پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهجاپان طالب پلاوي ته د سفر بلنه ورکړې

جاپان طالب پلاوي ته د سفر بلنه ورکړې

تاند (چهارشنبه، د اسد ۱۰  مه) په جاپان کې د سولې د یوه بنسټ مشر او په کابل کې د دغه هېواد سفیر د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي سره د لیدنې پر مهال طالب پلاوي ته د جاپان د سفر بلنه ورکړې ده.

دا خبره د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې کړې، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

معلومه نه ده، چې دغه بلنه په مشخص ډول د طالبانو بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي که کوم بل چارواکي ته ورکړل شوې ده.

په ورته وخت کې د طالبانو یوې مخالفې رسنۍ د خپلو سرچینو له قوله ادعا کړې، چې د طالبانو کندهار مېشتي لوی مشر ملا هبت الله اخوند زاده پر ملا امیرخان متقي د بهرنیو سفرونو تر څنګ یو شمېر قیودات وضع کړي.

سرچینې ادعا کړې، چې ملا هبت الله هم د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالب پلاوي د مشرۍ لپاره د ملا متقي د سفر مخنیوی کړی او هم یې ایران ته د دغه هېواد د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو لپاره د هغه د ګډون مخه نیولې ده.

طالبانو دغې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...