تر زندان مخکې تور ښکاریده، اوس یې رنګ سپين اوښتی. د بند پوښتنه مې ترې وکړه. څټ یې وګیراوه:
– زما د زندان کوټه یې دوه ځله رابدله کړه. اول یې په داسې کوټه کې بندي کړم چې دروازه یې ټیټه وه. ساه به مې پکې بندیده. د وره د پاسه دیوال به داسې راته ښکاریده لکه زما د زړه پر سر چې یې خښتې یو د بل پر سر درولي وي.
-وروسته بیا شرایط ښه شو؟
-دوهمه خونه تر پخوانۍ یوې لږ اوږده وه، دروازه یې دنګه وه. نه پوهیږم سره له دې چې په زندان کې روږدی شوی وم، دې دروازې ته چې به مې وکتل بل ډول به راته ښکاریده. بیا به په کوټه کې داسې ناست وم چې وره ته مې شا وي.
-د زندان نوره سختي په څه کې وه؟
– په اوله کې د خبرو څوک نه و، بیا یو پولیس پیدا شو چې کله به یې تشناب ته بیولم د یوې نیمې پوښتنې ځواب به یې راکاوه
-د سیاسي خبرو پوښتنه به دې کوله؟
شونډې یې بوڅې کړې:
-نه، د اونۍ د ورځې پوښتنه به مې ترې کوله له ما ګډوډیدله کله به یې بې خوبه کړم بیا به مې چرت واهه چې نن کومه ورځ ده
– بندیخانه تر اخره سخته وه ؟
-له یوې میاشتې یوې نیمې میاشتې وروسته یو څه عادت شوم خو په اخره کې تر خلاصیدو مخکې ډیره سخته شوه
ـڅرنګه؟
د چپ لاس د بټې ګوتې نوک یې په غاښ مات کړ:
-یوه ورځ په ډزو راویښ شوم پورته مې وړې دریڅې ته وکتل تیاره وه غوږ مې ونیو ډزې ډیرې شوې په زړه کې راګرځیدل چې پر زندان برید شوی خو وروسته ډزې ورکې شوې په دغه شپه تر سهاره ویښ وم دا شپه دومره اوږده تیره شوه لکه قیامت
– پوښتنه مو ونه کړه چې څه خبره ده؟
-سهار مې پولیس ته وویل هغه ځواب رانه کړ په دې دوهمه شپه مې بیا خوب وتښتید چې سترګې به مې لږ سره ولاړې بیرته به راویښ شوم هغه پورته ځای ته مې کتل چې بیا ډزې کیږي که نه کیږي
– پولیس بیا حال درکړ؟
مات شوی نوک یې د ژبې پر څوکه بهر ته پورې واهه:
-نه، ته خبر یې چې څه وو؟
-په دې څو میاشتو کې خو د زندان د برید خبر ما نه دی اوریدلی
-تاسي خبریالان بس له نورو پوښتنې کوئ که نورو ته معلومات هم ورکوئ
ورته ومې خندل:
-اوس زندان ته ځم پوښتنه به وکړم
-که یې منځ ته ورځې زه به هم درسره ولاړ شم چې هاغه زما کوټه څرنګه ده؟
– سره صلیب دغومره اجازه راته اخیستې چې یوازې له څو جنایي زندانیانو سره د زندان په دفتر کې مرکې وکړم منځ ته مې نه ورپریږدي
کوږ وږپاڅید:
-اوس د پښو په درد پوهیږم په زندان کې نه پوهیدم، ویښتو ته مې هم نن ورپام و چې توییږي.
پای