د دوو ښارونو کیسه (A Tale of Two Cities) د چارلس ډیکنز ناول دی، د فرانسې انقلاب او د هغو خلکو په هکله، چې د دغه انقلاب په جریان کې نیول شوي دي. دا ناول په اووه لسو (۱۷) کلونو کې پېښېږي له ۱۷۷۵م تر ۱۷۹۲م کوم ظلم او تيری چې د انقلاب په جریان کې واقع شوی دا ټول انځوري.
دا ناول د مختلطو ناولونو په قطار کې راځي چې څو ژانرونه په کې راوړل شوي دي؛ لکه تاریخي، حماسي او عشقي. دا یو کرکټرریزیشن ناول دي که څوک داسې ناولونه خوښوي چې کرکټرونه په کې ډېر وي نو دا ناول دي ولولي.
د انګلیسي ژبې تر ټولو ډېر (دوسوه میلیونه ټوکه) پلورل شوي ناول دی د چارلس ډیکنز یو بل ناول (الیورټویسټ) صفیه حلیم لنډیز کړي.
د دې ناول کیسه د ۱۷۷۵م کال په یوه شپه کې پیلیږي، یو سړی د جارویس لوري په نوم په ګاډۍ سپور او د انګلستان (دوویر) ښار ته روان دی، ښاغلی لوري په لندن کې د ټلسون بانګ لپاره کار کوي، اوس د یو کاري سفر لپاره پاریس او (دوویر) ښارونو ته د تګ لپاره تیاری نیسي د جیري کرانچر په نوم یو بل سړی ښاغلی لوري ته یو لیک ورکوي او ورته ووایې چې په (دوویر) ښار کې لږ تم شي څو ورځي وروسته ښاغلی لوري له یوې ځوانې انجلۍ لوسي مانټ سره ملاقات کوي دغه انجلۍ د خپل پلار د شتمنۍ په هکله د معلوماتو ترلاسه کولو په هڅه کې وي ځکه دی فکر کوي چې پلار یې اتلس کاله مخکې مړ شوی.
ښاغلی لوري ځوانې انجلۍ ته خبر ورکوي چې پلار یې ژوندی دی، او د فرانسې په یوه زندان کې خپل د بند موده تېروي؛ ښاغلی لوري تصمیم نیسي چې لوسي مانټ له ځان سره فرانسې ته بوزي چې د خپل پلار سره یې ملاقات وکړي.
د کیسي ځای له انګلستانه د پاریس یوې بلې سیمې سانانتوان ته تغیر کوي، د شرابو څو ډکې بوشکې د ځای پر ځای کیدو په حالت وي، چې یوه بوشکه د ګاډۍ د سر نه ښکته پر مځکه و غورځیږي او ټول شراب ترې توې شي خلک هم پړ مخې پر ځمکه ځانونه وغورځوي او د ځمکې شراب وڅکي دا شراب یو میخانې ته وړل کیده، چې هغسې ونه شو. د میخانې مالکان مسیودفارژ او مادام دفارژ نومییږي لوسي مانټ له خپل پلار سره ملاقات کوي پلار يې ډېر کمزوری شوی وی، خو په همهغه کمزورۍ کې یې هم د بوټ ګنډولو کار کوی. سپېن ږېري زنداني ته یې عجیبه لقب ورکړی وي شمالي کلا یو سل پینځه (۱۰۵) چې هدف ترې هم هغه خونه و چې دی په کې د باستیل په زندان کې زنداني و ډاکټر مانیت په قاچاقي ډول له فرانسې واباسي او انګلستان ته یې راوړي.
پینځه کاله وروسته ۱۷۸۰م کې جري کراچر چې د ټلسون بانک لپاره د یو قاصد په توګه کار کوي په یوه محکمه کې د شاهد په توګه حاضریږي محکمه د یو جاسوس به باره کې وي. د محکمې مجرم ډارني په نوم یو اشراف زاده وي. په ده تور وي چې د فرانسې پټ رازونه یې انګلستان ته ورکړي په محکمه کې یو کس د جانبارساد په نوم د ډارني خلاف شاهدي ورکوي وروسته بل کس د راجر کلای په نوم چې مخکې د چارلس ډارني خدمتګار وي شاهدي ورکوي چې ما په خپلو سترګو ډارني لیدلی چې د فرانسې څو مهم اسنادونه یې انګلیسانو ته ورکړه. له نورو حاضرینو څخه هم غوښتنه کېږي چې رایه ورکړي اخر کس ووایې چې پینځه کاله مخکې مې ډارني د دوویر ښار کې لیدلی د ډارني وکیل وایې چې ممکن کوم بل څوک به دې لیدلی وي او خطا وتلي به وې چې دا کس ډارني دي، ځکه ظاهري څیره به یې د ډارني په رقم و، خو دا کس وایې چې نه ډاډه یم ډارني و. چارلس ډارني د سیډني کارټون په نوم د یو وکیل له خوا آذادیږي.
چارلس ډارني چې اوس اذاد کړی شوی وي د سیډني کارټون سره یو میخانې ته ځي کارټون له ډارني څخه و پوښتنه کوي چې آیا دا درته ارزښت لري چې د خپل ژوند په بدل کې د لوسي مانټ زړه وګټې ?ډارني د کارټون په ارادو پوهیږي ډارني په دې هم پوهیږي چې کارټون د ښاغلي سټرایور لپاره کار کوي د خپل ژوند لپاره هیڅ کومه هیله امید نه لري یوازی شراب څکي، خو د زړه له تله په لوسي مانټ میین دی.
هممهاله په فرانسه کې د مارکیز په نوم یو شتمن سړی په ټانګه کې ناست وي او د یو کلي له منځه تیریرږي ټانګه د یو ماشوم په لوري حرکت کوي او په ماشوم وخیژي او مړ یې کړي یوازینۍ کار چې شتمن سړی وکړي د ټانګې پنجره خلاصه کړي او د طلا یوه سکه د ماشوم پلار ته غورځوي.
ډارني شپې د خپل کاکا مارکیز ماڼي ته ځي تر څو له هغه سره د شتمني او میراث په باره کې خبري وکړي کوم چې د مارکیز د مرګ نه وروسته ده ته رسیږي، خو دا خبرې په یوه لفظي شخړه پای ته ورسیږي، سهار وختي یو ناشنا خبر ټوله ماڼۍ ولړزوي مارکیز مړ شوی وي، او چاړه یې د یو کاغذ سره د سینې په سر خښ کړی شوی او په کاغذ کې لیکل شوي وي چې هرڅومره زر کولای شئ مړی خاورو ته وسپارئ د ژاک له لوري.
یو کال بعد؛ ډارني په فرانسه کې د یو مرستیال په توګه کار کوي، یو ورځ د ډاکټر مانیت کور ته ځي او د خپل زړه خبره ورته کوي چې په لوسي مانټ میین دی او همدارنګه اعتراف کوي چې اصلي نوم یې ډارني نه دی.
بل خوا جري کرانچر چې د (مړې په غلا کولومشهور دی) د شپې یو هدېرې ته ځي او د راجرکلای په نوم د یو سړی مړی غلا کوي او په پوهانو یې خرڅوي او هغوي بیا خپلې تجربې پرې کوي دا ځل چې یې دا مړی غلا کوي نو یوه عجیبه واقعه کېږي چې وروسته په کیسه کې پوهېږو.
لوسي مانټ او ډارني د واده کوچنی مراسم نیسي څو کالو له تیریدو وروسته یعني ۱۷۸۹م کال کې د چارلس ډارني کورنۍ یو د بل په خوا کې د خوښي ژوند تیروي او یو لور یې هم پیدا شوی وي سیډني کارټون له دې کورني سره نږدې اړیکې پیدا کوي.
انقلاب راوړونکو دپاریس تر ټولو لوي زندان د باستیل زندان پر لوري حملې کوي مسیو دفارژ او میرمن یې مادام دوفارژ هم د دې انقلاب له رهبرانو څخه دي. وروسته له ډېر مقاومت د باستیل زندان د انقلاب راوړنکو لاس ته ورځي. ښاغلی دوفارژ د یو مامور سره ځان شمالي زندان ۱۰۵ نمبر خونې نه رسوي دوئ ټوله کوټه لټوي او یو مهم شي یې لاس ته راځی . وروسته د فرانسې انقلاب غوښتونکو په بې رحمه اعدامونه لاس پورې کوي د پاچاهي کورنۍ وګړي او سیاسون ټول اعداموي .
درې کاله همداسې په دربدرۍ کې تېریږي په ۱۷۹۲م کال د ټلسون بانګ فیصله کوي چې ښاغلی لورې د پاریس څانګې ته انتقال کړي موخه یې دا وه چې د ټلسون بانګ د اطلاعاتو د ښورېدو مخه ونیول شي.
د فرانسې انقلاب غوښتونکو ډارني په یو شکل فرانسې ته غواړي او په یو تور یې بندي کوي، ډارنې په زندان یو کال تیروي، په همدومره موده کې ډاکټر مانیت هم د درېیو زندانونو ډاکټر شوي وو، دومره واک پیداکوي چې د زندان ټولو خونو ته ورشي، له همدې لارې ډاکټر مانیت یوه لاره جوړوي چې لوسي مانیت د باندې نه ډارني سره وګوري ډارنې یو کال وروسته د ډاکټر مانیت په هڅو خوشې کېږي اما لږ وروسته بیا په یو نوې جرم ونیول کېږي، دا ځل عارضین مسیو دوفارژ، مادام دوفارژ او بل دریم کس هم و ي خو عسکرو د درېم کس نوم نه ښکاره کوي.
چارلس ډارني د خپلې بیګناهې ثبوتونه وړاندې کوي خو د فرانسې انقلاب غوښتونکو ورسره نه مني، سیډني کارټون له یو انګلستاني جاسوس سره خصوصي خبرې کوي او ورنه غواړي چې په یو پټ کار کې له ده سره مرسته وکړي، پر لاره د درملو جوړولو دوکان ته ځي، درمل جوړونکي ورته دوه متفاوتې مادې ورکوې او ورته ووایې چې د دې دواړو ترکیب کیداشي د انسان د مرګ سبب شي.
مسیو دفارژ له خپل ځای څخه پورته کیږي او ووایې چې: د ډاکټر مانیت خونه یې د باستیل په زندان ښه لټولی او په هغه کې یې یو مهم خبر موندلی دی، کله چې د ډاکټر مانیت لیک د ټولو حاضرینو مخکې لوستل کېږي ټولو په یو آواز سره د ډارني د اعدام چیغې شروع کوي ځکه د چارلس ډارني تره مارکیز د شکایت کوونکو پر کورنۍ ظلم او تیری کړی وي، چارلس ډارني او لوسي مانټ د اخر ځل لپاره یو بل په غیږ کې نیسي ساتونکي ډارني له ځان وړي او کارټون هم د دوئ په تعقیب پسې ځي په حقیقت کې مادام دوفارژ د هم هغې کورنۍ ښځه ده چې د مارکیز له لورې پرې تجاوز شوی وي او اوس د بدلې په هڅه کې دی.
ډارني په زندان کې د خپل ژوند وروستیو شیبو په هکله فکر کوي، چې یو ناڅاپه سیډني کارټون د ده خونې ته راځي کارټون ډارني ته وایې مونږ ډېر وخت نه لرو زه چې درته څه وایم هغه تر سره کوه؛ کارټون په تیزۍ سره یو محلول جوړي او ډارني ته یې ورکوي دا هم هغه محلول وي چې تيره ورځ یې له یو درمل جوړونکې اخیستی وي. ډارني محلول وخوري او بېهوشه شي پر مځکه غورځي کارټون زر خپل جامې د ډارني له جامو سره بدلوي یو بل کس هم خونې ته ننوځي او له کارټون سره مرسته کوي ډارني له خونې باسي او د چارلس ډارني پر ځای سیډني کارتون پاتې کېږي له څو ساعتونو وروسته د زندانیانو د اعدام وار رسیږي حساب سره سم باید ۵۲ کسه د ګیوتین(په هغه وخت کې د اعدام یوه وسیله وه) تر تیغ لاندې لاړ شي مادام دوفارژ چې د خپلې بدلې په هڅه کې وي، تصمیم نیسې چې لوسي مانټ او لور یې هم مړه کړي مادام دفارژ په پاریس کې د لوسي مانټ کور ته ځې، چې ګورې هغوي ټوله کورنۍ د ډارني سره په یوه ګاډۍ کې انګلستان ته تللي وي یواځي د کور خدمتګارې په کور کې وي، مادام دفارژ د کور له خدمتګارې سره په جګړه کې شي، په نتیجه کې مادام دفارژ هم ووژل شي.
ډارني د هغه درمل له امله چې خوړلی وي په ټوله لاره کې بیهوښه او وروسته بیا په هوښ کې راشی، د اعدام په میدان کې درې ګاډۍګانې ولاړې وې تر څو د مړو جسدونه انتقال کړي ګیوتینونه په کار ولیږي او ټول خلک د اعدام په کتلو وي کارټون چې خپل ځان د ډارني په ځاي پر ځای کړی وي اعدام ته آماده کېږي، د شونډو لاندې د حضرت عیسی (ع) جملې ویلې:« زه مړ کیږم او د قیامت په ورځ په بیرته راپاڅیږم» هغه ۲۳ نمبر کس وي عیني شاهدان وایي چې د ټولو اعدام کوونکو په منځ کې معصومه څیره دسیډني کارټون وي، په وروستیو شیبو کې هغه له ځان سره فکر کوي، چې کله دا ګډوډۍ پای ته ورسیږي دا لوی ملت به بیا له وینو او اېرو پورته شي، د مانټ کورنۍ به زما نوم ژوندی ساتي.
په نتیجه کې: د چارلس ډیکنز د “د دوو ښارونو کیسه” (A Tale of Two Cities) ناول یو تاریخي داستان دی چې د فرانسې د انقلاب په شاوخوا کې راڅرخي. دغه ناول په عمده ډول د لندن او پاریس د ښارونو ترمنځ کیسې بیانوي.
دا ناول د ډاکټر الکساندر مانیت، چې د بېعدالتۍ په سبب په پاریس کې ۱۸ کاله په بند کې و، د خلاصون کیسه ده. د خلاصون نه وروسته، هغه د خپلې لور، لوسي، سره یوځای لندن ته ځي. په عین حال کې، د چارلز دارني او سډني کارټن د ژوندونو بیلابیلې برخې، چې دواړه د لوسي سره اړیکې لري، په زړه پورې او په ښایسته توګه وړاندې کیږي. دارني، چې د فرانسې اشرافي کورنۍ ته اړوند دی، د خپلې کورنۍ ظالم تاریخ څخه ځان خلاصول غواړي. خو د فرانسې انقلاب چې په بشپړ شدت سره روان دی، هغه بیا ځلې په خطر کې اچوي. په پای کې، سډني کارټن، چې خپله د ځان په اړه یوه غمجن نظر لري، د دارني لپاره یو لوى قرباني ورکوي چې د عشق او وفادارۍ یوه یادګار پاتې شي.
سلام
د ناول لنډيز یا د ناول مهم ټکي چې ولېکل بیا نو د ناول ویلو ته ضرورت پاتې نشو
ما کله هم په دري/فارسي او اردو ژبو کې دا ډول لېکنې یا ندي لېدلي یا ندي لوستي
او دا ډول لېکنو ته به ضرورت هم نه وي
البته که کوم ناولونه په پي ډي ایف لوستل کیږي
د هغه په اړه هم باید سرسري لېکنه وشي
په درنښت
علیکم سلام!
ستا خبره هم تر یوې اندازې سمه ده، خو د ناولونو لنډیز د هغه کلیدي ټکو یادول په خلکو کې د ناول لوستلو ته تلوسه پیدا کوي.
نوټ: که ټول ناول پښتو ژبې ته نه وي ژباړل شوي لنډیز خو یې باید په پښتو کې وي.
مننه!