دوشنبه, مې 13, 2024
Homeکلتورد افغانستان دولتي پوهنتونونه

د افغانستان دولتي پوهنتونونه

که څه هم چې په افغانستان کې د عـصري زده کړو د پیل وخت لا سم روښانه نه دی، خو د اعلیحضـرت غازي امان الله خان د واکمنۍ دوره چې د ۱۹۱۹ او ۱۹۲۹ زېږدیز کلونو تر منځ وه، د افغانستان د پوهنې د انکشاف او پراختیا په برخه کې یوه زرینه او طلایي دوره ګڼل کېږي. په دغه دوره کې د پوهنې په لاره کې داسې غورځنګ پيل شو، چې وړانګې یې تر نن پورې خورې دي او نه یوازې نارینه، بلکې په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره ښځینه افغانانو ته هم د زده کړو زمینه برابره شوه. په اماني دوره کې د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې ځینې لومړني ښوونځي تاسیس شول، بهرني مربین، استادان او متخصصین هېواد ته را دعوت او د پوهنیزو موسسو په تشکیلاتو کې مقرر شول. همدارنګه په دې دوره کې د هېواد د پوهنې په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د ښځو ځانګړي ښوونځي جوړ شول، چې د (عصمت) او (مستورات) په نامه یادېدل او په کابل ښار کې د لویانو لپاره د حیاتي سواد کورسونه جوړ شول، چې د (صوت غازي) تعلیمي او د سواد زده کړې اصول پکې تطبیق کېدل. په دې ډول کورسونو کې پر پوهه مین پاچا غازي امان الله خان او مېرمنې یې (ثریا) هم د ښوونکو په توګه برخه اخیستله او د هېوادوالو د سواد په برخه کې یې خپله دیني وجیبه او ملي دنده ادا کوله. په اماني دوره کې حبیبیې لېسې ته لازمه پراختیا ورکړل شوه او پر اماني لېسې سربېره، د ټول هېواد په کچه ۳۲۲ ښوونځي د عامو او مسلکي زده کړو په موخه جوړ شول، چې په هغه کې ۵۱۰۰۰ زده کوونکو ته تعلیمي خدمات وړاندې کېدل.

له هغه را وروسته د كابل پوهنتون چې د افغانستان په پلازمېنه کابل كي يو له سترو پوهنتونونو څخه دی، په ۱۹۳۱ زېږديز كال كې یې د بنسټ ډبره كېښودل شوه او په ۱۹۳۳ زېږديز كال كې په رسمي ډول پرانیستل شو. دغه پوهنتون اوس ‌ډېر پوهنځي او په زرګونه نارینه او ښځینه محصلین لري. له دې سره په څنګ کې اوس نږدې ټول ولایتونه د پوهنتون او د لوړو زده کړو د موسسې او دارالمعلمین درلودونکي دي.

(د افغانستان دولتي پوهنتونونه) کتاب چې حمیدالله حمیدي د هېواد د پوهنتونونو له رییسانو او نورو مسوولینو سره تر مرکو وروسته لیکلی، د هېواد ټول دولتي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې یې په بشپړ ډول پکې معرفي کړې دي. پوهنتون په اصل کې د سپوږمۍ راډیو یوه معلوماتي خپرونه ده، په دې خپرونه کې د دولتي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو ترڅنګ، خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې هم معرفي کېږي.

د یادولو وړ ده چې د پوهنتونونو په اړه دغه معلومات په ۱۳۹۷ لمریز کال کې راټول شوي. ښکاره ده چې دغه پوهنتونونه به د وخت په تېرېدو هر اړخیز بدلون کوي، د لوړو زده کړو موسسې به پوهنتونونو ته ارتقاع کوي او په معلوماتو کې به یې زیاتوالی راځي. د هېواد د ټولو ولایتونو له ډلې نورستان یوازینی هغه ولایت دی، چې تر اوسه پورې پکې دولتي پوهنتون یا د لوړو زده کړو موسسه نشته، کېدای شي د پوهنتون درلودونکی شي.

لیکوال غوښتي چې په ټوله کې دغه معلومات خوندي شي، څو پوهنتونونو ته نوي ورتلونکي محصلین او نور هغه کسان چې غواړي د پوهنتونونو په اړه معلومات تر لاسه کړي، یوڅه مرسته ورسره وشي.

مینه وال کولای شي دغه کتاب له اکسوس او د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو څخه په مناسب قېمت تر لاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب