دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+د دوو اردو شاعرانو د شعرونو ژباړې

د دوو اردو شاعرانو د شعرونو ژباړې

دوی له ښځې نه نفرت کوي

ګواکې خپلې مور او خپلې خور نه دوی نفرت کوي
دوی د ښځې په هر شکل کې شهوت ويني
دوی خو په همدې لاره خوبونو ته زينت بښي
افت چې په دنيا راشي
د دوی به خولې چوله نه شي
د دې وطن هر يو افسر
راشي او شرابي او بدکرداره شي
د دوی به خولې چوله نه شي
هر ګام کې غاړې غوڅې شي
پېر پلور د ادم ذات وشي
د دوی به خولې چوله نه شي
هو! مګر بيرغ په لاس که ښځې بيا راووتې
دوی به سمدستي په غږېدا راشي
ناهيد کشور
——————-
غږېږه

غږېږه دواړه شونډې دې ازادې دي
غږېږه ژبه ستا خپله تر اوسه ده
ستا جسم، غنم او غله ستا خپله
غږېږه ستا اروا خپله تر اوسه ده
ورشه د هنګر دوکان کې وګوره
تُندې دي شغلې او سرې دي اوسپنې
وازېږي د قلفونو خولې اوس وار په وار
لمن د هر زنځير اوس خورېدلی دی
غږېږه دا کم وخت هم ډېر تر اوسه دی
د جسم او د ژبې له مرګ مخکې خو
غږېږه حقيقت ژوندی تر اوسه دی
غږېږه چې په خولې دې څه دي وې وايه
فيض احمد فيض
ژباړه: رحمت شاه فراز

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب