جمعه, مې 3, 2024
Homeکلتوریونلیکد حج خاطرات/ دریمه برخه/ ګل آغا احمدي وردګ

د حج خاطرات/ دریمه برخه/ ګل آغا احمدي وردګ

د حج د خاطراتو په دریمه برخه کې بیا هم دوو مهمو موضوعاتو ته په لنډه توګه اشاره شوې ده چې یوه یې د دې سپېڅلي سفر په لړ کې د صبر او بله یې د افغان حاجیانو لپاره د هوايي سفر د قوانینو د زده کړې او مراعات موضوع ده چې ستاسو درانه حضور ته وړاندې کېږي.

صبر

حج داسې عبادت دی چې په مسافري سربېره یو اندازه تکلیف، سرګرداني، ستړیا، نابلدي او داسې نور ورسره مل دي نو له همدې کبله د حج د فریضې د ادا کولو لپاره لوی صبر، ستر زغم، د ډول ډول تکلیفونو منل، د سرګردانیو سره عادي کېدل، د خپلو بې صبره ملګرو له خوا د ځینو ناخوالو منل او داسې نورو ته باید حاجیان مخکې له مخکې کلک هوډ وکړي او په سړه سینه یې و زغمي. دغه تکلیف له هغې شېبې څخه پیل کېږي چې حاجي کله له کوره وزي او هغه مهال پای مومي چې کله نوموړی له دغه سپېڅلي او نسبتا اوږده سفر څخه وروسته بېرته خپل کور ته راستنېږي. نو له همدې کبله حج ته تلونکي کسان د یو داسې لوی صبر په آزمون کې واقع کېږي چې په مراعات سره یې د مهربانه خدای (ج) له لوري د لویو اجرونو تمه کولای شي.

دغه ډول صبر په مختلفو محلونو کې مخته راځي لکه د اړوندو چارو د اجرا لپاره په منظمو کتارونو کې درېدل، ډوډۍ را اخیستل، اودس کول، لمونځ کول، موټر او الوتکې ته هسکېدل، له اړو، ناروغو، کمزورو او معیوبو کسانو سره مخ کېدل، تشناب ته تلل، د بیت الله حرم شریف، نبوي جومات، مینا، عرفات، مزدلفه او داسې نورو محلونو کې. ما خپله ولیدل چې ځینې کسان اصلا د صبر جوهر له ځان سره نه لري او په ډېره بې پروایۍ له نورو سره چلند، ناوړه خبرې او داسې بې صبري کوي چې شاید د حج د فریضې ادا کولو ته یې زیان و رسېږي. زما د سترګو د لیدلي حال له مخې د بې صبرۍ په برخه کې زموږ ځینې هېوادوال ډېر بې پروا وو او دغه عالي جوهر ته یې هېڅ راز پاملرنه نه کوله، خو په کومه اندازه چې د عراق زیاتره (کرد) توکمه وګړي مخکې وو شاید د نړۍ هېڅ بل قوم به دومره بې صبره، بې حوصلې، سرتمبه او بې پروا نه وي.

1د عراق کردانو د نورو خلکو هېڅ راز خیال نه ساته بلکي غوښتل یې چې په لېونۍ سرکښۍ او سر تمبه ګۍ سره د صبر هر راز دېوالونه مات او خپل ځان مخکې کړي چې دا ښه کار نه دی. سره له دې چې د حج د فریضې د ادا کولو پر مهال هر فرد په انفرادي توګه د خپلو اعمالو مسوول دی او هر فرد مکلف دی چې د دې لویې فریضې اړوند آداب او شرایط په ځان عملي کړي خو زما د لیدلو له مخې د عراق د کردانو زیاتره برخه د بې صبرۍ، سرتمبه ګۍ او بې نظمۍ په ستونزو ګرفتاره وه او د حج اړوند آداب یې په سمه توګه نه مراعات کول له همدې کبله مې ترې ځانګړې یادونه وکړه. همدارنګه باید یادونه وکړم چې د اندونیزیا، مالیزیا، ترکیې او ځینو نورو سوله دوستو اسلامي هېوادونو نارینه او ښځینه وګړي بیا د صبر، زغم، ادب او نظم د مراعات کولو نمونه وو چې سړی پرې آفرین ویلی شي چې څومره ښه روزنه او زړه سوی لري او په څومره مهربانۍ سره یې د نړۍ له نورو مسلمانانو سره چلند کاوه. الله پاک دې ټولو مسلمانانو ته د نیکې لارې هدایت وکړي.

د هوايي سفر قوانین

په دې برخه کې زما موخه افغان حاجیان دي چې له بده مرغه د هوايي سفر اړوند قوانین تر ډېره حده نه مراعات کوي، بې نظمي کوي، بې صبري، سرتمبه ګي او وارخطایي کوي. له بده مرغه کله چې افغان حاجیان د سفر لپاره هوايي ډګرونو ته داخل شي نو داسې ګډوډي، غالمغال او بدرنګ حالت رامنځته کړي چې په لیدلو سره یې سړی د شرم احساس کوي او د سعودي د امنیتي ارګانونو او د نړۍ د منظمو ملتونو په وړاندې پرې شرمېږي. افغان حاجیان فکر کوي چې باید له کوم ځانګړي نظم او کتار جوړولو پرته هوايي ډګرونو ته په مجرد داخلېدو سره د دوی ټولې چارې په یوه لحظه کې اجراء، بکسونه یې له ټولو لومړی تول او بورډنګ له ټولو څخه لومړی تر لاسه کړي او د هر راز نوبت او کتارونو کې ورته درېدل یو ناروا کار ښکاري. له بلې خوا زیاتره افغان حاجیان فکر کوي چې له ده څخه د مخه اشخاص لکه چې په همدې شېبه ولاړل، په الوتکه کې سپاره شول او ښاغلی یوازې پاتې شو. باید وویل شي چې یا خو زموږ حاجیانو ته اړوند قوانین په ښه توګه نه تشریح کېږي یا دا چې دوی یې په سمه توګه نه اخلي او اصلا احترام نه ورته لري.

1د حج او اوقافو وزارت، د حج لارښوونکو، مربینو، معلمینو او اړوندو مامورینو ته ښايي چې د حج د فریضې د ادا کولو څخه د مخه، د حج فریضې ته د تګ او په مکه شریفه او مدینه منوره کې د هستوګنې پر مهال افغان حاجیانو ته د هوايي سفرونو، لین جوړولو، صبر، حوصلې، د بکسونو د تسلیمولو، بارګېرۍ، له کمزورو، ښځینه او اړو کسانو سره د مرستې او داسې نورو اړوندو چارو په هکله معلومات او عملي تمثیل وړاندې کړي. همدارنګه دا خبره ورته و ښيي چې په دې عظیم مناسبت تاسو د یو هېواد استازیتوب کوی او ستاسو هر عمل د یو تاریخي هېواد په نامه ثبت کېږي نو تاسو باید نه یوازې په خپل منځکې د کلکې همکارۍ سمبول وی بلکي د نړۍ د نورو مسلمانانو پر وړاندې د نظم، ښکلا، صبر او حوصلې نمونه وړاندې کړی څو د نړۍ نور ولسونه ستاسو په لیدو درته ګوته پر غاښ شي او په نظم مو آفرین ووايي.

د ښه نظم په اړه د افغان حاجیانو اوسنی حالت ژړونکی دی، دا سمه خبره ده چې په ۱۳۹۳ کال کې (په مکه شریفه او مدینه منوره) کې د افغان حاجیانو د هستوګنې حالت د نورو کلونو په پرتله یو څه ښه شوی دی او په دواړو ښارونو کې حرمینو شریفینو ته په لنډ واټن کې د هستوګنې بلډنګونه یا عمارې ورته نیول شوې وې او د خپل مهال وېش له مخې انتقالېدل. خو د نظم د مراعات له اړخه اوس هم زموږ حاجیان ډېر کمزوري او خوار وو او د دوی د هستوګنې پر مهال مې د نظم د مراعات داسې مسلسل پروګرامونه و نه لیدل چې له دوی سره د هوايي سفر او نور چارو د اجرا پر مهال مرستندوی واقع شي. مخکې له دې چې حاجیان هوايي ډګرونو ته مخه کړي او هوايي سفر پیل کړي باید هغوی ته په هر ګام کې د قطارونو د مراعات، نظم، آرامۍ، صبر، زغم، د هوايي ډګر مامورینو ته د بکسونو د تحویلي، بورډنګ اخیستلو، تالاشۍ، خروجي وهلو، د هوايي ډګرونو په صالانونو د کښیناستلو او خپل سفر ته د انتظار آداب په عملي او تمثیلي ډول ور و ښودل شي. همدارنګه په دې خبره ټینګار و شي چې د دوی د سفر ښه والی یوازې په هوايي ډګرونو کې د نظم مراعات رامنځته کولای شي او بس. ښه به دا وي چې په دې هکله مخکې له مخکې هغه مامورین ښه و روزل شي چې د حاجیانو د لارښونکو، مربیانو او معلمینو په توګه دنده مخته وړي او که په دې هکله له پوهنتونونو څخه د هغو فارغ شوو کسانو څخه کار واخیستل شي چې پر خپلو ملي ژبو سربېره په عربي او انګریزي ژبو تفاهم کولای شي ډېر به ښه وي او د حاجیانو اړوندې چارې به په ښه توګه پر مخ بوزي. همدارنګه د حج او اوقافو وزارت ته ښایي چې د خپلو مامورینو د ښې روزنې او حاجیانو ته په هر ګام کې له عملي تمثیل سره سره د هغوی لپاره داسې مرستندوی لیکلي مواد ترتیب کړي چې په هغه کې ټول اړوند معلومات موجود وي او حاجیانو ته یې د بیا بیا لوستلو سپارښتنه وکړي. مخکې له دې چې حاجیان هوايي ډګرونو او په الوتکو کې د سپرېدلو په موخه روان شي، باید افغان حاجیان ډاډمن شي چې تاسو که په قطارونو کې مخته وی او یا شاته تاسو به هرو مرو په خپل نوبت په الوتکو کې سورېږی، په الوتکه کې ستاسو سېټ یوازې ستاسو دی او له خپلو ملګرو سره یو ځای به د خپلې موخې په طرف درومی.

همدارنګه په ډېر لنډ کتار کې تاسو نه ورکېږي او نه هم ستاسو د سفر ښځینه ملګري په قطارونو کې ورکېږي بلکي هغوی له ځان سره نږدې دروی او تاسو به یو ځای په الوتکه کې ځی او نه به پاتې کېږی. ځینې حاجیان فکر کوي چې که په خپل قطار کې لږ شاته پاتې شي نو ګواکي چې نور ملګري به یې ترې ولاړ شي او دی به یوازې پاتې شي نو په عجیب شکل وارخطايي کوي او چیغې وهي. باید د حاجیانو هر ډول واخطايي په ډاډ بدله او هغوی ډاډمن شي چې یوازې د ښه نظم او صبر مراعات او په خپل نوبت سره په منظمو قطارونو کې درېدل او د چارو اجرا له تاسو سره مرسته کولای شي څو خوشحاله او په خپل وخت سفر و لری. نور بیا…

دویمه برخه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب