دري ژبي زده کوونکي په څلورم ټولګي کې پښتو پیلوي. د څلورم ټولګي اوسنی پښتو کتاب د الله په ذکر شروع کېږي او دوهم لوست یې «ټولګی» دی چې دغه متن په کې راغلی: «زموږ په ټولګي کې نن ډېره ګڼه ګوڼه ده. زموږ د ټولګي شمېر پنځه څلوېښت تنو ته رسېږي. خو اڅک او زړور، پخپله ازموینه ډاډمن دي. دوی له خپلې ازموینې څخه ډېر خوښ وو.» دا چې د دې متن جملې د منطق په لحاظ څومره سره تړاو لري، بېله خبره ده؛ خو د هغه چا لپاره چې د پښتو د زده کړې دویمه ورځ یې وي، د داسې سختو کلمو تلفظ به څنګه وي؟
ما به چې په ښوونځي کې د «ټول» پر ځای «تول» وایه، استاد به رټلم؛ خو هېڅکله یې راته د «ټ» د تلفظ کولو چل راونه ښود؛ نو چې په ښوونځیو کې مو دغسې استادان وي، ولې به د پښتو ژبې لومړي درسونه له «ټ، ډ، ڼ، ځ، څ، ښ» او نورو ثقیلو تورو ډکوو. د دې کتاب بل عنوان دی «د څېړونکي ځانګړتیاوې» ښکاره ده چې دري ژبی زده کوونکی دا عبارت نه شي زده کولی او استاد به یې په دې وجه سپکوي. د دې کار نتیجه یا دا وي چې ماشوم د پښتو له زده کولو بېزاره شي او له پښتو څخه به کرکه وکړي او یا به ځان ورته ډېر ټمبل او ناپوه ښکاره شي چې دا بیا د حقارت احساس په کې پیدا کوي. موږ اکثره وخت دري ژبي په دې ګرموو چې ولې یې پښتو نه ده زده؛ خو دې ته نه ګورو چې موږ پښتو ورته څومره آسانه کړې ده؟
د معارف د نصاب جوړونکو ته بویه چې دې مسألې ته دې پام وکړي. پښتو او دري ډېرې مشترکې کلمې او مشترک آوازونه لري. هغه لغتونه هم کم نه دي چې په پښتو او دري کې سره ورته دي. یو وخت کې د دري ژبو لپاره لومړی پښتو کتاب داسې پیلېده:
«آ – آس
آدم خان آس لري. آس آواز لري.»
آس د دري له اسپ سره ورته دی. «آدم خان» او «آواز» په دري کې هم همداسې ویل او لیکل کېږي. په دې لوست کې یوازې «لري» زده کوونکو ته نوې کلمه ده چې هغه هم غبرګ ژبیز توري نه لري او تلفظ یې آسان دی. هغه شاګرد چې تر څلورم ټولګي پورې رسېدلی، په خپله ژبه کې یې د دغو کلمو لوستل زده کړي دي او په دې پوهېږي چې کوم توری څه ډول آواز لري او توري څرنګه سره نښلول کېږي؛ نو هغه به د دې لوست په ویل کې ستونزه ونه لري.
که یو دري ژبی پښتو لوست په مشترکو یا سره ورته لغتونو پيل کړي، پښتو به هم ورته د دري غوندې آشنا او اسانه ښکاره شي او په شوق سره به یې زده کړي. ښکاره ده چې پښتو د ګرامر او آوازونو په لحاظ تر دري سخته ده. که موږ کتابونه له سختو ټکو پيل کړو او په اول سر کې زده کوونکي ته ناآشنا کلمې وښييو؛ نو هغه به له لویې ستونزې سره مخ کړو. حال دا چې د کتاب او د ښوونکي دنده دا ده چې سخت مسايل شاګردانو ته آسانه کړي.
که زه د پوهنې د نصاب مولف وای، د څلورم ټولګي کتاب به مې په هماغه «آ – آس» باندې پیلاوه، په دویم لوست کې به مې «ب» توری داسې معرفي کاوه:
ب – بابا
بابا باغ لري.
باغ بادام لري.
بي بي او بابا بادام خوري.
بشیر بي بي ته اوبه ورکوي.
په دې لوست کې «بابا»، «بي بي»، «باغ»، «بادام» او «بشیر» په دري کې عین شی دي. ماشوم باندې بابا او بي بي «انا» ګران وي؛ نو داسې درسونه په عاطفي لحاظ هم ماشوم هڅوي چې په شوق سره یې ولولي. «اوبه» د دري له «آب» سره ورته ده، «لري» دوه ځله په لومړي لوست کې راغلې وه او دوه ځله په دې لوست کې؛ نو ماشوم به یې په آسانۍ سره ویلای شي. په دې درس کې یوازې «خوري» او «ورکوي» نوې کلمې دي چې «خوري» د دري «میخورد» ته نژدې کلمه ده. دا د استاد وظیفه ده چې شاګردانو ته د دغه ورته والي په اړه معلومات ورکړي.
همدارنګه تقریباً د ټولو هغو تورو لپاره چې په دري او پښتو کې مشترک دي، داسې کلمې موندلای شو چې په پښتو او دري کې یو شان یا سره ورته وي. زموږ مولفان باید د څلورم ټولګي لپاره همداسې کتاب ولیکي. کله چې د پښتو د ځانګړو تورو وار رسېږي، لیکوال باید داسې کلمې ورته پیدا کړي چې واولونه یا غږن توري په کې زیات وي؛ ځکه د پښتو تورو تلفظ نا پښتنو ته سخت وي او که په کلمو کې نا غږن توري زیات وي، تلفظ به یې لا سخته شي. مثلاً که د «ړ» توری په «زړه»، «مړ»، «تړل» او داسې نورو کلمو کې معرفي کړو، زده کوونکو ته به نسبتاً ګران وي. غوره به دا وي چې په «بېړۍ»، «بېړه»، «زېړه»، «ژاړي» او داسې نورو کلمو کې یې وښييو. له دغو کلمو داسې جملې جوړولای شو: «زېړه بېړۍ راغله. بي بي! بېړه وکړه. بي بي په بېړۍ کې لاړه. وړانګه ورته ژاړي.» البته ښوونکي باید پر شاګردانو دا احسان وکړي چې د «ړ» د تلفظ لاره وروښيي، دا دې ورته ووايي چې «د ژبې څوکه دې شا ته قات کړي او په تالو پورې یې ولګوي، بیا يې مخې خوا ته ټیله کړي.» پخپله دې د هر شاګرد مخې ته ودرېږي، خوله دې خلاصه کړي، د ژبې موقعیت دې وروښيي، «ړ» دې څو ځله ورته تلفظ کاندي او بیا دې له هغه وغواړي چې همدا کار وکړي. سربيره پر دې که شاګردانو ته ووایو چې: د دري «رد» په پښتو کې په «ړ» بدلېږي، لکه «خوردن = خوړل، مرده = مړ، سرد = سوړ، زرد = زېړ …» دغه معلومات شاګرد ته په زړه پورې وي.
موږ نوي مفاهیم هله ښه زده کولای شو چې زموږ له پخوانو معلوماتو سره رابطه ولري. د څلورم ټولګي شاګرد مخکې زده کړي دي چې «رد، چ، ج، ز …» څه دي او څرنګه تلفظ کېږي. دغه معلومات چې په اکثرو موردونو کې د دري «رد» پښتو کې په «ړ» اوړي، د دري «چ» په «څ» بدلېږي او د دري «ج او ز» لپاره په پښتو کې «ځ» استعمالېږي، د شاګرد له پخوانو معلوماتو سره رابطه جوړوي او زده کول یې ورته آسانوي. لکه څنګه چې موږ په هوا کې کلا نه شو جوړولای او د کلا د جوړولو لپاره ځمکې ته اړتیا لرو، دغسې وچ او بې رابطې معلومات په هوا کې کلا جوړول دي، زموږ ذهن به دغه معلومات یاد کړي؛ خو ډېر ژر به یې بېرته هېر کړي؛ خو که چېرې ځمکه ورته جوړه کړو یانې له هغو معلوماتو سره یې ونښلوو چې له پخوا زموږ په ذهن کې شته، بیا به دغه معلومات د ډېر وخت لپاره په حافظه کې وساتلی شو.
دا چې د محمدظاهر شاه په پاچاهي کې د دري ژبو لپاره پښتو کورسونه ناکام شول، ښايي یو علت به یې همدا و چې استادان به په دې نه پوهېدل چې د نورو ژبو ویونکو ته پښتو څرنګه وښيي. که غواړو چې نور زموږ له ژبې سره مینه ولري، باید په مینه یې ورزده کړو.