تاند ( دوشنبه، د دلوې ۳۰ مه) د نړیوالو لخوا د خپل رژیم د رسمیت پېژندلو په تړاو د ضدو نقیضو څرګندونو په دوام، د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له مرستیالې کاني وګناراجا او مل پلاوي غوښتي چې د دوی د رژیم د رسمیت پېژندلو لپاره جدي اقدامات وکړي.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې مېرمن کاني وګناراجا افغانستان ته د خپل سفر او برنامو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړل او ويې ویل چې په افغانستان کې موجود امنیت او د طالبانو همکاري د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې فعالو سازمانونو او نړیوالو خصوصي مؤسسو ته دا زمینه برابره کړې، ترڅو له افغانانو سره په غوره ډول خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
نوموړي زیاته کړه، دغه سازمان تیار دی، چې د چاپېریال ساتنې، بشري چارو، کارموندنې زېربنایي چارو او د بې وزلۍ کمولو په برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
ورته مهال مولوي عبدالسلام حنفي مېرمن کاني وګناراجا او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو فعالیتونه او برنامې په ځانګړي ډول د بې وزلۍ کمولو، څښاک اوبو برابرولو، زېربنایي او پراختیایي چارې وستایلې.
نوموړي وویل، د دوی رژیم توانېدلی د اداري فساد او د نشه یي توکو د کر، استعمال او قاچاق په لمنځه وړولو، د پایداره سولې او امنیت په ټینګښت، بې وزلو سره د مرستې، د روږدو کسانو په راټولولو او درملنې او د یو میلیون بېرته راستنو شویو کډوالو د مدیریت لپاره بریالی عمل وکړي.
هغه زیاته کړه، له ملګرو ملتونو سازمان څخه د دوی د رژیم انتظار دا دی، چې پورته اقداماتو ته په پام، د دوی اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.
مولوي عبدالسلام حنفي د چاپېریال ساتنې موضوع ته په اشارې وویل سره له دې چې افغانستان د ګلخانه یي ګازونو په تولید او اقلیمي تغییراتو کې ډېر کم اغېز لري، خو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي تغییراتو له امله شدید زیانمن شوی دی او له ملګرو ملتونو څخه یې وغوښتل د اقلیمي تغییراتو له پایلو سره د مبارزې لپاره چې وروستۍ وچکالۍ یې یوه پایله ده، له افغانستان سره جدي همکاري وکړي.
ملا صاحب کله چې تاسو اهلي او انسانان شئ بیا به مو انسانان په رسمیت وپیژني.