نعمت الله صدیقي
په موږ کې ګوندي سیاستونه مسخره کول یې اوسنۍ دغه عرف نه دی؛ بلکې په دقیقه توګه هیڅ مخینه مو یې ګوندي نه وه، د شلمې پیړۍ په تېره د شاهي عصر او داودخان د جمهوریت پر مهال چې د ګوندي فعالیتونو زرین دور یې هم بللی شو؛ ځکه بې نقشه او کمرنګه و، چې اصلاً د لومړي هغه نظام اډانه یا بستر د ګوندي سیاست نه و او دویم یې نوی او تجربه وه، همدا وو چې تر دغه نظامونو راورسته هم په افغاني سیاست کې که له یوې خوا سیاستونو بقا ونه مونده؛ نو بلخوا په کې د دغسې اوږدمهاله او رښتینې ګوندونو پر ځای ورځني، لنډمهالي او په محدودو بیانیو تنظیمونه، ډلې او جبهې جوړې کړای شوې.
د ګوندونو او تنظیمونو یو بېخي ساده توپیر یې همدا دی، چې د ګوندونو اهداف او موخې د فکر او بیانیې په اساس تعریفېږي او تنظیمي یا جبهيي موخې لنډمهاله او مقاصد یې همغه وي، چې عمل یې د هماغې ورځې سیاسي اړتیاوې او شرایط ټاکي. په همدې دلیل، ګوند د یوې مفکورې د ترویج او د یوې سیاسي لارې د تعقیب لپاره رامنځته کېږي؛ خو تنظیم، ډله او جبهه تر ډېره د یوه مشخص هدف، شخص، شعار او یا د یوه عام یا ډېر جدي وضعیت پر محور هم راټولېږي او د هغه له پای ته رسېدو سره یې د بقا اړتیا هم تقریباً نه پاتې کېږي.
کمزوري دا نه ده، چې موږ ګوندونه یا د ګوندي سیاست مخه نلرو، دا هم نامعقوله ده، چې ګنې موږ نه ورباندې پوهېږو؛ مسله دا ده، چې زموږ د سیاست لوری له دغسې فکري او نظریاتي سیاستونو وراخوا دومره لرې او جګړیز شو، چې بس همدغه د فکر و بیانیو پر ځای جبهيی او ډلیز هغه یې عام او مروج شو. دا نهایتاً سنګینه کشاله ده، چې هره ډله او جبهه یا تنظیم د فکر او نظریې د معقولیت پر ځای د همدغسې سیاستونو لارې او تګلارې جوړوي.
د فضلي صاحب «اکثریت» ګوند سره سل و زر اختلاف د خلکو حق کېدای شي؛ خو هغه څه چې موږ ټولو ته مهمه ده، هغه یې د جګړیزې کړنلارې پر ځای د فکر او بیانیې مکالمه او تګلاره ده. ټول مشرطه یا حقوقي خوځښتونه، چې د خبرې، مکالمې او فکر خبره کوي، دا یې د ملي سیاست او وحدت لپاره کوي او هرکلی یې په همدې اساس پکار دی.
د «اکثریت» په بیانیه کې چې ډېر مخ وراوړي او فضلي صاحب یې له واک وروسته په خاص ډول د خپل سیاست مرکز ګرځوي، هغه د استعمار ضد سیاست او فکري تګلوری دی، دا هغه سیاسي او فکري مرکز دی، چې زموږ د تېرې یوې پیړۍ د سیاستونو عمق کې خاص او ځانګړی ځای لري؛ خو له بده مرغه چې موږ یې په هیڅ مانا دغه مرکز هغسې ونشو پېژندلی؛ څنګه چې پکار او ضروري و؛ ښایي یو علت یې همغه د استعمار ناڅرګند مخ وي، چې تراوسه یې په موږ چلېږي؛ خو په نوره نړۍ کې یې مخ او اهداف دواړه بدل دي، بهترینه اغاز به وي، چې د استعمار ضد سیاست یا ښه ده ووایو له استعمار سره د ملي سیاست او لارې په تامل او تعامل یوې مکالمې ته لار جوړه کړای شي.
له فضلي صاحب سره په تېر او یا له هغه سره شخصي محاسبه هم نه سمه ده او نه منطقي؛ که دغسې یوې محاسبې ته مخه ورکولای شو؛ مانا دا چې موږ نه د غلطیو د اعتراف په منښته کې یو او نه یې ترې د زده کړې او مکالمې کوم هوډ لرو؛ ځکه په دغسې محاسبو یا په اصطلاح په دې حمام کې ټول لغړ ولاړ دي. منطقي یې همغه ده چې څه تېر، هغه هېر؛ تر څو وړاندې د ملي او فکري سیاستونو لار او مسیر څرګند او روښانه شي، دا لاره که هر څو سپوره او ستغه ده؛ دا د زهرو ګوټ کول ځکه لازمي دي، چې زخم سرسري نه دی؛ بلکې دومره ژور او ناسور دی، چې رغېدن یې يوازې په همدغسې ترخو واقعیتونو ممکن دی.
له نورو سره تامل یوه خبره ده او خپله په ملي او افغاني ارزښتونو ولاړه لاره او مسیر ټاکنه یې بله هغه ده، چې زموږ د خپل سیاست او بیانیو لوري او تګلوري مو سمولی او ناسمې مو سیخولی شي. ځکه خو باید پر خپل وطن او خپل سیاست کې د خپل ارزښتونو خبرې ته اهمیت ورکړو
مقصد دا چې تر دې وروسته هم ممکن نور ګوندونه او خوځښتونه خپل حضور اعلان کړي؛ خو دا چې په وطن کې یې موجودیت ته لا هم زمینه نه ده جوړه، د نورو وطنونو په جغرافیو کې یې که هر څومره وسایل، امکانات او د حضور اعلانېدو ته موقع مساعده ده؛ خو چې دا دواړه حالته د ملي او افغاني ارزښتونو سیاست ته مخه ورنکړي، همغه د پښتو د لنډۍ په مصداق به زموږ د ټولو د تقدیر برخه یوازې همغه وي چې:
که زما خپل لالی سړی وی
زه به د بل یارۍ ته ولې پسخېدمه