سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeټولنیزواده د نوي ژوند پیل او که پای؟

واده د نوي ژوند پیل او که پای؟

حلیمه وردګ

(د ښځو د حقونو فعاله، خبریاله او لیکواله)

     د نورو ورځو په څېر د انګریزي ژبې له کورس نه په خپل وخت ووتم، د دفتر خواته پلې روانه شوم، چای مې نه و څښلی، غوښتل مې د خوړو لپاره څه راسره واخلم او دفتر کې د کار له پیل وړاندې چای وڅښم، په ښار کې د صحت په نوم برګرخونې ته ور ننوتم، د څنګ خونې ته لاړم، نورې نجونې هم وې، د برګر مې ورته وویل او څنګ ته په یوه څوکۍ کېناستم، څنګ ته مې یوه سینګار کړې ځوانه نجلۍ ناسته وه او په وارخطايي خپل برګر خوړه. هر څوک به چې تازه را ننوتل نو دې به یې هر کلی کاوه، دویمه او درېیمه پوښتنه به یې همدا وه چې څه دنده لرې؟ واده دې کړی که مجرده یې؟ 

   دا پوښتنې به یې جالبې وې، خو ما ته بیخي جالبې ښکاره شوې، ځکه له دوو نورو ښځو وروسته یې له ما نه هم وپوښتل، څنګ ته یې ورنږدې شوم او په ډېر مهارت مې همدا پوښتنې خپله له دې نه وکړې.

 اوس ته راته ووایه چې واده دې کړی او دنده لرې که څنګه؟

   سترګې یې له اوښکو را ډکې شوې، له ساړه اسویلي سره یې ځواب راکړ

   هو، خو کاش چې هېڅ مې نه وای کړی.

 -ولې؟

-په خپله ټولنه کې له کار او دندې تر سره کولو سره ډېره علاقه لرم، ډېره په سختۍ وتوانېدم چې ښوونکې شم، څلور کاله مې دنده اجرا کړه، په وروستیو کې مې یو چا ریباري وکړه، خو کورنۍ مې له واده وړاندې شرط پرې کېښود چې لور به مو دندې او کار ته پرېږدئ. دوی هم ومنله او خاوند مې راضي وو چې ټول شرطونه مو منم.

  واده وشو، یوه – یوه نیمه اوونۍ وروسته مې خاوند راته وویل چې که زما عزت ساتې او خوشحالي مې درته ارزښت لري، نو دنده دې پرېږده.

   حیرانه شوم، له خاوند سره مې ډېر بحث وکړ، خو خیر دی بیا یې هم مکتب ته د تګ اجازه راکړه، خوشحاله شوم، سهار چې ښوونځي ته وتلم نو خسر مې مخې ته وردېده او په جدي ډول یې راته وویل

  • که زما او زما د کورنۍ عزت ساتې نو دنده منده دې پرېږده، قراره کور کېنه، که لاړې بیا بېرته زما د کور په دروازه را د ننه نه شې.

نجلۍ غلې شوه او ما ترې وپوښتل

  • اوس دې تصمیم څه دی؟

سلګیو یې په ستوني کې خبرې بندې کړې، برګر یې پر مېز کېښود او ځواب یې راکړ

-د پلار کره مې ځم، هېڅ نه پوهېږم، یو خوا مې هیلې او بله خوا د پلار نوم راته د غره په څېر ولاړ دي. چادري یې واخیسته، همداسې بې مخه ښې ووته، برګر یې هم نیم خوړلی پر مېز پاتې شو.

    د نجلۍ پر ناهیلۍ مې ډېره خوا بده شوه، پر ذهن مې د پوښتنو باران پیل شو، ولې زموږ ځوانان نه شي کولی چې په خپلو کې د اعتماد فضا جوړه کړي؟ موږ ولې پر خپله ټولنه دومره بې باوره یوو؟ موږ ولې له خپل ژوند څخه خوند نه شو اخیستلی او د تېرولو پر ځای را باندې تېرېږي؟  دوی ولې خپلې هیلې د احمد او محمود لپاره قرباني کوي؟ زموږ مشران او د ښځو د حقونو فعالان ولې ازادي او پرمختګ یوازې د نورو د ښځو لپاره غواړي؟ دوی ولې په مشروع هیلو کې د خپلو خویندو او مېرمنو تر څنګ نه درېږي؟ ولې د هغوی په شخصیت جوړونه کې هېڅ ونډه اخیستنې ته چمتو نه دي؟ 

  دوی ولې د یوې نجلۍ، د یوه پلار، د یوې مور هیلو او زحمت ته درناوی نه کوی؟ زموږ پر ژوند به تر څو د فرمایشونو او نمایشونو څادر خپور وي؟ که وضعیت همداسې وي نو د ښځو د نیمګړو هیلو سره به څنګه راتلونکي نسل ته یوه بشپړه او له هیلو ډکه نړۍ په میراث پرېږدو؟

2 COMMENTS

  1. رب ج دې تاسې مخکښې میرمنې وتوانوي، چې په ټولنه کې د نرواکو دا ډول شته دودونه له منځه یوسئ تر څو د خپل حق او حقوقو څخه برخمن شئ او د یو عادي انسان په څېر ژوند وکړئ.
    په همدې هیله.

  2. ایا دنده دومره مهمه وه چی کورانی خاوند او راتلوونکی خوشاله ژوند یې ورته قرباني کړل؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب