Homeخبرونهقزاقستان، ازبکستان او متحده عربي امارات په ګډه ترانس افغان پروژه پرمخ...

قزاقستان، ازبکستان او متحده عربي امارات په ګډه ترانس افغان پروژه پرمخ بیايي

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۱۰ مه) د قزاقستان او ازبکستان د ترانسپورټ وزارتونو او د متحده عربي اماراتو د انرژۍ او زېربنا وزارت د قزاقستان–ازبکستان–افغانستان–پاکستان د اورګاډي پروژې یا «منځنۍ اسیا–سوېلي اسیا» (CASA) په اړه د همکاریو یو تفاهم‌لیک لاسلیک کړی دی.

د قزاقستان د حکومت د رسنیو دفتر ویلي، چې د دې پروژې له لارې به منځنۍ او سوېلي اسیا د اورګاډي نوې شبکې په وسیله سره ونښلول شي او د پاکستان سمندري بندرونو ته به د سیمې د هېوادونو لاسرسی اسانه شي.

د تفاهم‌لیک له مخې، درې واړه هېوادونه به د پروژې تخنیکي او اقتصادي مطالعات او تحلیلي ارزونې ترسره کړي او د اړینو اورګاډي زېربناوو او اړوندو تاسیساتو د جوړولو امکان به وڅېړي. همداراز د پروژې د تخنیکي، اقتصادي او مالي اړخونو د ارزونې لپاره به یوه ګډه کاري ډله جوړه شي.

د قزاقستان حکومت ویلي، قزاقستان او ازبکستان پراخه اورګاډي زېربناوې او د ترانزیټ لوړ ظرفیت لري، په داسې حال کې چې متحده عربي امارات د ترانسپورټي زېربناوو، لوژستیک او سترو پانګیزو پروژو د پلي کولو نړیواله تجربه لري.

د منځنۍ اسیا–سوېلي اسیا د ترانس‌افغان ترانسپورټي دهلېز له لارې هر کال د پاکستان کراچۍ او ګوادر بندرونو ته د ۱۰ میلیونه ټنو پورې د مالونو د لېږد ظرفیت اټکل شوی دی.

قزاقستان تر دې مخکې ویلي وو چې چمتو دی له ازبکستان او ترکمنستان سره یوځای د افغانستان له لارې د مزارشریف او تورغونډۍ په مسیر کې د اورګاډي پټلۍ د جوړولو په پروژه کې همکاري وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...