دوشنبه, سپتمبر 9, 2024
Homeخبرونهد یوناما ۳ میاشتنی راپور: په بیلابیلو پېښو کې ۲۵ تنه وژل...

د یوناما ۳ میاشتنی راپور: په بیلابیلو پېښو کې ۲۵ تنه وژل شوي

تاند (سې شنبه، د اسد ۹ مه) ملګرو ملتونو په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې د اپریل له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰مې پورې په افغانستان کې په بېلابېلو امنیتي پېښو کې ۲۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې په دغو ۲۵ کسانو کې۱۲ تنه د هغو بریدونو له امله وژل شوي چې داعش یې پړه منلې وه او نهه تنه نور د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ په سرحدي نښتو کې وژل شوي دي. په وژل شویو کې څلور ښځې او درې بهرني اتباع شامل دي.

سربېره پر دې په راپور کې راغلي چې د بدخشان څلور اوسېدونکي د طالبانو په ډزو وژل شوي دي.

یوناما همداراز راپور ورکړی چې طالبانو په دې موده کې ۶۰ کسان په خپل سر بندیان کړي او ۱۴۷ تنه یې په عام محضر کې وهلي دي.

د اپریل په ۳۰مه د هرات د ګوذرې ولسوالۍ په صاحب زمان جومات کې د ډزو په پایله کې پنځه نارینه او یوه ښځه ووژل شول او یوه بله ښځه ټپي شوه.

د می په ۱۸ مه په بامیان کې د سیلانیانو پر دوو موټرو برید پنځه تنه ووژل او شپږ نور یې ټپیان کړل.

د مې په ۲۱مه په کندهار کې د بسونو په تمځای کې چاودنې یو تن وواژه او درې نور یې ټپیان کړل.

راپور د ۲۰۲۴ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د ښځو د حقونو او د بیان د ازادۍ وضعیت هم پوښلی دی.

یوناما د خبریالانو توقیف ته په اشارې یادونه کړې چې طالبانو په اپریل، می او جون کې یو خبریال په پروان او درې نور په خوست کې نیولي دي. دوه خصوصي ټلویزیونونه بریا او نور د سیاسي فعالیتونو په تور تړل شوي او د تمدن تلویزیون د تړلو هڅې روانې دي.

په راپور کې پر ښځو د طالبانو د اغېزو په اړه هم تفصیل ورکړل شوی، چې په کې د ښځینه کارکوونکو د معاشونو ۵۰۰۰ افغانیو ته کمول او په ځینو ولایتونو کې ټرانسپورټي شرکتونو ته لارښوونه شوې چې له نارینه سرپرست پرته دې ښځې نه سپروي.

طالبانو تر اوسه د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب