پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeکالمونهد افغانستان ارضي تماميت او زموږ سرې کرښې

د افغانستان ارضي تماميت او زموږ سرې کرښې

شهزاد آريوبي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر

په بين المللي محيط کې د يوه فعاله لوبغاړي په توګه يواځې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له دې خاورې او خلکو استازي کولی شي.

دا هغه روښانه حقيقت دی چې په هېڅ حالت کې نشي نفي کېدی او که څوک وغواړي نفي يې کړي دولت حق لري چې په هر سټيج په دې موضوع وغږېږي، مقابل لوري د بين المللي فشارونو لاندې دې ته تابع کړي ترڅو له دې نظام سره د نظام په توګه برخورد وشي او متقابل دولت په دولت روابط د نورو روابطو ځای ناستی شي.

دقيقا د سولې په موضوع کې ټول ملت اندېښمن دی او دولت ددې ملت د یواځيني استازي په توګه دا موضوع مطرح کوي، ترڅو د ملت اندېښنې حل شي.

البته تر هغه ځايه چې د سولې په خبرو کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د نقش خبره مطرح ده، نو ډاډه يم چې دا نظام څوک نشي نفي کولی ځکه په دې برخه کې د هر تړون او موافقتنامې د عملي کولو د اجراء ضمانت يواځې او يواځې له نظام سره دی.

افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه نن هغه قوت دی چې ددې نظام له هرې پرېکړې دفاع وکړي، د تطبيق مرحلې ته يې داخل کړي او د قدرت مشروع استعمال ددې هېواد د نظام محافظت, د خلکو او د افغانانو د ارزښتونو د ساتنې لپاره ترسره کېږي.

موږ د يوه قانونواکې ولسواکۍ په توګه اړ يو، ترڅو د قانون د تطبيق او د لسواکۍ د ټينګښت لپاره د دولت د قانوني پرېکړو او دريځونو څخه ملاتړ وکړو.

سره له دې، پدې باوري يو ترڅو افغانستان د نړۍ له ټولو هېوادونو سره بايد منظم او په متقابل احترام ولاړ روابط ولري اما دا هم راته د منلو وړ نه ده چې زموږ د حکومت په اداري چارو کې دې بهرني سفارتونه هم نقد او نظر ولري، خصوصا بيا په داسې حال کې چې د غير مسؤولو وسلوالو ډلو پر وړاندې جديت ولسواکۍ ته ګواښ وګڼل شي.

موږ په خپل ملي حاکميت, ارضي تماميت, خپلواکۍ او ولسواکۍ کې هېڅ ډول انعطاف نلرو او په بين المللي روابطو کې دا زموږ سرې کرښې دي.

4 COMMENTS

  1. PRESIDENT FOR AFGHANISTAN MUST ELECTED BY AFGHANS.
    NOT BY ISI/USA/AMBASADOR OR REPRESENTATIVE OF FOREIGN MINISTERY.

    AFGHAN PASHTOON MUST BE READY FOR ANY ISSUE,
    AFGHAN DEFENSE & INTERIOR MINISTERY MUST QUICKLY DISTRIBUTE
    WEAPONS ON PASHTOONS.
    IF NOT OUR LAND WILL FORGIVE TO PAKISTAN FOR EVER.

  2. زموز مخابرات او معلومات بل خہ وایی سولہ او برابری ، وروری او اخوت ، نریوالہ دپلوماسی او دولس بشپر دریخ د پر مختگ پہ لور ھغہ حاکمیت چی نہ پتکہ منی او نہ د انعطاف خبرداری
    یارہ رشتیا تہ وزیر یی دومرہ خپلواکی او ولسواکی قوم پاکی او رس پاکی دی سرہ یو خای کری چی ےلہ ملی حاکمیت او خاوری تمامیت لری تہ دنری پہ بلہ خوا روان تولہ نری د سولی پہ ھکلہ خبری کوی خو تہ اوس د بین المللی محیط چی اصلا مفھوم نہ لری سوچ کی یی وایی دہ درکجا ودرختان درکجا

  3. سلامونه،
    ښاغلی آریوبي صاب د مخابراتو وزیر صاحب !
    ملي او بین المللي سرې کرښې ستاسو په خبره صحيح دي چې باید انعطاف په کښې ونشي ؛خو آیا په عمل کې د ټول هیواد جغرافیه او د دولت یا حکومت د ټولو غړو له خوا پلې شوي یا کېږي؟؟ . دبېلګې په ډوول:
    څوک چې په افغانستان کې اوسيږي ؛ ځان ته افغان نه وايي، الکترونیکي هویتپاڼه نه اخلي ، پر ژبه ېې ریشخند وهي ، ګاوڼډیانو ، او یا نیژدې او لیریو ممالکو ته جاسوسۍ کوي ، د وطن د اصیلو ملي امنیتي ځواکونو د ډوډۍ او قروانې نه وڼډې وهي ، لڼډه دا چې د فارشيستان، پوکستین، پخواني ترکستان ا.د.ن… باندې خپلې معنوي او مادي شتمنئ خرڅوي ؟ ؛نو دوی سره به څوک د ملي بیرغ (شنې+سرې+تورې) کرښو څخه انعطاف توجیه کړي ؟

  4. سلام
    زما ھدف لہ تبصرے نہ دوہ مھم تکی دی پوھہ او پر مختگ د پوھی او علم تعریف ھیخ دول انحصار ،چاپلوسی او کاسہ لیسی نہ منی او نہ
    غیراخلاقی او سپکاوی خبرہ دہ خکہ چی اخلاق ھم زموز د فرھنگ یو اساسی رکن دی مھمہ نہ دہ کہ ھر موقف او قدرت کی موقعیت ولری
    زموز تولنہ کی خلور لسیزی کرکیچ روان دی خو زموز فرھنگ کی دلافو کو پتا کو گودی پہ ھمدی کرکرکیو کمپاین کیزی او سر راوباسی پہ دی نوم او ھغہ نوم دغہ ناروغی او فساد چی د ستری کچی نہ ھم اوری او نری ورنہ پہ تنگ دہ لہ مینخہ نہ خی او بیا ھم ھمدا جنا یت کارہ غلہ د کوخی پہ کوز سر او بر سرکی ولار دی
    سرہ رنگ افغانستان تباہ کر ھمدا سور رنگ وہ چی دی خاوری تہ یی آفتونہ راورل عجیبہ دہ تولہ تکنالوڑی پہ ریاضی ولارہ دہ خو د دلتہ کہ چیری نفی د دایمی فاکتور پہ مانا وی چی بدلون نہ منی نو پرمختگ نشتہ
    کمپیوٹر سائنس او تکنالوڑی د پر مختگ ولار دی او د ڑوند لاری طاری اسانہ کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب