحمۍ یې ووژل. د نجیب الله د وژلو په اړه راز راز اوازې شته. ځینې وايي چې د آی ایس آی کسانو وژلی او ځینې نور وايي چې دا کار طالبانو کړی دی.

طالبانو وروسته له دې چې ننګرهار ولایت ونیوه، د کابل د ختیځ له لوري د ښار په لور پرمختګ وکړ. د دوی مشهور قوماندان ملا بورجان په سروبي کې په داسي حال کې په مرموز ډول ووژل شو چې له دوی سره جنګېدونکي کسان د شاتګ په حال کې وو.

طالب ځواکونه په کابل پورې منحصر پاتې نه شول بلکې خپل پرمختګ ته یې تر سالنګ پورې دوام ورکړ او په داسي حال کې چې هوا مخ په سړېدو وه، په سالنګ کې د عبدالرشید دوستم له ملېشه ځواکونو سره ښکېل شول.

د دوستم ځواکونه وتوانېدل چې طالبان د کابل تر شمالي لمنو پورې په شا وتمبوي خو نور یې پرمختګ ونه کړای شو.

د کابل په شمالي لمنو کې له یوې خوا د طالبانو او له بلې خوا د احمدشاه مسعود او دوستم د پلویانو په جګړه کې ولاړ حالت تر ډېره دوام وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...