پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Home+موږ څنګه کودتا وکړه؟! / عزیز نسین

موږ څنګه کودتا وکړه؟! / عزیز نسین

ژباړن: مسلم داودزی

که چانس راسره یاري کړې وه نن به مو کار لاره. البته یوازې د چانس ناځواني نه وه، موږ خپله هم تېروتنه وکړه!

ټول کارونه د اوبو څکلو غوندې په اسانۍ وشول. افسوس چې هېوادوال مو پر وخت خبر نه کړلای شول. له همدې امله «کار ګنده» شو او لږ پاتې و چې په دار شوي و!

بیا هم زر ځله شکر چې د عمر لوښی مو ډک شوی نه و او له مسلخ څخه روغ را ووتو. یوه ستره ګټه مو هم وکړه: پوه شو تر څو یو ملت د انقلاب منلو ته چمتو نه وي او د زړه له کومې د رژیم بدلون ته راضي نه شي کودتا هېڅ درد نه دوا کوي او که تر هرې کچې رسېدلې وي مازي یوه واړه خنډ سره مخ شي ژر خپل مسیر بدلوي! که باور مو نه راځي زموږ برخلیک واورئ چې باور وکړئ: موږ څو نفره صمیمي او متحد ملګري و، چې خوښۍ مو زړه رالاندې کړی و. که څه هم موږ ټول د مقام، کور او هوسا ژوند څښتنان و پرېکړه مو وکړه چې انقلاب وکړو او واک تر لاسه کړو او خپله هرکاره شو! د دې پرېکړې ټولې خواوې مو وڅېړلې. د انقلاب بشپړه نقشه مو جوړه کړه، د ټولو ستونزو حل‌لارې مو پر کاغذ ولیکلې، د ټولو ملګرو کار او مسوولیت مو روښانه کړ له موږ څخه وړې مسلې هم پټې پاتې نه شوې. په پوره ډاډ ویلای شم د تاریخ په اوږدو کې به هېڅ ملت زموږ غوندې ارزول شوی او بې اشتباه انقلاب کړی نه وي.

موږ یوازې یوه وړه تېروتنه کړې وه، هغه هم د انقلاب ورځ وه! که مو تقویم ته کتلي و یا مو د راډیو هوا حالاتو راپور اورېدلی و، د ژمي لومړۍ ورځ مو چې د واورې او باران د ورېدو امکان یې ډېر دی د انقلاب د ورځې په توګه نه ټاکله چې داسې رسوا شوي نه وو! د ملګرو فکرونه دومره خراب و چې د هوا پېژندنې مدیر ته مو ټیلیفون و نه کړ چې د هوا له حاله خبر شوو. نه پوهېږم چې خبر به یاست که نه، زموږ په ښار کې چې څو دقیقې واوره یا باران وشي ټولو کارونو ته خنډ کېږي تګ راتګ بندېږي، اوبه او برېښنا قطع کېږي، رېل او بس کار نه کوي، د راډیو خپرونې او د ټیلیفونونو کارونه ګډوډېږي.

له بده مرغه زموږ انقلاب په همداسې یوې ورځې کې برابر شو! که موږ په انقلاب کې تجربه لرله او څو ځله مو یې تمرین کړی و د ژمي د لومړۍ ورځې پر ځای مو د اوړي منځنۍ اونۍ ټاکله، د اوړي په ورځو کې زموږ ښار تش وي، ډېری خلک د کلو او بانډو باغونو او د اوړي سیمو ته ځي، یوازې بې رتبې کارکوونکي او ځینې کسبګر او لاس په خوله کسان چې یوه ورځ کار ونه کړي وږي پاتېږي په ښار کې وي، دوی هسې هم په چا کار نه لري او له بل لوري د ادارو او موسسو تصرف اسانه دی، په داسې حال کې هر څوک ان که په ټوکو هم وي انقلاب کولای شي! د یادونې وړ ده چې موږ هر شي ته ټکي په ټکي حساب کړی و یوازې د باران حساب را څخه هېر شوی و. تر دې دمه مې هم چې کله را په یاد شي زړه مې وچ درد وکړي او له ځان سره ووایم: «موږ څومره احمق وو چې دا فرصت مو له لاسه وواته!»

ما ډګرمن ابوالحجاب ته د دې لپاره چې ښکلی غږ مې لاره د ډګروال ابن وال په مشرۍ د راډیو د نیولو چاره راوسپارل شوه. نوید حسین ادل او جنرال المات ذکي د درې عسکرو سره یې د حسنی لذت رستورانټ د نیولو دنده لرله، جګړن مردباني د څلور ملګرو سره یې باید پوسته‌خانه نیولې وه.

د وسلو د ډیپو نیولو دنده د جنرال خیام د ډلګي په غاړه وه. خلاصه تر انقلاب مخکې مو ښه او پر درامده ځایونه په خپلو منځو کې ووېشل. حمدالله کور ته چې مخکې د څلورم رکن افسر و او دوه کاله مخکې تقاعد شوی و د زندان نیول سپارل شوي و که انقلاب مو بریالی نه شو او ونیول شو، له وړاندې په زندان کې را ته ښه ځایونه تیار کړي. د څو نورو صمیمي ملګرو او انډیوالانو په لټه کې و چې د نورو ادارو نیولو ته یې وګومارو.

جگړن شهاب الجناب وویل:

هغه ادارې چې څه ګټه وټه نه لري ولې یې خوشې ونیسو؟ د مالیې او ښاروالۍ ادارې هېڅ ګټه نه لري! د کارکوونکو معاش یې دوه، درې میاشتې ځنډېږي، نو ولې یې پر نیولو وخت ضایعې کړو او زحمت یې وګالو؟ د احصایې اداره خو اصلاً د بحث وړ نه ده… دا نومونه خط کړئ.

ټول موافق وو یوازې جنرال المات ذکي وویل:

تاسو چې له دې ادارو نه سترګې پټوئ نو ولې انقلاب کوئ؟

خو هیچا یې خبرې ته پام ونه کړ او د شهاب الجناب وړاندیز په اکثریتو رایو تصویب شو.

له هر څه وړاندې اړتیا وه، چې د امریکایي چارواکو نظر وپوښتو په دې پوهېدلو چې که امریکایان موږ سره همنظره نه وي زحمتونه مو بې‌ګټې دي. د همدې لپاره مو یو پلاوی وټاکه چې د امریکا سفیر ته ورشي او موافق یې کړي!

زما نوم هم په هغو څلور نفرو کې وو چې وټاکل شول. ځکه چې انګلیسي مې زده وه ملګرو زه د ویاند په نامه وګومارلم او پرېکړه مو وکړه چې زه به د پلاوي په استازولۍ له سفیر سره خبرې کوم.

کله چې د امریکا سفارت ته ننوتلو، چې ګورو پینځه شپږ تنه نور هم د انقلاب کولو په لټه کې شوي دي. ښاغلي سفیر په ورین تندي زموږ هرکلی وکړ. ما په خبرو پیل وکړ له مقدماتي خبرو وروسته مې، وغوښتل چې اصلي مطلب ته راشم، پام مې شو چې په انګلیسي مې د انقلاب کلمه هېره شوې ده.

«ای خدایه، دا په څه بلا واوښتم!» سفیر وازه خوله په تمه دی، چې زموږ له لیدنې څخه موخه څه ده او زه مې په مغزو کې ستړی او نارامه د انقلاب د کلمې پسې ګرځم! هر څومره مې چې زور وکړ د انقلاب کلمه رایاده نه شوه له ملګرو مې وپوښتل، د یوه یې هم بهرنۍ الفبې زده نه وه د انقلاب کلمه خو څه کوې. موټی مې په هوا کې ښوراوه او د سترګو او وریځو په اشارو مې غوښتل ښاغلی سفیر وپوهم چې نن شپه غواړو انقلاب وکړو. ښاغلی سفیر په لومړي سر کې غلط پوه شو او فکر یې وکړ چې ګوندي ورته توهین کوو غوسه شو خو په ډېر زور مو وپوهاوه چې موخه مو بده نه ده او په پای کې مو اصلي قضیه باندې پوه کړ او نظر مو یې وغوښته!

سفیر وویل:

– که بریالي شوئ موږ مو ملاتړ کوو، که مات شوئ موږ مجبور یو له حکومت څخه مو ملاتړ وکړو.

له دې وروسته چې زموږ هوکړه او وعده وشوه له سفارت څخه را ووتو او بې له ځنډه مو خپل کار پیل کړ. زموږ ډلې بې له کوم مقاومت څخه د راډیو سټیډیو ونیولای شوه. موږ دا وعده کړې وه، چې د راډیو له نیولو وروسته کارونه راسم کړو، چې نور ملګري هم خپلې دندې ترسره کړي او د انقلاب د پیلېدو خبر له راډیو څخه خپور شي. لس دقیقې تېرې شوې له ملګرو کوم خبر نه وه، نیم ساعت شو، دوه ساعته هم تېر شول کوم خبر را  ونه ‌رسېده.

په تشویش شو ښاغلي ډګروال ابن وال ته مې وویل:

– لکه چې ملګري یې نیولي او اوس په موږ پسې هم راځي.

ښاغلی ډګروال چې لکه ونه لړزېده ځواب یې راکړ:

ـ که دولتي ځواکونه راشي او له موږ څخه وپوښتي دلته څه کوئ څه ځواب ورکړو؟

– کوربان ریښتیا وایې، موږ دې ستونزې ته هېڅ فکر نه ‌و کړی.

ښاغلي ډګروال وویل:

ـ ماته حل‌لاره راپه زړه شوه.

ـ کوربان څه ډول حل‌لاره؟

ـ که څوک راغلل پوځي پرېټ او سندرې ویل پیلوو.

– ښاغلیه زما هېڅ ډول موزیک زده نه دی.

ښاغلي ډګروال وخندل:

– زما لکه چې زده دی؟ که څوک راغلل باید داسې وښیو چې موزیک وهو.

په خونو کې وګرځېدو. یو سورنی، یو غیچک، یو رباب او د موسیقۍ څو نور وسایل چې نومونه مو یې زده نه وو وموندل. یوه سرتیري ښه سورنی وهلی شو نورو ته یې هم ورزده کاوه.

ښاغلي ډګروال ته مې وویل:

– ښاغليه! ورشئ وګورئ چې ملګري څه کوي؟ ولې یې هېڅ احوال نه راځي؟

ښاغلی ډګروال چې ګوندې دې وړاندیز ته په تمه و، لکه برق له سټیډیو وواته، بیا یې احوال را نه ‌غی، لاړو پسې لاړو. دوه ساعته نور هم تېر شول، کله مو چې ولیدل له ډګروال څخه احوال را نه ‌غی یو سرتېری مې پسې ولېږه چې خبر یې راوړي. هغه هم ولاړه او بیا را نه ‌غی. لږ لږ وډار شوم.

له ځان سره مې وویل: داسې نه چې کار  خراب شوی ‌وي او موږ له هر څه بې‌غمه دلته ناست یو او وړیا او ارزانه دار ته وخېژو؟ له ټولو ښه کار همدا دی، چې لاړ شم حکومت خبر کړم چې یو څو تنه غواړي انقلاب وکړي.

په دې فکر کې وم چې ډلګی مشر راغی او و یې ویل:

– ښاغلی ډګرمنه دوی خو لاړل او بېرته را و نه ‌ګرځېدل داسې ښکاري چې نورو انقلاب کړی، ښه ده چې تاسو ښاغلی هم میکرافون چالان کړئ او خلکو ته خبر ورکړئ چې انقلاب شوی او څوک باید مقاومت ته را و نه ‌وځي!

ځواب مې ورکړ:

– ډلګی‌مشره! په راډیو کې د دې خبرې ویل ډېر اسانه دي، خو فکر وکړه که زموږ ملګري یې نیولي وي، له راډیو نه د دې خبرې خپرول څومره ریشخند دی.

ډلګي‌مشر ومنله او و یې ویل:

– ښه وایئ تاسو په حقه یاست!

و مې ویل:

– لږ نور هم په تمه کېږو که احوال یې رانه‌غی له یوې لارې به ورسره اړیکه ونیسو. لږ وخت تېر شوی نه و چې برقونه هم لاړل، ژر مو کوڅې ته منډه کړه، په ټول ښار کې لږ رڼا هم نه وه، نه کوم موټر او یا د لېږد رالېږد کومه بله وسیله.

د انقلاب مرکزي ودانۍ ته پلی لاړم جګړن ابوالفتح خان هلته وه ومې پوښتل:

– ښاغلی جګړنه څنګه شو څه خبرې دي؟

ځواب یې راکړ:

– که زه پوهېدلم چې انقلاب دومره اسانه دی، هغه وخت چې تورن وم انقلاب مې کاوه او په یوځل مارشال کېدم!

ومې پوښتل:

– اوس نن شپه مو څه وکړل؟

ځواب یې راکړ: ټول مو ونیول!

– څوک مو ونیول؟!

– یوې بلې ډلې هم چې غوښتل نن شپه انقلاب وکړي، مخکې له دې چې دولت خبر شي موږ پوه شوو او ټول مو ونیول. له لږ ځنډ وروسته خبر شوو چې په هغه شپه څلورو ډلو غوښتل انقلاب وکړي.

جګړن ته مې وویل:

– تاسو چې کارونه خلاص کړي موږ مو ولې خبر نه‌کړو، چې د راډیو له لارې مو ټول خلک خبر کړي وو؟

جګړن ځواب راکړ:

– کومه وسیله مو نه لرله چې درته خبر درکړو.

– زنګ به مو کړی و!

– ټیلیفونونه کار نه‌کوي.

– تاسو باید د ټیلیفون لینونه پرې کړي نه و.

– موږ پرې کړي نه دي، ماذیګر یو څو څاڅکی باران اورېدلی لینونه جړ شوي!

– ښیه، په موټر کې به مو کوم یو رالېږلی و، چې خبر کړي وو.

– ته لکه‌چې نه ویني چې باران اورېدلی او کوڅې یې په څه حال کړې دي، په دې خټو او چکړو کې موټر کله حرکت کولای شي؟

ومې پوښتل: 

– نو څه وکړو؟ څنګه ملت خبر کړو چې موږ انقلاب کړی دی؟

جګړن اوږې پورته واچولې او ځواب یې راکړ:

– څه پوهېږم، ته د تبلیغاتو مسوول یې او له ما پوښتې؟! هر سړی باید خپل کار وکړي.

بېرته سټډیو ته راغلم… چې د راډیو له لارې دا مهم خبر ټولو ته ورسوم. په لاره کې د ډلګي‌مشر خیرالله سره مخ شوم. بې‌چاره د دې لپاره چې د کوڅې په سرېښ خټو کې وګرځېدای شي، خپلې موزې په لاسونو کې نیولې وې او په زورکو زورکو را روان وو.

موږ یې چې ولیدو ویې ویل:

– ته او خدای وګوره په څه حال یو.

ومې پوښتل:

– ته د کومې برخې مامور یې؟

په خندا یې ځواب راکړ:

– زه د بانک د نیولو مامور وم خو کله‌چې ورسېدم و مې لیدل چې صندوق تش دی او هېڅ سکې پکې نشته، نو مالې نیول یې څه ګټه لري. همداسې لاړم د خزانې ادارې ته چې ویې نیسم! هلته هم هېڅ نه وو… غواړم د ستاد دفتر ته لاړ شم چې څه خبرې دي.

ډلګی‌مشر په زورکو زورکو لاړو او زه هم په سندرو ویلو د راډیو په لور روان شوم. هغه بریدمن چې د راډیو د ساتلو مسوول و، نه پوهېږم چې زړه یې تنګ شوی و او که خوب یې راغلی و دروازې یې د خدای امان ته پرېښې وې او تللی و. دستګاوې مې چالانې کړې او میکرافون مې راواخیسته او په زنګېدلي غږ مې چې هڅه مې کوله خوشحالونکی او ښکلی اوسي خبرې پیل کړې:

«ګرانو هېوادوالو! اتل ملته! د هېواد د یوه ډله زړه‌ورو افسرانو او روښانفکرانو په هوډ سره مو هېواد د یوې ډلې غلو او مفسدینو څخه چې ستاسو منابع یې چور کولې وژغورل شو.»

په ډېر شور او جذبې سره مې چغې وهلې چې ډلګی‌مشر خیرالله راننوته او ویې ویل:

– ناحقه ځان مه ستړی کوه، لکه چې باران نه وینې، دستګاوې جړ شوې دي او غږ نه خپرېږي.

– نو څه وکړو، خلک څنګه خبر کړو چې موږ انقلاب کړی دی؟ ټولو خلکو ته خو لیک ورلېږلای نه شو چې هر سړي ته لیک ولیکو او ووایو چې موږ انقلاب کړی دی!

ډلګي‌مشر خیرالله ځواب راکړ:

– بیا خو ټیلیفون ښه دی …وګوره که ټیلیفون کار کوي ملګري خبر کړه او ورته ووایه چې نورو ته هم زنګ وکړي.

د یوه ملګري شمېرې ته مې زنګ وکړ، له هغې خوا یوه خوبوړي غږ وویل:

– بلی!

ومې ویل:

– دا د انقلاب کمېټه ده!

مقابل لوري وپوښتل:

– څه؟ کومه کمېټه؟

ومې ویل:

– موږ انقلاب کړی.

خوبوړي سړي ځواب راکړ:

– خدای دې له تا راضي وي. خدای مو ژوندي لره. له ډېره وخته د دې خبر اورېدو ته په تمه وو. ښاغلیه نوم دې چشی دی؟

ومې ویل:

– ډګرمن ابوالحجاب یم. انقلاب ډېر ښه وشو. هیله کوم نور هم خبر کړئ!

خوبوړي سړي وپوښتل:

– ته اوس له کوم ځایه غږېږې؟

– زه له راډیو نه درسره غږېږم.

خوبوړي سړي ځواب راکړ:

– زه د پولیسو مشر یم. همدا اوس درځم درته به د انقلاب خوند دروښیم.

داسې ټکان مې وخوړ چې غوږۍ مې له لاسه ولوېده او که ډلګی‌مشر خیرالله نه و نو بې‌سده کېدم او غورځېدم!

ډلګي‌مشر خیرالله وپوښتل:

– څه خبره شوه؟

ځواب مې ورکړ:

– ژر کوه تښته چې راځي او نیسي مو.

– دا څه وایې؟ څه خبره شوه؟

ومې ویل:

ټېلیفونونه جړ شوي د ملګري پر ځای مې د پولیسو مشر ته زنګ کړی!

د دې موضوع په اورېدو سره د ښاغلي ډلګي‌مشر پښو په لړزېدو پیل وکړ. لاس مې یې پر خپله اوږه واړاوه او لاړو تر سهاره هملته نېږدې د یوه پله لاندې پټ شوو.

سبا سهار خپل کار ته لاړو، لږ وروسته د ادارې رییس زه خپلې خونې ته ور وغوښتم او ویې ویل:

– د کشفي ارګانونو څخه یو خبر رارسېدلی وایي که بېګاه شپه باران نه و شوی یوې ډلې انقلاب کاوه او د دولت واګې یې ترلاسه کولې.

ومې ویل:

– ښاغلیه امر وکړئ چې انقلابیان ژر ونیسو.

رییس ځواب راکړ:

– نه مه کوه ولې یې پر ځان خرابه کړو پرېږده یې چې انقلاب وکړي او موږ له دې بلاګانو څخه وژغوري.

یوازې دومره وکړئ، چې الوتکې چمتو وي، پاسپورټونه هم تیار کړئ کافي پیسې هم درسره وساتئ، چې که څوک انقلاب وکړي، چې موږ ژر وتښتو.

له هغې نېټې څخه پینځه کاله تېر دي. زموږ ښه ملت لا تر دې دمه خبر نه دی، چې پینځه کاله پخوا به دا دولت رانسکور شوی و، خو افسوس چې باران وشو او زموږ کار یې راخراب کړ.

موږ لا تر دې دمه هم منصرف شوي نه یو، تصمیم لرو چې په سم وخت کې انقلاب وکړو خو دا ځل به تېرې تېروتنې نه کوو.

لومړی خو دا چې په اوړي که به کودتا وکړو، دویم دا چې رییسانو او لوړ پوړو چارواکو ته به مخکې خبر ورکوو، چې خپل د تېښتې وسایل ژر تیار کړي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب