تاند ( دوشنبه، د دلوې ۳۰ مه) د سختو واورو د ورښت له امله د افغانستان له یو شمېر سیمو د ځاني زیانونو او لویو لارو د تړل کېدو خبرونه ورکړل شوي.
د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې ځایي طالب چارواکو او خلکو ویلي، چې تېره شپه په دې ولسوالۍ کې د غره د ښویېدو له امله لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي او یو شمېر نور لادرکه دي.
ویل شوي چې د واورو له امله شاوخوا ۳۰ کورونه هم ویجاړ شوي دي.