شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبشعرغزل| ګل رحمن رحماني

غزل| ګل رحمن رحماني

په ترکيې استانبول ښار ته څېرمه د ډوبو شوو افغانانو له دردونکې پېښې يو تاثر…

 

له هر خوانه جنازې دي را روانې

موږ ولاړ يو هديرې دي را روانې

د خيالي جنت په تمه ځي له کوره

دوزخونو کې يې شپې دي را روانې

مورې ستا بچۍ ولور ګټي را درومي

دا خو هسې اوازې دي را روانې

په خپل رنګ مې هېڅ ونه ليدې شيطانه!

ستا جامه کې پرښتې دي را روانې

يوه نجلۍ هره شپه بد خوبونه ويني

ستړي زړه ته يې ګيلې دې را روانې

د مرګ سترګې پرې مړې نه شوې ملګرو

بس د اوښکو قافلې دي را روانې

ځوان د کومو دريابونو زړه کې ډوب شو

د مور زړه ته يې څپې دي را روانې

زموږ وينه يې بلا کړله ارزانه

قصابان دي او چړې دي را روانې

رحماني ستا د وطن تاريخ چې ګورم

په ژړا ترې زمانې دي را روانې

٢٠١٤ د نومبر ٧مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب