پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد اشاري کلمو پټه معنا او ښکلا | اسدالله غضنفر

د اشاري کلمو پټه معنا او ښکلا | اسدالله غضنفر

ضمیرونه او صفتونه مختلف ډولونه لري. په دې بحث کې تر ډیره حده د اشاري ضمیرونو او صفتونو په بلاغي او هنري اړخ باندې خبرې کوو. له اشاري ضمیر سره چې اسم یو ځای شي، په اشاري صفت بدلېږي. دغه ډول ضمیر د ګڼو قیدي عبارتونو په جوړولو کې هم پکارېږي. اشاري کلمې د شمیر په لحاظ کمې دي خو د مختاړو، روستاړو او تړییکو په څېر په جملو کې بېخي زیاتې راځي او داسې ګڼې باریکۍ پکې شته چې په لیکنۍ او ژبنۍ ژبه کې یې د استعمال مثالونه کم نه دي.

اشاري کلمه( لکه: هغه، دغه، دا…) د متکلم له نظره د یوه شي نژدیوالی او لرې والی راښیي.دغه کلمې په ادبي متن کې یوازې اصلي معنا نه رسوي بلکې ودې شي  چې ضمني معناوې ولري او د ادبي متن د ښکلا په زیاتولو کې برخه واخلي. د رحمان بابا په دې بیت کې:

واړه په غوغا دي چې راغلي په دنیا دي

نه یې هغه وږي په قرار دي نه ماړه

که ( هغه) وباسو، د بیت مفهوم نه نیمګړی کېږي  او د جملې ګرامري جوړښت صدمه نه ویني خو ښکلا ته یې صدمه رسېږي، منظور مې د وزن کمی نه دی، بلکې بیت به په عاطفي او احساسي لحاظ کمزوری شي.

داسې به وګڼو چې احمد زما ورور دی او زه یې لیدلو ته انتظار باسم. انتظار اوږد شوی دی او زه یې له خپل بل وروره  پوښتنه کوم. بل ورور ته ممکن ووایم: هغه احمد څه شو؟

دلته د (هغه) اشاري صفت په دې وجه نه دی راغلی چې بل احمد هم شته او زه نژدې نه بلکې لرې احمد ښیم. دلته اصلي منظور دا دی چې د احمد په ځنډېدو مې زړه په تنګ شوی دی. د رحمان بابا په بیت کې هم، راغلی (هغه) له دنیا څخه د ویناوال د شکایت احساس بیانوي  او بهرنی واقعیت نه بلکې د بهرني واقعیت په اړه د شاعر غبرګون راښیي. په پښتو جملو کې چې (هغه) د متکلم د احساس په باره کې یو څه راته بیان کړي، دا د (هغه) د استعمال یو هنري اړخ دی او بلاغي نقش لري.

البته، د خبرو په وخت ما کولای شوی چې بې د (هغه) له راوړلو هم خپل عاطفي حالت څرګند کړم او مثلا  په (څه) باندې فشار واچوم او ووایم: احمد څه شو؟ خو په لیکلي متن کې د دغسې احساس د بیان لپاره( هغه) یوه ښه ذریعه ده.

د بابا په لاندې بیت کې که د (دا) په ځای (ستا) راشي، معنا په خپل حال پاتېږي، مګر تصویري قوت کمېږي:

 دا یاران چې نن وتاوته جلوه کا

 په دوه ورځې پس به واړه شي فنا

د ملا نصرالدین قصه به مو اورېدلې وي چې د هګیو ټوکرۍ یې په سر ایښې روان و او په خیال پلو کې یې هګیو چرګوړي وکړل، چرګوړي چرګې او چرګان شول، چرګو هګۍ وکړې… او د ملا خیال همداسې پسې غزوونې کولې چې ټوکرۍ یې له سره خطا شوه. ملا چې په خیال کې د چرګو فارم ته ولاړ و، دا یې هېر شوي وو چې د هګیو ټوکرۍ ته پام وساتي. رحمان بابا  د حریص بنیادم د خیال پلو تصویر داسې باسي:

د خرما زړی نهال کا ورته ګوري

چې دا سیوری، دا مېوه به مې پکار شي

دلته د نژدې اشارې په مرسته  تصویر روښانه شوی دی او هغه سیوری او مېوه سترګو ته درېږي چې پیدا کېدو ته یې لا ډیر کلونه پاتې دي.

(دا) په ځینو ځایونو کې د سپکاوي ضمني معنا رسوي، لکه د بابا په دې بیت کې:

دا فلک کلال دی، سازول او ماتول کا

ډیر یې ما و تا غوندې پیدا کړه، هم فنا

په اساطیرو کې اسمان د خدایانو ځای یا پخپله خدای تصور شوی دی. موږ چې بخت په ستوریو پورې تړو، یا له مرغانو د سرنوشت معلومولو تمه لرو، یا د لمر او سپوږمۍ له تندر نیولو وېرېږو او یا مثلا وایو چې روح یې والوت، دا ډول ذهنیت او د جملو جوړښتونه له اساطیري باورونو سره بې ارتباطه نه شو بللای. په ادبیاتو کې اسمان ته د سرنوشت ټاکلو صلاحیت ورکول، د همدې باورونو د تاثیر ادامه ده. شاعر چې د انسان له برخلیکه خوشحاله نه دی، اسمان ته غاښ چیچي او له فلک سره د (دا) اشاره ملګرې کوي چې یو معمولي او نژدې موجود یې وښیي.

د خوشال خټک دا بیت ډیر مشهوردی:

په ژړا مې ځنې خواست د سپینې خولې کړ

په خندا یې وې چې څه کا دا سړی

دلته معشوقې ژړېدونکی عاشق د دې وړ نه دی بللی چې خبرې ورسره وکړي او بلکې د ده په حضور کې یې دریم کس ته مخ اړولی او له هغه یې پوښتنه کړې ده چې : څه کا دا سړی؟

دغسې چلند یا د قهر په وجه کېږي او یا د بل چا د بې اهمیته کولو هڅه ده. کله چې رحمان بابا له (فلک) سره د (دا) اشاري صفت راوړي، یوه ضمني معنا یې دا ده چې فلک د خبرو وړ نه بولي او د ده په حضور کې د ده په باره کې له بل چا سره خبرې کوي.

پخپله اشاري کلمې د سپکاوي یا درناوي ضمني معنا نه ښندي. ضمني معنا د جملې یا بیت د ټولې معنا په رڼا کې  پکې لیدلی شو. مثلا لومړی بیت بې (هغه) هم له دنیا څخه د شکایت معنا ښندي خو (هغه) په دې معنا باندې تاکید کوي او د ویناوال عاطفي دریځ پکې وینو، لکه په (څه) باندې فشار چې (احمد څه شو؟) جمله کې د ویناوال عاطفي حالت او ناخوښي څرګندوي.

په (دا) سربیره( دغه) هم په ځینو بیتونو کې د سپکاوي ضمني معنا رسوي. رحمان بابا فرمایي:

تر قیامت به دغه لس او دغه شل وي

پوره نکړ هیچا شمار د دې دنیا

په دې بل بیت کې ( نور عالم) د (دغه) ستاینوم په مټ کم اهمیته ښودل کېږي:

زه رحمان پخپله ګرم یم چې میین شوم

دغه نور عالم مې بولي ګرم په څه

خوشحال خټک فرمایي:

د یار غم به په تنها صورت زغمم

دا بې درد عالم به نه راخبروم

د یو چا یا یوه شي د کم اهمیته کولو لپاره ( دا) د پښتو په ځینو جملو کې له ( هم) یا ( یې) سره یو ځای کیږي. د راحت زاخیلي په یوه کیسه کې زلمکی د خپل ورور د واده د لګښت د پوره کولو لپاره هندوستان او نورو ملکونو ته ځي؛ پوره څلوېښت کاله یې هورې تېرېږي او چې راستنېږي، د خپلې چنغلې غوندې یې د ځوانۍ دوران تېر وي. دوی په تېر عمر واده سره کوي. راحت زاخېلي د خپلې کیسې نوم ( دا هم واده و) ایښی دی، چې منظور پکې په دغه ډول واده پورې خندا ده.

د رحمان بابا بیت دی:

دا هم ژوند دی چې یار نه وینم په سترګو

زه رحمان په جهان سترګې غړومه

او په یو بل بیت کې فرمایي:

چې پیدا شي همګي واړه فنا شي

اې رحمانه دا جهان دی، دا یې کار

که مو له احمده د ښو کارونو توقع وي او توقع مو پوره نه کړي، نو ممکن ووایو: دا یې احمد!

(دا) چې ډیر ځله  مسندالیه واقع کیږي ، د پښتو جملو له طبیعي جوړښت سره سم په ابتدا کې راځي. مثال: دا بازار دی. خو د رحمان بابا په دیوان کې  په ګڼو بیتونو کې د تاکید لپاره په جمله کې د مسندالیه او مسند (په پاسني مثال کې بازار) ځای بدلېږي:

خیر دا دی چې له شره وجاروځې

په دا چاره کې هیڅ نشته کوز و پاس

دلته چې د (خیر) او (دا) ځایونه سره بدل شوي دي، معنا یې دا کېږي چې خیر یوازې له شر څخه په مخ اړولو کې دی. په دې بل بیت کې هم شاعر وایي چې بل منبر نشته:  

ته خطبه په منبر څه لولې خطیبه

قدم کېږده په ځان باندې منبر دا دی

د بابا په دا بل بیت کې چې د (مرد) او (هغه) ځایونه سره بدل شوي دي، دا معنا رسوي چې غیرت یوازې په ابادولو کې دی:

وداني په یوه دم کې شي ویرانه

مرد هغه دی چې ودانې کا ورانۍ

اشاري کلمې په ګڼو بیتونو او جملو کې د تشبیه د توري نقش تر سره کوي، یا د دوو کلمو تر منځ د صفت و موصوف رابطه پیدا کوي او یا د یوې کلمې او مفهوم د نوي تعبیر په بیانولو کې پکارېږي. د رحمان بابا په لاندې بیت کې د اشاري کلمې په مرسته د عاشق د زړه داغ په تاج باندې تعبیر شوی دی:

ستا په داغ به هر یو زړه مشرف نه شي

دغه تاج د بزرګانو په سر بویه

حمید مومند وایي:

په فاني دنیا تکیه مکړه حمیده

دا د خواست جامې به څو لرې اغوستې

د درویش دراني دوه بیتونه:

درویشه دلته په وږو باندې سرونه ډېر دي

مګر وماته په دې کاڼو کې غمی نه ښکاري

دغه راز:

چې خبره وي خوږه هر ځای چلېږي

دا د سرو زو سکه هر ځای چلېږي

د تشبیهي رابطې په جوړولو کې د اشاري کلمو امتیاز دا دی چې ورته والي نه بلکې د یو شان والي ادعا پکې کیږي. شاعر دا نه وایي چې خوږه خبره د سرو د سکې غوندې ده، بلکې بېخي یې د یوشانوالي ادعا کوي.

د درویش دراني په دې بل بیت کې اشاري کلمې د ( زندګي ) له اسم سره د ( بیمار) صفت پیوند کړی دی:

ما وې ستا زندګي څنګه شوه درویشه

ده وې خدای هغه بیماره جوړه نکړه

په عادي ژبه کې هر موصوف صرف ځینې ځانګړي صفتونه لري. مثلا اوبه روڼې وي، خړې وي، تودې وي، سړې وي، پاکې وي، ناپاکې وي او داسې نور څو صفتونه. موږ په عادي ژبه کې اوبه عاقلې، بالغې یا بې تجربې نه بولو. په هنري سبک کې د اشاري کلمو په مرسته موصوف ته بیخي نوي او نااشنا صفتونه ورکول کیږي چې ژبه ورسره له عادي او تکراري حالته راوځي. حنان بارکزی وایي:

په فریاد یې غافل زړه ویښ کړی بوبه

دغه کوڼ په غوږو نه اوروي تش ګوري

اشاري کلمې د طنز او پارډاکس په پیدا کولو کې هم برخه اخلي. رحمان بابا وایي:

هر منعم چې دلجويي د قلندر کا

هغه نه دی قلندر، قلندر دا دی

دغه راز:

چې هنر عیب کوي، عیب هنر کا

د رحمان په دور دا هنر پیدا شه

د حمید مومند وینا ده:

هیڅ له زهده راته مه وایه ناصحه

دا وزګارې به هاله کړم چې وزګار شم

په دې لاندې بیت کې ( هغه) طنزي کیفیت پیدا کړی دی:

ته چې پند وایې ناصحه ورحمان ته

کشکې نور کړې هغه کښلي د میثاق

دلته ( هغه) د یوې دا رنګه جملې معادله معنا رسوي: هاغه میثاق چې ورباندې ښه خبر یې او هسې دې ځان ورباندې غلی کړی دی.

د ( دا) برخلاف ( هغه ) ممکن د درناوي ضمني معنا ولري او طبعا دغه نقش یې د مقالې په اول بیت کې له راغلي نقشه بېل دی. د رحمان بابا په دیوان کې ډیر ځله د ( هغه یار) وصفي عبارت لولو چې منظور ورڅخه یوازې د یار لرې والی نه دی، بلکې د احترام ضمني معنا هم پکې احساسولای شو. بابا وایي:

هغه یار که په خپل ناز خوښ و خرم دی

زه هم خوښ یم همیشه د یار په ناز

او په یو بل بیت کې فرمایي:

حق حرمت د هغه یار په ما لازم دی

نه په یار باندې زما حق و رحمت

د بابا په لاندې بیت کې د ( هغو) اشاري کلمه د تللیو په فراق او بېلتانه باندې تاکید کوي او د شاعر احساسات بیانوي:

که هرڅو په صحرا سر شوم هم په کلیو

بیا مې نه موند هیڅ خبر د هغو تللیو

هغه تصویرونه چې په خیال کې یې په سترګو لیدلای شو، معمولا له رنګونو، حجم، اندازې او موقعیت سره تعلق لري. په دې جمله کې د باز رنګ، اندازه او موقعیت وینو: باز په اسمان کې داسې ښکارېده لکه تور ټکی چې ورو ورو له سترګو لرې کېږي او پناه کېږي. اشاري کلمې د موقعیت د روښانه تصویرونو په جوړولو کې هم پکارېږي. د درویش د لاندې بیت شهرت تر ډیره حده د اشاري صفتونو له برکته دی:

تر څو به دوی په کلي کلي ګرځي دا به وایي

چې دا مېنه دې ورانه شي او هغه کور دې ړنګ شي

د شعر ژبه ایجاز ته مایله ده او په لږو کلمو کې ډیرې خبرې پکې ښې ښکاري. د اشاري کلمو دا ځانګړنه چې سلامتې کیسې یا جملې ته اشاره کوي، د ایجاز باعث ګرځي. د رحمان بابا په دې بیت کې د دویمې مصرعې ( دا) د لومړۍ مصرعې ټوله خبره په ځان کې رانغاړي:

ما دې خدای د یار له غمه بې غم نه کا

دا په ملک د عاشقۍ کې لوی ورانی دی

له ( میثاق ) سره د ( هغه ) د اشاري کلمې په اړه مو وویل چې د څو کلمو خبرې راته لري . د دې لیکنې د لومړي بیت د ( هغه) په اړه هم ویلای شو چې شاعر پکې ډیر څه وایي،  مثلا، راته وایي چې: هغه وږي چې ته یې هم له حاله خبر یې.

اشاري کلمې د شعر له چستي، موسیقي او انسجام سره مرسته کولای شي. د درویش دوه مثالونه:

که تا وخندل هغه وخت به سپرلی شي

که تا وژړل هغه وخت به باران شي

او:

یار مې دی څراغ، رقیب لوګی مګر

دا لوګی د دا څراغ لوګی نه دی

او د حمید یو مثال:

سترګې وساته که زړه ساتې حمیده

ورانوي دغه زخمي دا ولایت

په فارسي کې ( چشم زخم) په نظر کېدلو او د نظر کېدو په وجه تاوان رسېدو ته وایي. نظامي ګنجوي ویلي دي چې هر هغه څه چې په سترګو ښه لګېږي، چشم زخم( په نظر کېدل) یې ژوبلوي:

هر چه را چشم در پسند آرد

چشم زخمی در او ګزند آرد

په ادبي ژبه کې ( زړه) د دنیا غوندې بلل شوی دی چې هر څه پکې شته او په همدې اساس ( د زړه دنیا) ، ( د زړه ملک) یا ( د زړه ولایت) غوندې ترکیبونه جوړ شوي دي. حافظ شیرازي وایي:

صد ملک دل په نیم نظر می توان خرید

خوبان در این معامله تقصیر میکنند

حمید مومند دغو ادبي روایتونو ته په پام سره سترګې داسې زخمي بولي چې د زړه ولایت تباه کولای شي. د حمید په بیت کې اشاري کلمو له تصویر او تناسب او موسیقي سره مرسته کړې ده.

په جمله کې یوه نیمه کلمه د معنا د ښه رسولو لپاره  تر نورو په شدت سره وایو، لکه په ( احمد څه شو؟) کې مو چې په ( څه ) باندې فشار واچاوه. په شعر کې ممکن د وزن د رعایت په خاطر د شدت ځای بدل رابدل شي خو که هغه کلمه چې د وزن په خاطر په شدت ویل کېږي، د معنا په لحاظ هم تر نورو مهمه وي، د شعر ښکلا ورسره زیاتېږي.

حنان بارکزی وایي:

چې تشبیه مې ستا د قد له سروې وکړه

په دغه وینا تر اوسه شرمنده یم

په خپلې تشبیه باندې پښیماني مبالغه یو په دوه کړې او زړه تشبیه یې ځوانه کړې ده. البته، د وزن د اړتیا په اساس د اشاري کلمې په فشار سره ویل هم د دې بیت په ښکلا کې برخه لري.

رحمان بابا فرمایي:

په دنیا کې خوب هغه کا چې نادان وي

هغه ژوی چې هوښیار وي څه به خوب کا

دلته د وزن په خاطر اول ( هغه) په فشار او دویم بې فشاره لوستل کیږي او د معنا تقاضا هم دا ده چې اول ( هغه) په فشار سره ولوستل شي ځکه د بیت اصلي موضوع ده او په فشار سره ویل یې دا معنا رسوي چې په دنیا کې بل څوک نه بلکې نادان خوب کوي. دویم ( هغه) د لومړي برعکس، یوازې ګرامري وظیفه لري او له ( چې ) سره په شریکه د مرکبې جملې دواړه غاړې سره وصلوي. په ګڼو پښتو مرکبو جملو کې هغه فرعي جمله چې د مسند الیه لپاره د صفت نقش لري، په اشاري کلمه پیلېږي.

اشاري کلمې د ولس په ژبه کې ګڼې باریکۍ لري چې د رحمان بابا او درویش دراني غوندې شاعران ورته متوجه شوي دي او د خپل شعر ښکلا یې ورباندې زیاته کړې ده. مثالونه:

دوی ټول په دې خوشحاله دي چې لمر هغه دی راغی

خو زه په دې خفه یم چې تیاره به شي درویشه

د ( هغه دی) کلمې مو ممکن داسې څوک یا داسې  څه سترګو ته ودروي چې په انتظار کې یې پاتې شوي یو او چې څنګه یې یو څوک له لرې وویني نو هغه په نورو زیری وکړي او ووایي: هغه دی راغی!

خوشحال فرمایي:

دا یم راغلم په دا عمر چې مې وینې

زلمیتوب راڅخه یووړ ږیرې سپینې

خوشحال خټک زموږ تر بل هر شاعر د زړبودن په باره کې ډیرې خبرې کړې دي. موږ چې زړبودن نه غواړو، نو په ځوانۍ او ان پخه ځوانۍ کې د زړبودن په اړه فکر کولو ته  تیار نه یو او چې یو وخت مو په سر باندې د سپینو ویښتو واوره واوري، داسې وګڼو لکه ناڅاپي چې ورېدلې وي او د عمر ژمی په بې خبرۍ کې راغلی وي.

 لکه د درویش په بیت کې چې ( هغه دی) عبارت د یوې حادثې پیښېدو ته متوجه کړو، د خوشحال په بیت کې هم د ( دا یم) عبارت راته وایي، چې : توجه! توجه!

اشاري کلمه په پښتو کې د ( ده، دی یا یم) په ملتیا له یوې بشپړې جملې سره په شریکه یو خاص ډول جمله جوړوي چې  اصلي حادثه د بشپړې جملې په ذریعه بیانیږي خو د اشاري کلمې او کومکي فعل ( ده، دی…) برخه پکې دا وي چې پېښېدونکې حادثې ته مو پام اړوي. د خوشحال په بیت کې همدې ژبني جوړښت په مرسته د زړبودن په اړه د انسان د دریځ یو ډیر کامیاب انځور ایستل شوی دی.

( یادونه: که زه ووایم چې پسرلی شو، د موسم پیلېدل یادوم خو که ووایم چې پسرلی دی، د موسم پیلېدل مې مطلب نه دي.(دا دی) د حادثې د تازه تازه پیلېدو د مفهوم په رسولو کې پکاریږي.)

داسې به وګڼو چې یو څوک له احمد څخه د تېر وخت د یوې پیښې په باره کې توضیح غواړي. د دې لپاره چې د هغه سړي شکونه غوڅ شي، احمد د ځان د سپیناوي په نیت اوږده توضیحات ورکوي. د دې توضیحاتو په پای کې احمد ممکن دغه تاکیدي جمله ووایي: نو هغه حال دغسې حال و. همدا جمله په لاندې بیت کې راغلې ده:

هغه حال دغسې حال و اې دروېشه

یو زه نه ومه هر چا کړې سترګې پټې

اشاري کلمه د یوه اسم د مشخص کولو دنده په غاړه لري. که زه ووایم چې : ونه وچه شوه! مخاطب شاید پوه نه شي چې کومه ونه ښیم، خو که ووایم: دغه ونه وچه شوه! نومخاطب ته مې مشخصه کړه. د اشاري صفت همدا ځانګړنه ده چې  په عادي حالت کې له خاص اسم سره اشاري صفت نه راځي. خو د پښتو حکایتي ژبې یو سبکي خصوصیت دا دی چې له خاص اسم سره هم اشاري صفت راتلای شي. د ملي هیندارې د ( موسی جان او ولي جان) نکل داسې پیلېږي:

« ته واښه!

په پخوا وختو کې یو پاچا و. د دې پاچا نوم سهیلی و. څلوېښت ماینې یې درلودې. د دې پاچا په وختو کې دوه وروڼه وه چې یو فیروز و، د بل نوم نوروز و. د دې فیروز اووه لوڼې او د نوروز اووه زامن وو.»

دلته د فیروز له خاص اسم سره د ( دې) اشاري صفت راغلی دی. د همدې نکل یو بل مثال:

« دې ګلمکۍ سادې پټانې ورته وژړل…»

د حکایت په روایت کې د اشاري کلمې د دا ډول استعمال ګټه دا ده چې د نکلچي او اورېدونکي رابطه زیاتوي ، ځکه اشاري کلمه له اورېدونکي غوا ړي چې نکل ته پام وساتي او هغه څوک وریاد کړي چې مخکې یې ذکر شوی دی.

د پښتو حکایتي نثر دې ځانګړنې ته پروفیسر تقویم الحق کاکاخیل پام شوي او  د خپل نثر په غیررسمي اوغیرتشریفاتي ګرځولو کې یې استفاده ورڅخه کړې ده. کاکاخېل مرحوم د مخزن په سریزه کې د اخوند درویزه د نیکونو په اړه لیکي:« د دې جیون زوی مته و. د مته، احمد او د احمد درغان. دا درغان خدای خبر ولې د پاپینو سره ټل شو او پاپینو په ځان پورې ټینګ ونیو.»

د حنان بارکزي په لاندې بیت کې له خاص نوم سره اشاري صفت معشوقې ته د عاشق د تسلیم او په اختیار کې لرلو ضمني معنا پیاوړې کوي:

په جهان، په ځان، په هیڅ  شي خبر نه دی

دا حنان دې خدای له هرې خوا بې غم کړ

اشاري کلمې چې د مشخص کولو کار په غاړه لري، په شعر کې برعکس، د هنري ابهام سبب هم ګرځي. د درویش دراني دا دعا نن سبا په افغانستان کې ډېره مشهوره ده:

چې بیا نه توره پورته شي نه سر په وینو رنګ شي

باداره دغه جنګ دې د وطن اخري جنګ شي

خو د درویش له دعا سره سره به په راتلونکو زمانو کې هم داسې شیبې راشي چې انسان به د رحمان نه بلکې د شیطان ومني اوتوره به له تېکې راوباسي.  هاله به هم خلک د دروېش بیت زمزمه کړي او وبه ګڼي چې د دوې د جنګ د ختمولو دعا پکې شوې ده.

اشاري ضمیرونه د اشاري صفتونو په جوړولو  سربیره د قیدي عبارتونو په جوړښت کې پکارېږي.

د بابا وینا ده:

رحمان صلح له رقیب سره په دا کا

اشنا ښه دی البته خوړونکی سپی

دلته ( په دا) د سبب قیدي عبارت دی، یعنې ( په دې وجه). اشاري ضمیرونه له پیړیو راهیسې د پښتو د قیدي عبارتونو په جوړولو کې استعمال شوي دي، خو په شلمه پیړۍ کې د ترجمې له لارې ګڼ نور قیدي عبارتونه چې اشاري ضمیرونه یې په ترکیب کې شامل دي، پښتو ته راغلل. څرنګه چې ګڼې نوې کلمې او عبارتونه لا په شعري ژبه کې نه دي داخل شوي نو که د سبکي اضطراب سبب نه شي او شاعر ورڅخه استفاده وکړي، ممکن شعري ژبه ورسره نااشنا او تازه شی.  

د درویش دراني د لاندې بیت په ښکلا کې یوازې د معنا قوت نه بلکې د نوي قیدي عبارت استعمال هم برخه لري:

با وجود د دې چې تا ته لاره نه وه

ما له بل چا سره لاره جوړه نه کړه

د دې لیکنې په پای کې د څو ټکو یادونه لازمه ګڼم:

یو، اشاري کلمې یوازې په ځینو بیتونو کې هنري اهمیت لري. نور نو په اکثرو بیتونو کې یوازې اصلي معنا رسوي او د خپل ګرامري نقش لپاره راځي.

( مثلا اشاري کلمې په ګڼو اِسنادي جملو  کې د مسندالیه په توګه راځي، لکه: دا قلم دی، دا سپینه ده… او په ګڼو مرکبو جملو کې هم د مسندالیه دنده تر سره کوي. رحمان بابا فرمایي:

هغه بیا موند سعادت په دا دنیا

چې یې بیاموند قناعت په دا دنیا

(مسندالیه د جملې هغه برخه ده چې د هغې په اړه یو څه ویل کیږي. مسندالیه معمولا اسم یا ضمیر وي. مسند د جملې هغه برخه ده چې د مسند الیه په اړه یو څه پکې ویل شوي وي. د جملې فعل د مسند برخه وي.)

دوه، په ځینو بیتونو کې اشاري کلمې د معنا په لحاظ ضرور نه وي او کومه بلاغي دنده هم نه ترسره کوي خو شاعر یوازې د وزن د پوره کولو لپاره کار ترې اخلي چې ښه نه لګېږي.

درې، په پاسني بحث کې د پښتو د اشاري کلمو د هنري او بلاغي اړخ په باره کې ټولې نه بلکې یو څه خبرې شاملې دي. ما په دې لیکنه کې د رحمان بابا او درویش دراني په غزلونو او د څو نورو کتابونو په مثالونو تکیه وکړه، حال دا چې که لږ مفصله مطالعه وشي، نوېو او لا دقیقو نتایجو ته به ورسېږو.

څلور، په اشاري کلمو سربیره د ضمیرونو او صفتونو نور ډولونه هم ضمني او هنري معناوې لري او بحث ورباندې کیدای شي. مثلا په معاصر ادب کې د شخصي ضمیرونو د جمعې بڼه ډیره راځي او ډیر ځله سیاسي ضمني معنا لرلای شي. درویش وایي:

ما ویل زما کورګی څه لره سوځئ

دوی ویل زموږ پکار یو څه لوګی دی

په تورو اوبو کې بندي کېدل د پښتو یوه ښیرا ده. د تورو اوبو بندیخانه د راج په زمانه کې  د هند سمندر په یوه ټاپو کې وه .دا مشهوره ده چې هلته به انګریزانو خطرناک مجرمان او د هند د ازادۍ د لارې سیاسي مبارزان بندیان ساتل. درویش درانی وایی:

ما ویل کوم ځای به بهتره وي زما د پاره

دوی په یوه خوله راته وویل چې تورې اوبه

ضمیرونه په شعر کې د تلوسې له ایجاد سره هم مرسته کوي. په عادي ژبه کې اول یو نوم اخلو او بیا د ضمیر په مرسته اشاره ورته کوو خو په شعر او هنري نثر کې دا امکان شته چې اول ضمیر راشي  او وروسته پوه شو چې اشاره څه ته یا چا ته کیږي. دغه شی تعلیق او تلوسه زیږوي.

د استاد الفت د ( خدمتګار) په نوم لیکنې په ښکلا کې ډیره برخه د( هغه) د اشاري کلمې ده چې تلوسه یې پیدا کړې ده او د لوستونکي ذهن یې د( هغه) پیژندلو ته هڅولی دی. په دې سربیره ( هغه) د متن له انسجام او پیوستون سره مرسته کړې ده چې دا خپله یوه ښکلا ده.

          خدمتګار

هلته یو ړوند په لارې روان و، هغه په سمه لاره برابر کړ، مګر ړوند پوه نشو چې زما رهبر څوک دی.

یو بل په خواږه خوب ویده و، په خوا کې یې یوه منګري سر را اوچت کړ، هغه په بیړه وواژه او ویده هماغسې ناخبره پاته شو.

د شپې په مسجد کې ناروغه مسافر زګېروي کول، هغه یې په خدمت کې شپه سبا کړه، مسافر د سباوون خوا ته مړ شو او خپل زړه سواندی خدمتګار یې ونه پیژانده.

هغه په لاره روان و. یو ماشوم ته یې یو موټی مېوه ورکړه، یوه تږي ته یې په بېدیا کې اوبه ورکړې، له یوه وږي سره یې خپله ډوډۍ نیمه کړه مګر یوه هم ونه پېژانده چې دی څوک دی.

له دې لویې لارې نه هغه ډېر اغزي او کاڼي لرې کړه مګر څوک چې

سبا ته پدې لاره راځي، د هغه له خدمت څخه نه خبرېږي او هغه نه پيژني.

په رښتیا چې موږ خپل خدمتګاران نه پېژنو او باداران ډیر ښه پېژنو.»

که د غیرانسان لپاره  د انسان ضمیر راوړل شي، د پرسنفکېشن تصویر زیږوي، او دا د اشاري ضمیر یو بل نقش دی. درویش وایي:

اغزی بد نه بولم په دې چې دی هم

ستا په خپلوانو کې ای ګله راځي

کاظم خان شیدا وایي:

دلداري د ناتوان زما عادت دی

بار په دوش وړي د هر خس طوفان زما

دلته منظور دا نه دی چې متکلم د طوفان څښتن دی، بلکې شاعر( متکلم) خپل ځان له طوفان سره تشبیه کوي او وجه شبه یې دا ده چې دواړه د نورو بارونه وړي. هغه ضمیرونه چې د تشبیه یوه خوا جوړوي، یو بل جالب بحث دی چې په شنلو ارزي.

که څوک غواړي چې د معاني داسې علم تدوین کړي چې د پښتو ژبې او ادب د خپلو باریکیو په رڼا کې لیکل شوی وي، نو د اشاري کلمو په پټې معنا و ښکلا باندې غور به یې ډیر پکار راشي. په پاسني بحث کې ځینې خبرې د پښتو او نورو ژبو شریک دي او ځينې نوری یې ممکن یوازې له پښتو سره تعلق ولري. په اشاري کلمو باندې نوی تحقیق به د خپلې ژبې د ګرامر او د جملو د جوړښتونو په باره کې هم نوي څه رازده کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب