شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبژبه او لیکدودئ په پښتو تپل شوې | ډاکتر ماخان میږی شینواری

ئ په پښتو تپل شوې | ډاکتر ماخان میږی شینواری

په خواشینۍ باید ووایم، چې زه په ګرامر، چې  اسم، فعل،صفت یا ستاین نوم اوکه نور څه شیان دي نه پوهیږم. خو بیا هم ګومان مې دۍ، چې په ژبه پوهیږم او د ژبلارې سره سم پرې لیکنې او خبرې کوم، خو په خواشینۍ باید ووایم، چې په ژبه کې دې ناسمونومو وناسمو ویونو ته یواځې زما فکر شوی، ځکه د بل چا لیکنې په دې هکله نه ګورم.

زه هم دا له دې امله لیکم، چې خبروته یې راواچوو او ژبه مو له ناسمونو سره مخامخ نه کړو.

راځم خپلې موخې ته  او هغه دا ،،ئ ،، ده

دا (ئ) په پښتو تپل شوې،هیله ده، چې ددې د کارونې څخه ځانونه وژغورو.

ولې؟

دا ،، ئ ،، همداسې ویلکیږي، لکه ،، ۍ ،، نوبیا ولې دا ،، ئ ،،.

ځنې وایي، چې دا یوه د فعل اودا بل د نوم او پرونوم  له پاره ده، خود صفت له پاره هم بله په کې نه شته.

دا به ومنو، چې دا دې داسې وي . پوښتنه موداده، چې ایا په دې نوروییګانو کې داسې نه ده؟ ، هغه په اسم، فعل اوصفت کې نه راځي؟

که راځي، نو د هغو له پاره بیا ولې نورې ییګانې نه لیکل کیږي؟

که داسې مخته لاړ شو، نوکومان مې دۍ، چې موږبه بیا په پښتو کې شل یا څلرویشت ییګانې ولرو.

دا  تازه په پښتوتپل شوې،،ئ ،، یواځې اویواځې د پښتو ناسمون دۍ.

وایي چې، تول نوي خواږه دي پرته له مرګه، نو ،، ئ ،، نوې په ژبه راتپل شوې، تل یې کاروو.او  چې ګورم، دایواځنۍ يې ده، چې تل یې دا ناسمون سم لیکو.

د  توري یا  نور هم ښه یې ، د غږ لرونکي توري له لارې نوم او فعل نه ټاکل کیږي. دا ،،ۍ،، یو غږدۍ اود هر څه سره راځي اوتر اوسه راتله، خوولې دې بیا د ،، ئ ،، له لارې، چې همهغه د،،ۍ ،، غږ په ځای یې بې له اړتیا راولو او له دې لارې  فعل وټاکو.

موږ په پښتو کې داسې یوه ،، ئ ،، نه لروده، چې له عربي مو پور کړه اوبله په عربي کې هم نه شته، چې د نورو ….له پاره یې راوړو، نو که دا ،، ئ ،، همهغو عربوته پرېږدو په ژبه کې مو نه دا چې کموالی نه راځې، ژبه موله ناسمون څخه ژغوري او که نه، نو د څه سره به مامخ شو؟

که د فعل یا کړ  یې بدلیږي، نو باید د ټولو پرونومونو له پاره دا کار وشي. نو ددې له پاره ځما وړاندیز به په لاندې توګه وي.

او که نه، نو له ،، ئ ،، هم تیر شۍ. ژبه هم ګډوډي نه مني.

وړاندیز:

پرونوم ……. کړ .. پخوانۍ ییګانې…اوس

ته  ………….ډوډۍ…..خورې……خورئ

تاسو……….. ډوډۍ….. خورۍ……خوری+

هغه، هغوي.. ډوډۍ……خوري……خوری+

که ما، موږ ..ډوډۍ…..خوړی……خوړی=

دا بیا کیدی شي د کړ او پوښتنې اونوروحالتونو له پاره هم نورې ورزیاتې کړي، کیدوني دي.

هیله ده، چې ټول به خبرې پرې وکړو

په شمیرپوهنه کې یوه لار( قانون) ده، چې که یوه لار د ۱ له پاره باورولري او هغه د ن له پاره هم باورولري، نوهغه بیا د د ن + ۱ له پاره باوري او همداسې دا بیا د  ټولو پیداېښتي ګڼونوله پاره باورلري. دا داسې نیمه نیمخوره دۍ، خو راسره ویې منۍ.

دلته هم چې یوڅه د یوه پرونوم کړ ،،یې،، بدلون له پاره باوري وي، نوهمهغسې لاربیا باید د نورو پرونومونو کړ ،، ییګانو،، له پاره هم باورولري.

په ژبه کې بیا پوښتنغونډالې راځي او نورګرامري څه، نو بیا به د هغوسره څه کوو؟

او که داسې وي، چې د  شپږ پرونومونو څخه د یوه پرونوم کړ له پاره بله ،،ئ ،، په خپله خوښه ټاکۍ، نو بیا به د دې نور پرونومونو پرته ددې نورو غږلرونکو تورو سره څه کوو؟

ایا د هغو څخه به هم د  کوم یو له پاره بل ډول غږټوری پیدا کوو؟

که بې لارې یو، خوباید دا بی لاري پرېږدواو که داسې نه انګیرو، نوبیا دا باید ټولیزه شي، یعنې د ټولو غږ لرونکوسره باید د کړ له پاره بل غږلرونکی وټاکو اود ټولو شپږ نومځاینیوو او همداسې د نومونوله پاره، چې دا به بیا موږ له خپلې ژبې پښیمانه کړي.

همداسې: تنباکو کرو کې هم باید دا کرو له پاره کرؤ ولیکو اوداسېنور.

ژبه مو ملکیت نه دۍ اودا پیداېښتي حالت یې د هرڅه له پاره بسیا کوي اوکه نه نوبیا خو ورته ناسم څه نه ټاکو.

یا تاسو د دې کار دلیل ویکۍ، چې ولې؟

راځۍ چې په ګډه دا د عربو ،،ئ ،، له پښتوبیرته لرې کړو، ډېرې یيګانې لرو.

په پای کې:  زه له ټولولوستونکو ډېره بخښنه غواړم او ستاسو د هر ډول ځږې ګوتنیونې هرکلی وایم.

7 COMMENTS

  1. ښه ټکي ته مو اشاره کړې ډاکتر صیب!
    خو که دا تپل شوې ی ده نو بیا به د کومې ژبې ی وي؟ په هر صورت د هرچا خپل نظر دی خو زه وایم چې دۍ او ئ توپير او ضرورت لاندې جملو ته په کتو سره کوی شو:
    کړۍ
    کړئ
    احمد له شاهد څخه کړۍ تاوه کړه او ورته یی وویل لدې ځایه نه شې تلای ترڅو مې پور پرې نه کړې!
    ښوونکي وویل: شاباس خپله یې حل کړئ!

  2. د محترم ډاکټر صاحب شینواری د بِکری او سوچه پښتو له متن څخه می مزه او ګټه پورته کړه
    امّا یوه لنډه ننواتي
    ما خپله د تېری دوشنبې د مازدیګر تر څلور نیمو بجو پوری د ییګانو د مراعات اعتناء نه درلوده خو چي کله می ځان د( له کلی ووځه خو له نرخه مه وځه )په معامله کی ګیر ولید نو می ییګانی تر یو ځایه زده کړې او هڅه کوم چي دا چیچان یعنی ییګانی راضی او خوښي وساتم( آیا مهمه نه ده چي ییګانی هم ما راضی وساتی؟ لکه چي نه)
    ګران ورور شفقزی صاحب هم قناعت بخښونکی استدلال وړاندی کړی دی خیر دی یوسی
    د ئ په وړاندی د استاد شینواری حساسیت راته د درک وړ نه دی او نه پوهېږم چي د ئ په تذکره کی د عربیت هویت ولی شینواری صاحب ته د زغم وړ نه دی؟
    د پښتو او اُردو او فارسی او کُردی او مخکنۍ تُرکی ژبی ټول اسکلیټ د عربیت له کلسیم څخه تشکیل سویدی خو آرزو! لرو چي بدن مو له عربی توکو څخه پاک!!! وی
    بله خبره دا چي
    مثال له ممنوعاتو نه دی
    زه چي کله مسلمان سوم نو راته وویل سوه چي د لمانځه د نیت پر وخت لاسونه غوږونو ته پورته کړم خو په څنګ کی می ولاړ ځینی وړونه لاسونه د غوږو پر ځای مثلاً جیب ته وړی
    په بله ژبه
    کله چي د ییګانو په مذهب مشرف سوم نو راته وویل سوه چي شیدې په اوږده ې لیکلی کیږی خو د ییګانو په صف کی می ولاړ ځینی وړونه خلاف له هغه څه تر سره کوی کوم چي قانون تثبیت کړی وه
    اوږده ې یوازی او یوازی د شیدې او مستې او ادې او ورته جنس سره د تطبیق وړ دی
    خو
    لیدل کیږی چي
    ولی
    په( ولې )لیکلی کیږی
    اوس نو که ووایو یا ولیکو چي
    شیدې ولې( ولی) توی سوې
    نو پدې صورت کی باید( شیدې) او( ولی) د عین تلفظ درلوونکی وی حال دا چي داسی باید نه وی او داسی نه ده هم
    نو
    که ما غوندی تازه مسلمان، لاسونه د غوږو پر ځای جیب ته یووړه نو د څنګ کس به حق ونلری چي ما په څاپېړه ووهی ځکه ځینی نور زاړه مسلمانان هم ددې ډول بدعت تر سره کوونکی دی
    که څنګه؟

  3. له تاسو دواړو منلو شرفزي صیب اوغلام حضرت صیب څخه ډېره مننه.
    پوهیږم، چې زه زما په لیکنو د نورو لیکونکود ګوتڅنډنې سره مخامخ کیږم.
    لنډ: د ،، ۍ ،، او ،، ئ،، ویینه یوډل ده. دا ،، ئ ،، په عربي کې شته او موږ هم په پښتوکې پوره څلور ییګانې لرو، چې ځموږله پاره بسیا کوي.
    ییګانې یواځې د غږ دنده لري. د ییګانوله لارې موږ نوم، کړ اویا ضمیر نه شو توپیرولی او نه شو ټاکلی.
    دا ،، ئ ،، يواځې اورېدونکو (جمع) له پاره زموږلیکوالان کاروي، نوبیا اورېدونکی (مفرد) غایبانو اوخبرې کوونکو له پاره خو هم باید ییګانې وکارول شي.دا ما په ټولوهڅو پورته روښانه کړې. دا خو ځما غوښتنه اود چا غوښتنه نه ده. دا زما اند یا ناسم دۍ اویا دا د کړ له پاره ، چې ،، ئ،، کاروي د دوي. دا باید په دلایلووښولشي.
    بیا هم له تاسوډېره مننه. دا خود سړې سینې خبره نه.

  4. دروند غلامحصرت صیب.
    که شیدې ډېر ې په اورکښښول شي اووچې نه شي، نووایو چې :
    په اورکیښول شوې شدې ولې نوې وچې شوې؟
    دا خوداسې ده او سمه ده.دا مو د ژبې لارده اوپرې پوهیږو.

  5. یا ګانې د پښتوژبې واولونه دي چې د « الف ، هه او واو» ترڅنګ استعمالیږي . که څه هم هه یې د غږ لرونکې حرفو کې نده حساب کړي په عربي که « و ا ی » دی.
    زمونږ ژبه سامي یا عربي جوړښته نه لري ، بلکه د هندو اروپایی ژبو د ختیزو څانګو یوه برخه ده .
    دا واولونه په روسي ژبه کې هم ډېر دي خو هغوي هریوه ته بېل بېل تورې جوړ کړی دي . په آلماني او هالندي کې هم داسې غږونه شته چې دوي ورته مرکب تورې ټاکلي او دا مشکل یې کم کړیدی. مثلا
    Jij . ei ui ai ay eo oe
    مګر زمونږ مشرانو بیا دا ستونزه پر لیک دړې یا کیبورد وراضافه کړېده .
    ئ معمولا د امریه جملو په آخره او یا د جمع په حالت کې د فعل د ګردان لپاره راځي.
    خو ۍ بیا د ښځینه نومونو او صفتونوپه آخر کې راځي مثلا په هېوادنۍ مینې سره،
    ولسواکۍ ، ولسوالۍ ، څارنوالۍ ،
    د تورپېکۍ په کور کې نرۍ ښکې غالۍ د سپرغۍ په لوېدو سره وسوځېدله.
    زمونږ د پښتو ژبې ښوونکي وویل ، ژرکوئ چې هغوي ځي او تاسو بل ځل آزموینه نشئ ورکولاي.

  6. منلی بریال صیب اوبیا هم له ټولو مننه.
    یو څه چې سمیږي، د خبرو یا لیکنو له لارې داکار کیدونکی دۍ.
    په ژبه کې لار شته، چې هغه ټولیزباورلري.
    که یوڅه د ،،تاسو،، له پاره باورلري، نوهغه د ،،ته، زه،موږ، هغه،هغوي،، له پاره هم باید باورولري.
    اودا ،، ئ،، چې عربي یې ده دا په خټه کې ګوډی الف دۍ، چې نمونه یې په ،، مسئول،، کې لیدی شو. دا چې پښتانه هم مسئول لیکي، نو دا ګډی الف ورته اړیین دۍ.
    موږ دا څلور ییګانې لرو، چې له همغه لومړیو څخه زموږد لیکنوله پاره بسیا کوي.
    که ډوډۍ خورۍوي نوډوډۍ خورې هم شته او که ډوډۍ خورئ، نو بیا د ډوډې خوري،ډوډۍ خورې سره څه کوو. دا خو همغه خوړل دي اوییګانې.

  7. ډاکتر صیب
    که چېرې د پښتو د اوسني لیکدود تر څنګ پښتو په لاتېني لیکلو ته کار وشي، نو دا ستونزه به د وخت په تېرېدلو پخپله حل شي. ځېني وګړي وایي، چې د پښتو په اوسني لیکدود کښې ډېرې لیکنې او کتابونه لیکل شویدي. نو ددې لپاره به هم د وخت په تیریدو سره لاره پیدا شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب