Homeخبرونهمولوي کبیر: نږدې راتلونکي کې به مو یو شمېر هېوادونو سره رسمي...

مولوي کبیر: نږدې راتلونکي کې به مو یو شمېر هېوادونو سره رسمي سیاسي اړیکې پیل شي

تاند (سې شنبه، د اسد ۹ مه) د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ایران ته د سفر په ترڅ کې ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به له ځینو نورو هېوادونو سره هم د د دوی د اسلامي امارت رسمي سیاسي اړیکې پیل شي.

مولوي کبیر زیاته کړې:له سیاسي پلوه زموږ اسلامي امارت دا مهال په نړیواله او سیمه ییزه کچه مناسب ځای لري.

هغه په دې تړاو نور جزیات نه دي ورکړي.

طالب چارواکو تر دې مخکې هم ورته څرګندونې کړې وې، خو نږدې درې کاله کیږي چې د نړۍ هیڅ کوم هېواد د دوی رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی.

 مولوي عبدالکبیر له دې سره باور لري چې د دوی اسلامي امارت له ټولې نړۍ په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي، چې د همدې موخې پر اساس دا مهال دوی په ګڼ شمېر هېوادونو کې فعال سفارتونه او سیاسي استازولۍ لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...