پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+چې غزل مو بې بابا سو...| همت عمرزوی

چې غزل مو بې بابا سو…| همت عمرزوی

زړه زما دي مسلمان وي تفکرمي د پښتون کړه
چې بې تا چاته ټيټ نه سي ننګیالی زما ژوندون کړه
نن د خړخیبر د لوړو سردرو په سنګینو غرو کې د ميړنیو شینوارو د ادبي برم له تاجداره کاله څخه د (حمزه شينواري) ياد کوو، هغه حمزه چې د ادب امیر وو، او د پښتونولی د لاري تنويروو، د تغزل باباوو، اود تصوف اوتفکر باچاوو، د پښتوهنري نثرسالار وو، د خودی او خود داری استاکاروو، پښتو يې ویله او پښتو يې کوله، په خپل کلتوري اصالت يې باور وو، اوپه دې لاره کې بېساری زړه ور وو، د غره اوښار اړیکه يې راستنه کړه، اودا رابطه يې لاهم درنه کړه، پښتو يې په راډیو اوتلویزون کې په شرنګاکړه او د عمرونو فاصله يې سره پخلا کړه، پښتانه ته يې د خپلو اقدارو نرخونه بیان کړه، او د زمانې له ګردو يې ورته عیان کړه، فلسفي فکرونه يې پښتانه کړه، او تللي ارزښتونه يې راستانه کړه، د قام لیدلوری اوتګلوری يې بنسټیزکړ، او د ورورولی ژوند يې سندریزکړ…
حمزه سفر که د حجاز وي نوهم
زه د پښتون له قافلو سره ځم
که کابو څلور پېړۍ وړاندي پښتون ټبر د خوشحال د ننګ اوفرهنګ تابناک اوهمتناک پيغامونه او آهنګونه د وجدان په غوږو محسوسوي، نو له نېکه مرغه په شلمه مېلادي پېړی کې خدای تعالی ج یو بل د تفکراوتدبر لوی انسان ارواښاد امیرحمزه خان شینواری پرې لوروي، داسي معنوي پېرزوینه او نادِره هستونه چې د زمانې په اوږدوکې به ددې لوی قوم فکري_هنري پالنه او لارښودنه په هدفمنداو ابرومندډول کوي، د دوی فکري دنیا به بیا بیا سمبالوي او په خپل تاریخي حقانیت به يې لانور هم باورمند کوي،د غزل بابا به په تغزلي_ هنري پېرایه کې د پښتون د سباوون له قافلو سره همداسي مل اوپه مزل وي، جرسونه، رباطونه او منزلونه به په شعوري ګامونو او تفکري عملونو سره وهي، او د مرامي منزل هدفمندمرادبه په لوړ شان اوخپل اصلي نښان ترسره کوي.
د حمزه بابا ادبي، فلسفي او تصوفي جرئت زمونږ لپاره مثال اومشال دی، دا د نوموړي لوړ هنري کمال دی چې نن هم زمونږ په ذهنونوکې د پښتونولی مترنِمي انګازې شور، ولولې او غزوني کوي، مونږکه هرځلي حمزه بابا لولو نو د خپل فرهنګي اصالت په اساس مو په وارو وارو له ځان سره محاسبې او د ګرېوان کتلوتجربې ته مجبوروي، حمزه بابا مونږد یو سیال قوم په حیث مخاطبوي، اومونږته د ټولیز ځان پېژند سپارښتنه کوي، چې دا په خپل ذات کې لوړه هنري _ادبي کارنامه ده.
ستاد بڼو خبري نېغي وي تل
داسي وي تل د پښتنو خبري
ارواښاد امیرحمزه شینواري د خپل ادبي_ هنري لوی ميراث په پرېښېدلوسره د پښتون د ويښتابه او پښتونولی د خوندیتابه شعوري هڅه اوهاندکړی دی، په حمزه لوستني او حمزه پېژندني کې د سوچه پښتون اصیل ژوند ډېربابونه اومهم مطلبونه نغښتي دي، چې مونږته دا وجیبه راد غاړي ده ترڅو ځان اوجهان ددې لیدلوري اوسیده تګلوري پر بنسټ وپېژنو.
نه هيرېږي مانه پښتونواله په غزل کې هم
ساتمه که ښکلي د غیرت خبري هم کوم
____________
د پښتوغزل د بابا امیرحمزه بابا روح دي ښاد او لاردې تانده اوخوځانده وي.
د ارواښاد حمزه بابا د دېرشم تلین د یادوني اوقدروني په پار.
چې غزل مو بې بابا سو
نو مزل مو بې بابا سو
د ادب دنیا پيکه سوه
دا منزل مو بې باباسو
په پېرزوینه اودرناوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب