شنبه, جولای 27, 2024
Homeادبشعرد پروین ملال څو غزلونه

د پروین ملال څو غزلونه

راشه زما خیال ته، پسرلی د بوډۍ ټال راوړه

ژوند مي بدرنګ شوی دي، خلوت ته مي جمال راوړه

تږي یمه ستړي یم، پرهر، پرهر ځګریمه

ستا په لورسفردي، غوړپ شربت، مرهم، دسمال راوړه

څوکې د لمن مې، د بیدیا کروړو ، وړې دي

ستن راوړه، وریښم راوړه، پاولي پوره هلال راوړه

شپي خو په کړکۍ باندي، جوپه دستورو راوړله

شعرراوړه ،تشبه راوړه ، لفظونه د کمال راوړه

ووایه سپوږمۍ ته، چې په بیړه، بیړه وخیژئ

بیا لودسوما دي، درڼا سره جلال راوړه

خوب دیوې مور دی، زوی دورا په آس سپوروویني

هغه ته پټکی راوړه، هغې ته زرغون شال راوړه

ژونده بی حسابه ؛ بی حسابه مسرت ورکړه

زمادوطن لوڼوته سندرې تال په  تال راوړه

۲۰۲۰-۹-۱

پرکومه لار به چي ورتلمه، زمانه تیره ده

هغه درشل ته رسیدمه، زمانه تیره ده

په غوړیدولو پرهرونو کي ټومبلي اغزي

اوس هم له درده تیریدمه زمانه تیره ده

یوه ښکالو ددیوال شاته هرسحر راتلله

چي زه  دبام سرته ختمه، زمانه تیره ده

ستوري په غیږکي د سپوږمۍ به درته څه وایمه

شپه مي لېموکې زنګوله ، زمانه تیره ده

شرنګ د بنګړو، به و بیده سور وریښمین بالښت کي

باڼه مي خوب ته ټیټوله، زمانه تیره ده

دشپودحسن کیسه ، کرښې د بستر په نرمۍ

ورځ ترکړکۍ را تیریدله، زمانه تیره ده

په پاڼه ، پاڼه دګلاب کښي د نګهت خاموشی

زما د رخساره تاویدله، زمانه تیره ده

۲۰۲۰-۹-۵


وی ویل آغلې , بي حساب یمه
ژوند یمه وژوند ته لاجواب یمه


والوتم دعشق یاغې ځنګلونو ته
راغلمه , سندره زوړرباب یمه


ستا دخړ پوړنې صداقت شومه
زه دي دځوانۍ ټړلي باب یمه


یووختي نګهت وم داغزو په سر
اوس دکتاب غیز کې پروت ګلاب یمه


څوک چې بغاوت ته لاره وباسي
زه یې اسطوره، زه انتخاب یمه
۲۰۲۰/۱/۱۳

پاڼې ، پا ڼې وم د باد په اوږو تلمه

اوښکې ، اوښکې ستا دیاد په اوږو تلمه

دیوي شیبي نظر دوره دچاکه

توردعشق وم دجلاد په اوږو تلمه

حسن ، حسن وم دلمر په پلوشو کې

شپه د ستورو د تضاد په اوږو تلمه

ناویلی خواست په شونډوکې ګنډلی 

دسنګسار اودفریاد په اوږو تلمه

دسبا په ښایستون کي آئینه وم

دعرفان اودسواد په اوږو تلمه

۲۰۲۰-۹-۷

په ګمان کښي د یقین پرلارو تلمه

لکه لمر دسباوون پر لاروتلمه

ته مي خیال ته راتلی هسکه، لوړه، دنګه

بیګاه خوب کښي د پرون پرلارو تلمه 

لږڅه شورمي د ځواني وًپټ ساتلی

په پوخ عمر د جنون پرلاروتلمه

ته چوکاټ کي د خپل عکس راته مسکی وي

زه ستنه شوم د پرون پرلارو تلمه

کائینات مي تفکر ته وه سپارلي

فلسفه وم ،دجنون پرلاروتلمه

۲۰۲۰-۹-۹

3 COMMENTS

  1. د دوهم غزل په پنځم بیت کي یوه کلمه راڅخه پاته شوی
    شرنګ دبنګړو به و بیده په سوروریښمین بالښت کي
    (په)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب