Homeخبرونهله هرو اتو سرطانونو یو له انتانونو سره تړاو لري

له هرو اتو سرطانونو یو له انتانونو سره تړاو لري

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۱۰ مه) د یوې نوې څېړنې له مخې، په ټوله نړۍ کې د سرطان له هرو اتو پېښو څخه کابو یوه له انتاني ناروغیو سره تړاو لري او د دغو انتانونو د ډېرو برخو مخنیوی په واکسینونو او نورو وقایوي لارو کېدای شي.

د سرطان د څېړنې نړیوالې ادارې (IARC) څېړونکو ویلي، په ۲۰۲۴ کال کې په ټوله نړۍ کې د سرطان ۱۹.۲ میلیونه نوې پېښې ثبت شوې وې چې شاوخوا ۲.۳ میلیونه یې له انتانونو سره تړاو درلود. د دغو پېښو ډېره برخه یوازې له پنځو ډوله انتانونو سره تړلې وه.

په دې انتانونو کې هیلیکوباکتر پیلوري هم شامل دی چې د معدې د ناروغیو سبب کېدای شي او ډېری وخت د ککړو خوړو او اوبو له لارې خپرېږي. (له بده مرغه زموږ په هیواد کې دا ناروغي خورا ډېره ده) نور مهم انتانونه د انسان پاپیلوما ویروس (HPV)، د هیپاټایټس بي او سي ویروسونه او د اپسټین بار ویروس دي.

څېړونکي وايي، د انتاني سرطانونو د مخنیوي لپاره شته لارې لا هم په کافي اندازه نه کارول کېږي. د دوی په وینا، د HPV واکسین د پوښښ زیاتول، د ستنو (پیچکارۍ) د خوندي کارولو دودول، د امیندوارۍ د مخنیوي وسایلو او د HIV ضد وقایوي درملو ته د لاسرسي ښه کول، او د رحم د خولې او مقعد د سرطانونو ژر تشخیص او درملنه د دغو ناروغیو د کمولو مهمې لارې دي.

په لوېدیځه اروپا کې په ۲۰۲۴ کال کې د HPV له امله د سرطان شاوخوا ۲۴ زره پېښې ثبت شوې وې، چې له امله یې HPV په دې سیمه کې د انتانونو له امله د رامنځته کېدونکو سرطانونو تر ټولو مهم لامل بلل شوی.

د HPV شاوخوا ۱۴ ډولونه د لوړ خطر په توګه پېژندل کېږي. دغه ویروسونه د وخت په تېرېدو د حجرو په DNA کې بدلونونه رامنځته کولی شي چې په پایله کې حجرې بې‌کچه وده کوي او د سرطان سبب ګرځي.

نژدې ټول د رحم د خولې د سرطان موارد له HPV سره تړاو لري. دغه ویروس د ستوني، خولې، مقعد، د ښځینه تناسلي برخې د بهرنیو غړو او مهبل له سرطانونو سره هم تړاو لري.

د روغتیا نړیوال سازمان د رحم د خولې د سرطان د له منځه وړلو په نړیواله تګلاره کې د HPV واکسین او د رحم د خولې د سرطان منظمې معاینې مهمې برخې بللې دي.

د HPV واکسین چې عموماً د ۱۲ او ۱۳ کلونو ماشومانو ته ورکول کېږي، د دې ویروس له امله د رامنځته کېدونکو سرطانونو خطر د پام وړ کمولی شي. هغه کسان چې په ښوونځي کې یې واکسین نه وي کړی، هغوی ته هم په ډېرو ځایونو کې د واکسین د ترلاسه کولو زمینه برابره ده.

څېړنې موندلې چې هیلیکوباکتر پیلوري په ۲۰۲۴ کال کې په ټوله نړۍ کې د انتانونو له امله د رامنځته کېدونکو سرطانونو تر ټولو لوی لامل و. د دې باکتریا له امله د سرطان شاوخوا ۷۶۰ زره پېښې ثبت شوې وې چې ډېری یې د معدې سرطان وو.

د څېړنې له مخې، هغه کسان چې دا باکتریا یې لرلې وي، د کولورېکټل سرطان، یعنې د غټې کولمې او مقعد د سرطان، له شاوخوا ۶۰ سلنې زیات خطر سره مخ کېدای شي.

څېړونکي وايي، د هیلیکوباکتر پیلوري پر ضد د واکسین د جوړولو په برخه کې تر اوسه پرمختګ ورو دی. خو د روغتیايي چارو متخصصان باور لري چې د دې باکتریا پر ضد د اغېزمن واکسین جوړېدل په ټوله نړۍ کې د معدې د سرطان د پېښو په کمولو کې مهم رول لرلی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...