جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد دوحې کنفرانس دویمه ورځ؛ طالب ویاند: د وخت ضایع کول دي

د دوحې کنفرانس دویمه ورځ؛ طالب ویاند: د وخت ضایع کول دي

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۳۰ مه) د افغانستان په اړه د دوحې غونډې دویمه او وروستۍ ورځ په داسې حال کې پيلیدونکې ده، چې په دې غونډه کې د طالبانو رژیم د نه ګډون له امله پر دوی توندې نیوکې شوي.

په غونډه کې د افغان ښځو او مدني ټولنې یوې استازې محبوبه سراج ویلي، په دې خواشینې ده چې طالبانو ګواکې په دې غونډه کې د یو شمېر افغانانو د ګډون له امله هلته پلاوی نه دی استولی.

ځینو څارونکو او افغانانو هم په دې کار پر طالبانو نیوکې کړې دي.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي، چې په غونډه کې مهم بحثونه نشته او د ده په وینا، د وخت ضایع کول دي.

هغه دا هم رد کړې، چې ګواکې دوی په انزوا کې دي او هلته نه ګډون به یې دا انزوا لا پسې زیاته کړي.

نوموړي له افغانستان سره د ځینو ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو اقتصادي اړیکو او طالب رژیم سره نسبي تعامل ته په اشارې دا خبره کړې او ادعا یې کړې، چې دوی سره د هېوادونو اړیکې ښې دي.

تمه ده چې نن په دوحې غونډه کې، د غونډې کوربه او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش هم وینا او هم له ګډونوالو سره ګډه ناسته ولري.

د ناستې اصلي بحث، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پر ټاکل کېدو هوکړه ښودل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب