جمعه, مې 3, 2024
Homeکلتورپه بهرنیو هیوادونو کې په مورنۍ ژبه د زده کړو ارزښت او...

په بهرنیو هیوادونو کې په مورنۍ ژبه د زده کړو ارزښت او لارې چارې

علم ګل سحر   

ماته دا نصیحت کړی پاچا خان دی
څوک چې خپله ژبه سپکه ګڼي، سپک شي
دغه ګفت د داسې لوی ملنګ د خولې دی
څوک چې خپله ژبه ورکه کړي، نو ورک شي     

د مورنۍ ژبې د ارزښت په اړه ډیرې لیکنې او خبرې شوې دي د دغه سیمینار په بهیر کې هم یو شمیر مقالې همدې موضوع ته وقف شوې دي په لنډ ډول که ووایو هر انسان له خپلې مورنۍ ژبې سره عاطفي پیوند لري ماشوم د خپل چاپیریال د اشیاو درک د مورنۍ ژبې په وسیله کوي، د لغاتو ذخبره یې په مورنۍ ژبه وي. موږ خوبونه پخپله مورنۍ ژبه وینو فکر پخپله مورنۍ ژبه کوو مورنۍ ژبه تر هویتي هغه زیاتره علمي اړخ لري کولی شو ووایو چې له مورنۍ ژبې پردی والی له ځانه پردیوالی دی.

څیړنو ښودلې که ماشوم ته پخپله مورنۍ ژبه زده کړې ورکړل شي ذهنیت یې ښه وده کوي او په روحی سلامتیا یې زیات اغیز لري مورنۍ ژبه د ماشوم پر ځان باور زیاتوي او پخپل فرهنګي هویت ویاړ یې شخصیت ته لا تبارز ورکوي دغه راز په کورنۍ کې د عواطفو او د ماشوم او میندو پلرونو ترمنځ د عاطفي اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لري. هغوی چې له مورنۍ ژبې محروم ساتل کیږي له پرمختګه پاتي کیږي هغه مفاهیم چې په ماشومتوب کې یې له خپلې مور څخه اوریدلي که په بله ژبه ورته ښودل کیږي دومره هغه ته د درک وړ نه وي څومره چې د خپلې مورنۍ ژبې مفاهیم ورته د دقیق درک وړ وي ځکه په دوهمه ژبه د دې مفاهیمو را اړول په هر عمر کې ستونزمن وي. یونسکو وایي هغوی چې نه شي کولی پخپله مورنۍ ژبه خبرې وکړي، ولولي او ولیکي نالوستی ګڼل کیږي.  نو دا پر موږ لازمه ده چې خپلو ماشومانو ته چې هر ځای وي او په هر ډول شرایطو کې په مورنۍ ژبه د زده کړو زمینې برابرې کړو.

له بده مرغه باید ووایو چې افغان ماشومانو ته په مورنۍ ژبه د زده کړو زمینې هم په هیواد کې دننه محدودې دي او ډیری ماشومان پخپله مورنۍ ژبه له زده کړو بې برخې دي او له هیواده بهر خو واقعآ دا مسله د ډیرې اندیښنې وړ ده.

په هیواد کې دننه په پلازمینه کابل او زیاترو ولایتونو په تیره شمالي او جنوب لویدیځو ولایتونو کې اکثریت پښتو ژبي ماشومان په بله ژبه زده کړې کوي همدغه تبیعیض د ازبکي ژبې له ماشومانو سره هم روان دی. په پښتونخوا کې خو پښتو ژبه هم له دفتر وتلې هم له مکتبه. په دې برخو کې دمخه هم بحثونه شوي او سیمینارونه جوړ شوي دي. را به شو په بهرنیو هیوادونو کې د مورنۍ ژبې د زده کړو مسلې ته.

له بده مرغه باید ووایو په بهر کې په تیره اروپا کې د مورنۍ ژبې د ساتلو لپاره اړوند مسوول ارګانونه هیڅ ډول پلان او پالیسي نه لري.  دلته کولی شو ووایو چې ټول ماشومان په مورنۍ ژبه له زده کړو بې برخې دي او په ځینو کورنیو کې خو له منځه تللې یا هم د له منځه تللو په حال کې دي.

په بهرنیو هیوادونو کې د مورنۍ ژبې په وړاندې زیاتې ستونزې شته دلته زموږ ماشومان هم زده کړې په نورو ژبو کوي او هم خپل ټول وخت د نورو هیوادونو له ماشومانو سره تیروي. پخپله ژبه نه څه اوري نه څه لولي. خو په نورو ژبو هر څه ورته مهیا دي. بل خوا دلته هم زموږ ځینې ګاونډي هیوادونه کوښښ کوي افغانان په فرهنګي لحاظ تر خپلې اغیزې لاندې وساتي. څه موده دمخه مې په آلمان کې د یوه ګاونډي هیواد د سفارت د فرهنګي چارو له مسوول سره خبرې کولې، هلته پوه شوم چې نور څومره په دقت او همغږي سره کار کوي او دلته هم لا موږ ته غله دي خو موږ څومره بې غوره یو.

ځینو وطنپالو افغانانو پخپلو هڅو سره په ځینو اروپایي هیوادونو کې افغان ماشومانو ته په مورنۍ ژبه د تدریس کار پیل کړی دی. دغه ستر خدمت همدلته په سویډن کې محترم غمخور صاحب کوي چې د ډیرې زیاتې ستاینې وړ دی، د جرمني په کولن ښار کې محترم استاد پیښوري شینواري هم دې ته ورته هلې ځلې پیل کړې دي او ممکن نورو هیوادونو کې هم با احساسه افغانانو په دې لاره کې هڅې کړې وي. خو دا ډیر کم دی او نه شي کولای ټولو افغان ماشومانو ته ورسیږي. نو څه کول په کار دي. راځئ په دې اړه پراخ بحثونه وکړو د حل لارې ومومو او د عملي کیدو لپاره یې لاس په کار شو.

ځینې وړاندیزونه او مشورې:

په بهرنیو هیوادونو کې اوسیدونکو ماشومانو لپاره د خپلې مورنۍ ژبې ساتل ډیر ارزښتمن دي

په بهر کې زموږ ماشومان په بهرنیو ژبو زده کړې کوي د اوسیدو په سیمه کې هم په پردۍ ژبه خبرې کوي ځینې خو لا په کورونو کې هم د هماغه هیواد ژبه پخپلو مینځو کې وایي. د وخت په تیریدو سره یې مورنۍ ژبه یو مخ هیریږي

د مورنۍ ژبې په اړه د دولتي ارګانونو دندې:

په بهرنیو هیوادونو کې باید د مورنۍ ژبې د تدریس یو ځانګړی نصاب رامنځ ته شي د اوسنیو درسي کتابونو تر څنګ لازمه ده د بهر میشتو افغان ماشومانو لپاره نوي درسي کتابونه برابر شي.

که د اوس لپاره په ځینو بهرنیو هیوادونو کې د افغانانو لپاره د ځانګړو ښوونځیو جوړول ستونزمن وي کیدای شي له موجودو امکاناتو څخه ګټه واخیستل شي. د مثال په توګه په زیاترو ښارونو کې افغانان خپل جوماتونه لري په کار ده د نورو دیني زده کړو تر څنګ چې هغه هم باید په مورنۍ ژبه وي همدا درسي کتابونه هم تدریس شي. د دې لپاره دې د جوماتونو ملا امامانو او بهرمیشتو افغانانو لپاره حق الزحمه په پام کې ونیول شي.

دغه راز بهر میشتي افغانان کولای شي پخپلو سیمو کې د فرهنګي ټولنو په جوړولو سره د همدې ټولنو له لارې د حکومت په مرسته په فارغ وخت کې د خپلو ماشومانو لپاره په مورنۍ ژبه د تدریس زمینه برابره کړي.

په ځینو هیوادونو کې افغانانو خپل تلویزیونونه او رادیوګانې جوړې کړې دي زموږ مسوول دولتي ارګانونه باید د مورنۍ ژبې د زده کړې په برخه کې د هغوی له امکاناتو څخه هم ګټه پورته کړي.

دولت باید په افغانستان کې د ماشومانو لپاره لیکل شوي کتابونه واخلي او په بهر کې یې د سفارتونو او بهر میشتو افغانانو د فرهنګي ټولنو له لارې افغان ماشومانو ته وړیا وویشي.

په هغو هیوادونو کې چې ډیری افغان مهاجرین ژوند کوي باید د فرهنګي آتشو دفترونه ایجاد شي. دا دفترونه لکه اوس باید هسې په نوم نه وي بلکې باید لازمه بودجه ولري تر څو وکولای شي په مورنۍ ژبه د افغان ماشومانو د زده کړو مهمه چاره هم پر مخ بوځي.

د همدې دفترونو له لارې دې د کوربه هیوادونو په ژبو د لیکل شویو کتابونو د ژباړې بهیر په پراخه کچه پیل شي.

په اوس وخت کې زیاتره ماشومان په کمپیوتري ګیمونه خپل وخت تیروي او دا ګیمونه ټول په نورو ژبو دي په کار ده دغه ګیمونه زموږ پخپلو ژبو پښتو او دري وژباړل شي او د کورنیو مشران یوازې هماغه ګیمونه د خپلو ماشومانو لپاره وپیري.

لازمه ده په بهر کې د افغانانو فرهنګي ټولنې د افغان دولت له اړوندو ارګانونو سره ثبت شي او بیا د دولت د همدې ټولنو له لارې د بهر میشتو افغان ماشومانو لپاره د مورنۍ ژبې د زده کړو پروګرامونه عملي کړي.   

بهرمیشتو افغانانو ته وړاندیزونه او مشورې:

بهرمیشتي افغانان په دې برخه کې تر ټولو مهم رول لري. که دوی دې ته پاملرنه وکړي اولادونه به یې خپله ژبه هیڅ وخت او هیچیري هیره نه کړي. له بده مرغه باید ووایو چې ځینې کورنۍ شته چې په دې ویاړي اولادونه یې پخپلو مینځو کې بهرنۍ ژبه وایي او ویاړي چې اولادونه یې په بهرنیو ژبو ښه پوهیږي او لیکنې هم ورباندې کوي خو دې ته یې پام نه وي چې خپله ژبه یې هیره شوې او یا د هیریدو په حال کې ده. استاد الفت فرمایي:
نورې ژبې زده کول که لوې کمال دې
خپله ژبه هیرول بې کمالی ده

د نورو ژبو زده کول تل ضرور دي په تیره اروپایي ژبې، نه یوازې دلته د میشتو افغانانو د کار، زده کړو او ژوند لپاره ضروري دي بلکې د دې لپاره هم مهمې دي چې زموږ ځوانان وکولای شي له دې ژبو څخه ګټور اثار خپلې ژبې ته را وژباړي.

ویل کیږي کله چې په چکوسلواکیا کې شوروي پلوی رژیم رامنځ ته شو د دې هیواد هغه روشنفکران چې له نوي دولت سره مخالف و د لویدیځې اروپا هیوادونو ته مهاجر شول خو له مهاجرت سره سم یې ټولنې جوړې کړې نه یوازې په کوربه هیوادونو کې یې خپله ژبه او فرهنګ وساته او وپاله بلکې خپلې ګټل شوې پیسې به یې د خپل هیواد د ماشوماتو د تعلیم لپاره چکوسلواکیا ته استولې. دوی د رژیم مخالفت وکړ خو زموږ د ځینو مهاجرو افغانانو غوندې یې د خپل هیواد او خپلو خلکو مخالفت ونه کړ.

مورنۍ ژبې ته تر ټولو دمخه باید میندې او پلرونه زیاته پاملرنه وکړي که میندې او پلرونه ورته توجه ونه کړي په دې برخه کې ډیرې هلې ځلې په اوبو لاهو کیدای شي. په کابل کې زموږ یو شمیر ملګرو په مورنۍ ژبه د ښوونځیو د جوړولو لپاره کار او مبارزه کوله ډیرې بریاوې یې هم لرلې. خو د دوی لویه ستونزه زیاتره وخت له پښتنې مور او پښتانه پلار سره وه. مقامات به راضي شول، ښوونکي به پیدا شول او کتابونه به هم په ډیرو ستنزو پیدا شول خو د شاګرد پلار به دې مخې ته ودریده ویل به یې زما لور یا زوی دې په مورنۍ ژبه زده کړي نه کوي. تر دې نو لویه بې غوري به چیري وي چې پلرونه او میندې دې خپل اولاد په زور له ځانه لیرې کړي.  

جګړې او مهاجرتونو موږ له خپل وطنه پردي کړي یو، پیژنم داسې افغانان چې د نورو هیوادونو د پرمختګونو په یادولو سره پخپل وطن پورې خاندې. په نورو ژبو د تعلیم د پراخې زمینې او ډیرو موادو د شته والي په یادولو سره پخپله ژبه ملنډې وهي په داسې حال کې به یې نو اولادونه څرنګه له خپل وطن او ژبې سره پاتي شي. هغوی چې په بل هیواد کې را لوی شوي او روزل شوي او پخپل وطن کې جګړې او وحشت ویني او بیا له خپلو مشرانو دا ډول خبرې هم واوري له خپل وطن او خپلې ژبې یې کرکه کیږي.

د مشرانو خو د افغانستان د سولې طلایي کلونه په یاد دي هغه وختونه یې یاد دي چې همدا بهرنیان به زموږ د ګران هیواد سیل ته راتلل او زموږ ژبه به یې زده کوله. هغه وخت موږ هم د ژوند په ټولو برخو کې یوه معیار ته رسیدلي وو. موږ یو هوسا او نسبتآ بسیا ملت و. خپلو اولادونه ته باید هماغه طلایي دورې وریادې کړو او دا ورته ووایو چې له موږ څخه خو تویې شوه تاسې د هماغې خاورې بچیان یاست. دلته زده کړې وکړئ، عالمان شئ د دې ځای ژبې زده کړئ خو خپله ژبه مه هیروئ د دې خلکو د پرمختګ راز خپلو خلکو ته ووایاست د دې هیوادونو دا رازونه را پیدا کړئ چې څنګه له تیارو رڼا ته راووتل د دوی کتابونه پخپله ژبه خپلو خلکو ته ترجمه کړئ. خپل خلک هم درسره پوه کړئ د وطن بایللی عظمت تاسې بیرته را ژوندی کړئ.

د بهر میشتو افغانانو کورنیو ته په کار ده خپلو اولادونو ته د خپلې ژبې ارزښت څرګند کړي. پخپلو کورونو کې منظم کتابتونونه ولري او له وطن څخه نوي چاپ شوي اثار راوغواړي له خپلو اولادونو سره یې په کور کې تدریس کړي.

حتمي نه ده موږ د اروپا په یوه ښار یا یوه کلي کې څو تنه لیکوال ولرو بیا هلته فرهنګي ټولنه جوړه کړو. که په کومه سیمه کې د افغانانو دوه کورونه هم وي دوی دې پخپل منځ کې اتحادیه یا ټولنه جوړه کړي. له افغان دولت سره دې په تماس کې شي په دولتي ارګانونو دې فشار واچوي چې د کتابونو او تدریس په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

یوه بله تجربه چې ممکن ډیرو ته ناشونې وي خو دلته یې یادونه ضروري بریښي داده چې ځینو بهرمیشتو افغانانو د دې لپاره چې اولادونه یې خپله ژبه هیره نه کړي او په بله ټولنه کې بیخي تري ورک نه شي د خپل اوسیدو سیمه یا آن هیواد بدل کړی دی.

زه داسې افغانان پیژنم چې یوازې په همدې خاطر یې له یوه هیواده بل هیواد ته کډه کړې ده او ښه پایله یې هم تر لاسه کړې ده. اولادونو یې په یوه هیواد کې زده کړې وکړې بهرني ملګري او دوستان یې پیدا کړل چې تل به له هغوی سره په اړیکه کې و او تل به یې بهرنۍ ژبه په خوله وه. خو چې بل محیط ته ولاړل بیرته مجبور شول خپله ژبه یې خپله کړه.

موږ ته په کار ده  د خپلې ژبې د ساتلو لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلو. موږ په کابل کې د مصور بنسټ په نوم د ماشو ادبیاتو یوه ټولنه لرله د دې بنسټ له خوا د پنځوسو په شاوخوا کې د لکونو په تیراژ کتابونه چاپ او وویشل شول. په دې ټولنه کې به موږ د ماشومانو لپاره د کتابونو د چاپولو په برخه کې بحثونه کول ځینو دوستانو د ماشومانو لپاره پر کتابونو او لیکنو د کره کتنې غونډې جوړولې چې ډیره ښه پایله یې لرله.

په بهرنیو هیوادونو کې زموږ د وطن ډیر نامتو استادان او عالمان میشت دي، دوی او دلته  زموږ نور وطنوال کولی شي د ماشومانو لپاره دا ډول ټولنې را منځ ته کړي. دوی کولی شي په اوونۍ یا میاشت کې یو ځل سره کیني او په دې مسایلو بحث وکړي او عملې لارې چارې وسنجوي او عملي کړي.

دغه راز موږ په کابل او ځینو ولایتونو کې د میرمن کلتوري ټولنیز بهیر په نوم ټولنې درلودې چې یوه څانګه یې په آلمان کې هم وه. افغان میرمنو په خپله ټولنه کې زیاتره وخت د ماشومانو پر کتابونو او زده کړو بحثونه کول او د نورو کتابونو تر څنګ یې د ماشومانو لپاره لسګونه کتابونه له بهرنیو ژبو را وژباړل او یو شمیر یې په ډیرو لږو امکاناتو چاپ کړل.

په بهر کې افغان میرمنې په ټولنیزو او فرهنګي ډګرونو کې فعالې دي خو هڅې یې د قناعت وړ نه دي په تیره د مورنۍ ژبې د زده کړې او تدریس په برخه کې یې کوم خاص فعالیت نه تر سترګو کیږي. لازمه ده دلته افغان میرمنې همداسې ټولنې ولري په ټاکلو وختونو کې سره کینې او په موجوده ستونزو بحثونه وکړي هغوی تر بل هر چا په دې ستونزو پوهیږي او حل لارې یې لټولی شي.

د ماشومانو لپاره یوه دایمآ فعاله ویبپاڼه او په فیسبوک کې یوه یا څو ځانګړې پاڼې ضرور دي چې ولرو. له همدې لارې کولی شو د افغانستان د ننه او بهر میشتی ماشومان سره نږدې کړو او په مورنۍ ژبه د انلاین تدریس یو منظم سیستم را منځ ته کړو. په دې برخه کې باید دولتي مسوول ارګانونه او خپله خلک لاس په کار شي.

په بهر کې د ماشومانو د عمر د هرې کتګوري لپاره پریمانه کتابونه شته. دغه زیاتره کتابونه د افغان ماشومانو لپاره که وژباړل شي او چاپ شي موږ به د خپل مسوولیت یوه برخه تر سره کړې وي. ځینې دوستان وایي په بهر کې چاپ کتابونه د بهرنیو ماشومانو لپاره دي په داسې حال کې چې داسې نه ده. وایي .

ماشومان که د مشرق که د مغرب دي

د ژړا او د خندا انداز یې یو دی

له ځینو خاصو مواردو پرته چې ممکن زموږ ماشومان ورسره بلد نه وي لکه سمندر او سمندري حیوانات … نور نږدې زموږ ټول فولکلور سره یو او نږدې دی. په جرمني کې میرمن اناهیتا روهي د افغان ماشومانو لپاره د جرمني ماشومانو کتابونه ژباړلي دغه راز مصور بنسټ او په کابل کې میرمن کلتوري – ټولنیز بهیر د بهرنیو هیوادونو د ماشومانو لپاره ډیر کتابونه وژباړل چې زموږ ماشومانو ډیر خوښ کړل.

موږ ته لازمه ده چې ډیرې همداسې لارې چارې ومومو او خپل ماشومان وژغورو چې سبا له ځانه پردي نه وي که نن ماشوم له خپل فرهنګ او خپلې ژبې لیرې وي سبا چې لوی شي تل به د هویت او شخصیت له بحرانه ځوریږي. راځئ خپل ماشومان وژغورو او له مورنۍ ژبې سره یې لوی کړو.

1 COMMENT

  1. وروره ته خو د یو بهرنی هیواد کی د مورنی ژبی د اهمیت او محرومیت خبره کوی، را شه چه د کابل د احمدشاباب مینی کی چه اکثره اوسیدونکی یی پښتانه دی د پښتون ماشوم ه له ژبی په داسی ډول محروم شوی چه حیران به شی ، د موسی شفیق په نوم یو لیسه ده چه د دری ژبی او پښتو ژبی صنفونه یی سره جلا دی ، خو د پښتو صنفو د ابتدایی ټولکیو ته داسی دری ژبی استادانی مقرر شوی چه په پښتو نه پوهیږی هغوی د ځان سره دری کتاب صنف ته راوړی او شاکردانو سره د پښتو کتابونه په لاس وی، نو نور حال یی ته قیاس کړه چه دا واړه ماشومان به څنګه له محترمی اوستا ذی څه زده کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب