جمعه, اپریل 26, 2024
Home+د اجمل پسرلي د کيسو نثر / عبدالله خيبر

د اجمل پسرلي د کيسو نثر / عبدالله خيبر

اجمل پسرلي د خپلو لنډو او سېمبوليکو کيسو لپاره داسې نثر غوره کړی دی، که څوک يې پر کيسه پوه هم نشي، د کيسې ښکلی او هنري نثر يې له ځانه سره اخلي، د کيسې هرې خوا ته يې له ځانه سره بيايي او د کريکټرونو ظاهر او باطن په سم پيژندلو کې پوره مرسته ورسره کولی شي.

د ده کيسې چې لولې، نثر به يې د روانو رڼو اوبو په شان درښکاره شي، چې موسيقي خپروي، دريده نه لري، روڼوالی، رنګ او خوند يې احساسېږي، او په دې اوبو کې رڼې ډبرې، شنه واښه، زرين کبان… ښکارېږي او خوځېږي. 

که د ده د کيسې موضوع تراژيدکه وي، له کلمو هم فرياد رالټېږي او لوستونکی داسې احساسوي، لکه هره کلمه چې ژاړي او اوښکې ترې څاڅي. که په کيسه کې عجله او تيزي ښکاره کوي، له لنډو جملو سره مخ کېږو چې ژر ژر لوستل کېږي. د ناوخته په نوم کيسې يوه برخه يې ولولئ، چې د خلکو بيړه ده چې مړی ژر خاورو ته وسپاري:

«لس دقيقې مخکې کوڅه تشه وه، اوس ډکه ده، خلکو جنازه په اوږو کړې، ژر ژر روان دي. سهار چې يې د مرګ خبر ترلاسه کړ، وير يې وکړ، ويې ژړل. بيا دې غم پسې واخيستل چې مړی خاورو ته وسپاري.» (پيلبو، ناوخته ۲۹مخ) 

لاندې د (روغ) په نوم د کيسې لومړۍ برخه ولولئ :

«سهار تر چاودنې ورسته لمبه شوه، چيغې شوې، دوړې شوې، د امبولانسونو غږ شو، پوليس راغلل، خبريالان راښکاره شول…» (پيلبو، ناروغ ۶۱)

په  پورتنيو لنډو لنډو جملو کې تفصيل نه دی ورکړل شوی، لمبه شوې، چيغي شوي، دوړي شوي او د امبولانسونو غږ… دلته دا هر څه څکه ژر ژر راوړل شوي چې لوستونکی د چاودنې بد او بږنوونکې حالت ته ورولي. چې دا هر څه څومره ژر ژر کېږي، مګر څومره اوږده اثرات پرېږدي.

د ده د کيسو جادوي نثر دې له ځانه سره اخلي، په کيسه کې دې داخلوي، چې يوازې د پښو موزونه ښکالو به يې اورې، داسې احساس به کوې چې يو چا روان کړی يم خو ښکارېږي نه، په نثر کې داسې خنډ مخې ته نه درځي چې د کيسې له باغه دې راوباسي او پر يوه خنډيزه او اغزنه  کلمه کې دې لمن ونښلي. 

کله چې د يوه نشه کس حالت درباندې احساسوي، د يو څو شېبو لپاره تا ته همغه د نشې حالت درلېږدوې:

«د سپي له غپا سره يې سترګې وغړولې، د پارک څراغ لګيدلی و، د تور سپي لويه خوله خلاصیده، بنديده، غپل يې.» (پيلبو، روږدی، ۳۴)

نشه انسان ته د سپي غپا داسې ايسي چې خوله يې خلاصېږي او بندېږي، خو غپا يې سمه نه اوري، که نثر ته دقت وشي، د سپي غپا هم ترې اوريدل کېږي. 

کله کله د ښه نثر د ايجاد لپاره د کريکټر نوم هم داسې غوره کوي چې د نثر د موسيقيت تر څنګ د هغه عمل ترې ښکاري. د نندارتون په نوم کيسه کې د يوه بهرني انځورګر نوم لوبوش دی، جمله ولولئ:

«زما له ورتګ سره لوبوش برش له تختې سره کېښود.» (پيلبو، نندارتون، ۴۰)

په دې جمله کې د لوبوش نوم په لوستلو داسې فکر کېږي لکه په لاس کې يې چې برش وي، ( د برش والا) د لوبوش، برش، تختې او کېښود له کلمو د برش  اواز هم راوځي چې پر تخته کښېږي.

د اجمل د کېسو په لوستلو د انسان پنځه واړه حواس له خپل عادي حالت نه لوړېږي، مثلاً موږ په عادي ژوند کې مچ ګورو او يا يې شايد په خاموشه کوټه کې د بنګ بنګ اواز واورو، مګر د پسرلي په کېسو کې د مچ سترګې ليدلی شې چې درګوري، د وزرو ټپا يې درباندې اوري، په يوه ژېړه پاڼه کې د يو عمر خوړلي انسان د لاسونو رګونه درښکاره کوي…. دا هر څه د نثر په کمال مخته وړي، د سراب په نوم د يوې کيسې پيل يې داسې دی:

«بنګګګ…مچ و، له بهره د بندې کړکۍ پر ښېښې له ښکته پورته، له پورته ښکته ته» (څروی، سراب، ۶۱)

د بنګګګ سره درې ټکې هم  ايښودل شوي چې دا هم يو ډول اواز کاږي او د بنګګګ ګافونه پسې زياتوي او د مچ اواز ورسره زياتېږي. د ښ تورې تکرار د مچ د پښو کښا راباسي چې پر ښېښه ښوېږي. له دې سره زموږ د لامسې حس هم راپارېږي او پر ښېښه د مچ کښيده په سمه توګه احساسېږي.

لاندې جمله ولولئ چې هم ترې موسيقيت رالټېږي او هم د سمندر د غاړې بوټي راباندې په سمه توګه ګوري.

«د (شګلن سمدرغاړې) تر څنګ رهی وم، دلته هلته غوټه غوټه بوټي رابوټيدلي وو، وړاندې خړه غونډۍ هسکه ايسيده.» (څروی، اخ، ۵۴)

په لاندې جمله کې چې د يوې کيسې پای دی، داسې کاږي:

«د څټک ټک ټک شو…» (پيلبو، هېر، ۷۷)

چې په دې ډول له څټک او ټک ټک نه په خپله د ټک وهلو اواز راپورته کېږي او درې ټکي دا اواز د تللي کس غوږو ته ورو ورو رسوي.

دی داسې نه وايي چې ناڅاپه ور خلاص شو، د دې پر ځای د وره غږ درباندې اوري: ګر شو دروازه خلاصه شوه، يا کغ شو ور خلاص شو، په دې ډول د ناڅاپه خبره لوستونکې ته پرېښودل کېږي، چې په خپله د تاڅاپه خلاصيدو فکر وکړي، دی يې يوازې اواز درباندې اوري.

د ده نثر نه عام نثر دی او نه هم شاعرانه. بلکې د عوامو له خبرو او د شعر له ځينو اجزاوو رغيدلی نثر ورته ويلی شو، د دې دواړو له ترکيبه داسې ګلالی نثر ايجاد شوی دی، چې هم د شعر غوندې وزن و موسيقي لري او هم خيال پاروي او هم د يوه ساده کليوال، ښاري او بهرني کس د خبرو خوند او احساسات پکې نغښتي وي.

دی کله کله له تشبيه څخه هم کار اخلي، د ده تشبيهات نه د شعر په څير دي، چې يوازې تخيلي وي او نه هم د عوامو د کليشه تشبيهاتو په شان. تر خپله وسه يې هڅه کړې چې نوې او د کيسې له منطق سره برابره تشبه ومومي او په خپله کېسه کې يې ځای کړي:

«ځنګل د ډنډ د اوبو په څير تور ښکاريده او دې د سګريټو په کږو وږو حلقو کې په تللي کس پسې کتل چې لرې کېږي، لرې کېږي، لرې کېږي او ورکېږي.» (څروی، تللی، ۵۰)

په دې پورتنيو کلمو کې يوه پټه تشبيه هم ښکاري، تللی کس له هغه لوګي سره تشبيه شوی چې له سګريټه وتلی دی، لکه څنګه چې د سګريټ لوګی لرې کېږي،لرې کېږي او اخېر پسې ورکېږي، همداسې د نجلۍ تللی يار هم پسې لرې کېږي او اخېر پسې ورکېږي. اوکږې وږې حلقې د تللي کس کوږ ووږ تګ هم سترګو ته دروي.

«د برنډې پر ستن يې اوږه تکيه کړې وه، په يوه لاس کې يې عکس و، بل لاس يې د لاس په لرګي نيولی و. يو ځل به يې عکس ته کتل بيا به يې باران ته سترګې غړولې، د باران څاڅکې پر پخې مځکې لګيدل، لټيدل، د اوبو داسې ټکاری و، لکه څوک چې جوار نينه کوي.» (څروی، فوټبال، ۵۳)

په پورتني پراګراپ کې له کريکټر سره د هغه مهال عکس ورسره دی چې يو وخت د فوټبال په لوبغالې کې ترې اخيستل شوی دی، په عکس کې دی په منډه ښکاري او د ګول د بچ کيدو هڅه کوي، مګر اوس يې يوه پښه نشته. د باران د څاڅکو ټکا د جوارو د نېنو له وريتيدا سره ورته ګڼل شوې ده. يانې د ده زړه لمبه کوي او د باران څاڅکې هم د نينو په شان ورته ښکاري. د باران له سړو او يخو څاڅکو  د ده د وريته شويو ارمانونو ټسا اوريدل کېږي. پورتنۍ تشبيه پروډاکسي ښکلا هم لري.

 د ده د کيسو تشبه يوازې تخيلي خوږلت نه لري، داستاني منطق هم لري:

«زرغونې سترګې يې په سره مخ کې داسې ايسیدې لکه د مڼې پاڼې، خو ويښته يې لکه خزان وهلې.» (څروی، څه؟، ۶۳)

په پورتنۍ جمله کې د موسيقيت لپاره د (ښکاريدې) پر ځای (ايسيدې) راوړل شوی. مخ له سرې مڼې سره او دوې زرغونې سترګې د مڼې له دوو زرغونو پاڼو سره تشبيه شوي، چې ډېره راښکونکې او نوې تشبيه ده. هم د شعر مينه پرې ماتېږي او هم د يوې ښکلې نجلۍ د ښکلو سترګو او سره مخ ښکلې انځور پکې ښکاري.

«له ځان سره وموسيده، ګونځي ګونځي مخ يې لکه د جولا جال شو خو ماشي ته داسې نه ښکاريده پرې کيناست، ويې زبېښه. د بوډۍ مخ سوی وکړ دې کلک کلک وموښه، لاس يې په وينو شو.» (څروی، ماشی، ۸۱)

په پاسنۍ جمله کې د غڼې پر ځای ځکه د جولا کلمه راوړل شوې چې له جال سره يو ځای موزونه راځي او د بوډۍ له ګونځو ډک مخ د غڼې له جال سره تشبيه کول نوې تشبيه ده، لکه څنګه چې د غڼې په جال کې ماشي ته خطر وي، د بوډۍ پر ګونځي مخ هم ماشی د بوډۍ په لاس وژل کېږي.

«باد په نرۍ دره کې د اسرافيل د شپيلۍ په ځير تاويده،» (څروی، ټپي، ۹۱)

‍په دې جمله کې قيامت ته ورته جنګي صحنه انځور شوې ده. هغه تنګه دره چې جنګ پکې روان دی، د اسرافيل شپيلۍ ته ورته ده، چې د پوکي پر ځای ليونی باد پکې تاوېږي او قيامتي وهم خپروي.

«د ونې پاڼې ورپيدې، د شمو د اور ژبې هم شمال ته کږې شوې.» (څروی، رپا، ۴۷)

دلته د شمعو د اور لمبې هغه وخت لکه ژبې کږېږي چې د مرګونې ټکر له ځايه چې ښځې او ماشومان پکې وژل شوي دي، موټر تېرېږي. د ونې پاڼې رپېږي، شمعې پر وژل شويو کسانو اوښکې تويوي، خو د موټر په تيريدو يې د سر لمبې لکه ژبې کږېږي. يانې د موټر په ليدو يې ژبه له ساندو غوسې او قهر ته اوړي.

اجمل د ليکنښو استعمال ډېر په احتياط او هنر کوي، بې ځایه سواليه نه راوړي. ډېر کله سوال لوستونکې ته پرېږدي. د نورو ليکوالو په شان بې ځايه درې ټکي نه کاروي. او نه  داسې کلمه راوړي چې واضحه نه وي. عام فهمه ژبه وکاروي، داسې لغات او کلمه نه راوړي چې د وضاحت لپاره يې معنا په لينديو کې وليکي. تر خپله وسه داسې کلمې کاروي چې کابو ټول پښتانه پرې پوهېږي. مکالمه يا د کريکټرونو خبرې اترې هم په معياري ژبه ليکي، مګرله نثر نه يې ښکاري چې مکالمه د څه ډول کس ده. لاندې جملې ولولئ او درو ټکو ته يې ځير شئ:

«غوړ بوی يې… راباندې… ښه نه لګېږي.» (پيلبو، هوسا، ۲۷)

په دې هر ټکي کې د رنځورې بوډۍ د ساه غږ اوريدل کېږي.

د لاندېنۍ مکالمې په ټکو کې د يوې لور ورخطايي اوريدل کېږي.

«مورې… مورې… ښه يې… مورې؟» 

په لاندې درې ټکو کې داسې ښکاري لکه نجلۍ چې خپل پلار ته معناداره ورکتلي وي.

«دغه پنجره چې مرغۍ منګولې پرې لګولي، ګوره نرۍ شوې… مرغۍ غواړي پنجره ماته کړي راووځي.» (پيلبو، پاڼه، ۳۲)

د اجمل پسرلي د کيسو پر ښايسته نثر ډېر ليکل کيدای شي، ما يې يوازې يو نيم ځای ته هسې تته شان رڼا وراچولي ده. نور بايد لوستونکې پخپله د ده د کيسو په بڼ کې وګرځي. مګر په ويده حواسو دې نه ورننوځئ. 

دا لیکنه د شاعر په نوم په يوه لنډه کيسه پای ته رسوم، په دې کيسه کې چې کريکټر يې شاعر دی، د سمندر پر غاړه ګرځي او د يوې نجلۍ نريو پلونو ته شعر ليکي. د دې کيسې له نثر څخه د سمندر د څپو شور او د شعر د څپو جوړښت احساسېږي. لکه څنګه چې د سمندر څپې په يوه بله پسې راځي، همداسې د شاعر په خيال کې هم د شعر څپې ځي او راځي:  

شاعر

څپې له څپو سره ولګيدې. د اوبو غږ د سيګل مرغه له کغا سره ورک شو، اسماني رنګه مرغه ټيټ ټيټ د سمندر پر سر والوت.

ځوان خپلې اوږدې څڼې د غوږ شا ته کړې، له جيبه يې پاڼه راوايسته. څه يې وليکل. وزنګيده راوزنګيده لکه څوک چې له خوندورې نغمې خوند اخلي.

د اوبو بله څپه راغله ده کاغذ ته کتل. څه يې ليکل. په څپې پسې څپه راتله، تله….

کاغذ يې ونغښت. په شګو د دوو کسانو څنګ تر څنګ پلونو ته ودريد. په پښه يې دوه نري پلونه ړنګ کړل. د اوبو تر غاړې يې نري پلونه له شګو ډکول. پلن يې پرېښودل.

پر شګو اوږد وغځيد. د اوبو د هرې څپې له هواريدو سره به د پوست شمال غږ جګ شو. دی کښيناست. هغه پاڼه يې پرانيسته چې لږ مخکې يې د سمندر د غاړې پلونو ته شعر پکې ليکلی و. د پاڼې ترک تروک شو، يو لاس يې پر ويښتو تېر کړ. باد يې کاغذ له لاسه والوزاوه. پسې ټوپ يې کړل. د پاڼې ژۍ پر اوبو لمده شوه. کاغذ يې پورته ونيو چې وچ شي. رنګ يې اوبه يونسي.

مخامخ يې لمر ته، چې نوې يې سترګه کوز سر له وريځو راوتلې وه، سترګې يې وبريښيدې. تر شا يې د خپلو پلونو لور ته مخ واړاوه، له نريو پلونو سره کتار ښکاريدل. شونډې يې ويړې شوې، د شعر په اخره کې يې ليکلي وو:

«شګې وې او پلونه مې يوازې و» (پيلبو، شاعر، ۶۹)

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب