تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۴ مه) د پاکستان د خیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کې د یوې مرګونې چاودنې د قربانیانو د لېږد پر مهال پر امبولانسونو وسلهوال برید شوی چې په کې د ژغورنې ادارې دوه کارکوونکي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د ژغورنې ۱۱۲۲ ادارې مشر عمران فیضي ازادي راډیو ته ویلي، وسلهوالو هغه مهال پر امبولانسونو ډزې وکړې چې د درازندې د «امن مېلې» پر پوسته د چاودنې ټپیان او مړي یې روغتون ته لېږدول.
د ژغورنې ۱۱۲۲ د درازندې ساحوي مشر هستي خان شیراني ویلي، امبولانسونه د درابن پر لاره وو چې وسلهوالو پرې مخامخ برید وکړ.
د چارواکو په وینا، د لومړنۍ چاودنې او وروسته وسلهوالو بریدونو په پایله کې ټولټال ۱۱ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي چې د ډیره اسماعیل خان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د ژغورنې ۱۱۲۲ ویاند د برید مسوولیت پر تحریک طالبان پاکستان اچولی، خو تر اوسه د دې ډلې له لوري په دې اړه کوم دریځ نه دی خپور شوی.
رویټرز بیا ویلي چې د پاکستاني طالبانو تحریک، چې د «ټي ټي پي» په نوم هم پېژندل کېږي، د دغه برید مسوولیت منلی دی.
ټي ټي پي له شاوخوا ۴۰ قبایلي او غیرقبایلي وسلهوالو ډلو جوړه ده او عمده هدف یې د پاکستان د حکومت او امنیتي ځواکونو پر ضد جګړه ده.
په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې د وسلهوالو بریدونه زیات شوي او ټي ټي پي د ډېرو بریدونو مسوولیت منلی دی.
هسې دروغ او درب دی. دیره اسماعیل خان کې امبولانس له کومه شو.