پایڅه یې بروهله. د پونډۍ پوستکی یې پر دوو ګوتو کش کړ. د دروازې کړپ شو، دې پښې وغځولې، کمپله یې پرې وغوړوله. (ایوا) وه، د دې لور. کوټې ته له راننوتو سره یې ورسۍ پرانیسته، دې ته یې اوبوزن خواړه پر میزکیښودل. ښځې پوزه کش کړه:
-غوړ بوی یې… راباندې… ښه نه لګیږي
ایوا په یوټیوب کې د هوسایي میوزیک ولګاوه. د ښځې سترګې پټې شوې. لور یې وارخطا غوندې د دې کټ ته ودریده، ورو یې پرې غږ کړ:
-مورې … مورې … ښه یې… مورې؟
ښځې سترګې پرانیستې. د مخ په کاسه کې یې د لویدلیو سترګو زرغون کسي لکه زمرد په ډبره کې وځلیدل. ایوا د مور پر سپینو جړ شویو ویښتو لاس تیر کړ:
-خوب درغی
ښځې په ټیټ غږ وټوخل، کنډاسه خوله یې سره ولاړه:
-دې نغمې خوند راکړ سترګې مې ورته پټې کړې
لور یې وخندل، په کاچوغه کې یې ډوډۍ راپورته کړه. مور یې پر خپله خوله لاس کیښود. ( ایوا) د موبایل ساعت ته وکتل:
-زه ځم دا نغمه دې چالانه وي
-مړه یې کړه… بیا مې له وسه نه کیږي چې… ورولټیږم
لور یې د لپټاپ کمپیوټر سر راښکته کړ. له کوره ووته. د مور جړ سپین ویښته یې له سترګو نه ها خوا کیدل. ورپه یاد شو چې کړکۍ یې بنده نه کړه. بیرته له نیمې لارې وروګرځیده. د ورسۍ پله چې یې پورې کوله، مور یې په زګیروي ورته وویل:
-مه یې کوه…داسې ښه… ویده وم… له خوبه دې ….وایستم
ایوا سر وخوځاوه، له کوټې ووته. پر کړکۍ راځوړنده سپینه جالۍ شمال ته ورپیده، ښځې رڼې سترګې په سپین چت کې وګنډلې.
پراګ