دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبد قافيې کلمې شعر ته؛ څه خواږه ورکوي

د قافيې کلمې شعر ته؛ څه خواږه ورکوي

عبدالسميع وحدت

 قافیې د موسیقیت برخه کې د قافيې دنده له نورو بارزه ده او د قافیې همدا برخه تر نورو ګټو لومړنۍ ده او هغه ځکه چې قافیه د شعر د موسیقۍ په زیاتوالي کې رغنده رول لري.

په دې خو ټول پوهېږو، چې صوت (غږ) څلور ځانګړنې (شدت، اوږدوالی، زېر- بم او ټون) لري او همدا څلورګونې ځانګړنې کلمې ته ځانګړې موسیقي وربښي. ځینې کلمې، ټینګې ادا کېږي، په ځینو باندې د هوا جریان ادامه پیدا کوي، په ځینو باندې اواز ټيتېږي او لوړېږي او ځینې کلمې خپل اهنګ او ټون لري، چې باید په هغه ډول ادا شي.

دا چې د قافیې کلمې په تکراري ډول همغږې راځي؛ نو له دې امله د قافیه‌وال شعر په لوستلو کې د قافیې په کلمو کې پورتنۍ څلور ځانګړنې په ښه توګه تشخیصېدای شي او لوستونکي د یو ډول ځانګړې موسیقۍ د اورېدو احساس کوي، سره له دې دا ځانګړنې به د شعر په نورو کلمو کې هم وي؛ خو تر ټولو ډېر په قافیه‌والو کلمو کې تر سترګو کېږي.

که موږ دوه غزلې یا دوې قصیدې په یوه وزن، په یوه موضوع؛ خو په دوو متفاوتو قافیو کې ووایو، د دواړو غزلونو اغېز به له یوه او بله متفاوت وي، چې د اغېزمنتیا دا تفاوت د قافیوي کلمو له توپیره زېږېدلی دی، چې د اهنګ له پلوه هر یو خپله موسیقي لري. لکه:
د شپې یوه بجه ده او نشه یمه لالیه
دا شپه زما په شان ده که زه شپه یمه لالیه
څه تا دي د ململ جامې اغوستې ستمګره
څه زه لکه د مست باران شېبه یمه لالیه
زما خود ازارۍ ته دې و‌نه کتل پخلا شوې
ته پرېږده کنه، نن درنه خپه یمه لالیه
«ممتاز» یم که ناکام یم، که کامیاب، بلا پسې
پخپل ځان شوې، خپله تجربه یمه لالیه
ـــ ممتاز اورکزی
بل:
دا نيمه شپه، د موسیقۍ درزا او شور د پیالو
یه مسلمانه وروره! پېښ مه شې په زور د پیالو
تسپې خو را کړئ چې ځان یاد کړم، اناالحق ووایم
ځواب یې غواړې، ملا راکړلو پېغور د پیالو
ــ میوند فدا

د دې دواړو غزلونو وزن او موضوع یوه ده؛ خو ردیف او قافیې یې بېلې دي. د قافیې او ردیف بېل‌والی د دواړو غزلو موسیقي او رنګ هم بدل کړی دی.

په لومړي غزل کې د قافیې کلمې په «زور»، چې یو خپلواک اواز دی مختوم شوی او د دویم غزل د قافیې کلمې په «ر»، چې یو مایع کانسونیټ اواز دی ختم شوی دی.

په لومړي غزل کې د قافیې وروستۍ څپه را ښکلې ادا کېږي او په دویم غزل کې د قافیې کلمې نسبت لومړي غزل ته لنډې ادا کېږي. د دې دواړو غزلونو په ویینګ کې غوږونه د قافیې بدلون او اهنګ ته څک وي، چې هر یو د ویینګ بېل ډول او ټون لري.

کله چې موږ په شعر خبرې کوو، یا شعر وایو او اورو، شعري اهنګ ته ځیر یو او له شعري اهنګ سره باید د قافیې له موسیقي څخه یادونه وشي. موږ په عادي خبرو او نثري متن کې د کلمو اهنګ ته ډېر نه متوجه کېږو، په هغه وخت کې ذهن یوازې د معنا په اخيستلو او درکولو باندې مصروف وي؛ مګر په شعر کې تر معنا او مفهوم وړاندې، ذهن د شعر په اهنګ او د کلمو په وزن پسې ګرځې او له هغه خوند اخلي.

دویم: په قافیه کې د ځانګړو کلمو غوراوی:

که د هنرمندو شاعرانو شعرونو ته ځیر شو، هغوی قافیې ته د ساده کلمې په سترګه نه ګوري، بلکې تل هڅه کوي چې قافیه داسې یوه کلمه وټاکي، چې شعر ته یو خاص امتیاز او ځانګړنه ور په برخه کړي. په دې اړه میاکوفسکي وایي:
” زه تل ځانګړې او برجسته کلمې د بیت په پای کې ځای پر ځای کوم او د قافیو کلمې په سختۍ سره پیدا کوم، همدا پایله ده چې زما قافیې تل غیر معمولي وي.”

قافیوي کلمې د شعر د ښکلا د اوج ټکی دی. له همدې کبله قافیوي کلمې د شعر د نورو کلمو په پرتله رغنده رول لري. که د قافیې کلمې مو ځانګړې او غوره وي، د شعر د ارزښت او ښکلا پر زیاتوالي به مستقیمه اغېزه وکړي.

که تاسو د دروېش دراني غزلونو ته ځیر شئ د هغه د غزلونو په ښکلا کې د قافیې ښکلی غوراوی لویه برخه لرلې. د ده د غزلونو په ګڼو بیتونو کې د قافیې کلمه یا د معنا په لحاظ د بیت تر نور کلمو مهمه وي، یا د بدیعي صنعتونو له نظره یو امتیاز لري او یا دواړه خوبۍ پکې وي. لکه:

دا نن شپه ډېره درنه ده په ځپلو
دا نن شپه کړه له ځپلو سره تېره

په دې بیت کې «ځپلو» هم د قافیې کلمه ده او هم پکې د تکرار صنعت دی، د کلمو داسې تکرار او د قافیوي کلمو داسې غوراوی، د مبتدي شاعر له‌پاره ګران کار دی؛ خو شاعران چې د قافیې په ارزښت پوهېږي، هغه یې په غوراوي کې ډېر دقت کوي.

درېیم: د قافیې کلمو ته انتظار

کله چې په شعر کې د لومړي بیت قافیه اورو، د بلې قافیې تر اورېدلو، د یوه ځانګړي خوند په تمه یو، چې له تمې او انتظار څخه زېږېدلی. دا په شعر کې د قافیې له کلمو څخه راټوکېدلی، چې نه یوازې اورېدنی اړخ لري، بلکې تر ډېره یې د لیدو په تمه هم یو. یعنې کله چې د قافیې کلمې اورو د انځورونو په مرسته رامنځته شوی خوند د تخیل په سترګو وینو هم:
دا ته چې وایېو چې نه بیا درسره جنګ نه کوم
ښه! لکه زه به زنګ وهلی زنځیر شرنګ نه کوم
ای پاچا! ته د میکدې په شانتې ولې جوړ یې؟
ای پاچا! زه به ولې خوی د مست ملنګ نه کوم؟
بیا مې په درا کړئ او هغه هم د اټک په پوله
چې شاعري کوم، پخپله خاوره ننګ نه کوم
ـــ ممتاز اورکزی

د ممتاز اورکزي پورتني بیتونو ته که ځیر شو، د دې ترڅنګ، چې د معنا له پلوه هره مسره د لومړنۍ مسرې بشپړوونکې ده او وروستۍ خبرې یا وروستۍ مسرې ته یې ویونکی منتظر دی، چې وروسته به څه خبره کوي او دا انتظار به څنګه پای مومي، د انتظار په دې پیدایښت او د هغه په مناسب پای موندلو کې د قافیې له رول څخه سترګې نه پټېږي.

کله چې موږ د یوه بیت یا مسرې بشپړه معنا د دویم بیت د قافیې له کلمې وروسته تر لاسه کړو، یو ډول د ارامي احساس راته حاصلېږي؛ خو مخ ته د قافیې کلمې تر رسېدو سړی بې تابه وي.

لکه، ممتاز چې وایې: بیا مې په دار کړی او هغه هم د اټک په پوله، لوستونکی د دې لامل په خاطر بې تابه وي، چې ممتاز ولې داسې وايي، څه خبره ده او څه پېښ شوي. دا انتظار د قافیې کلمې تر وروستۍ اوازه پورې اوږدېږي، کله چې ووایي چې شاعری کوم او پخپله خاوره دې ننګ و‌نه کړم، نو په دار دې شم.

څلورم: د شکل په یووالي کې رنګارنګي

د قافیې بله ځانګړتیا دا ده، چې یو ډول معنوي ښکلا لري، په بل عبارت کله چې همرنګې کلمې د دورونو په پای کې لولو، احساس کوو چې دا کلمې په عین یووالي او همرنګۍ کې له یو بل څخه متفاوتې دي او په عین تفاوت کې له یو بل سره همرنګي لري.

دا موضوع جان لووېس داسې بیانوي:

“قافیه د همرنګۍ او رنګارنګۍ په یو ځای کېدو سره موږ ته یو نوی خوند رابښي.”
موخه یې دا ده، چې د قافیو په کلمو کې ځینې غږونه مشابه او ځینې مختلف دي، چې په یو ځای‌والي سره یې خوند زیاتېږي.

لکه:
په بې خیالې کې هم چې څوک نامه د خیال واخلي
وجود مې سر واخلې او روح مې پسې تال واخلي
کوز دې شي زړونه، په زړونو کې دې تل پاتې شي
زما شعرونه دې دا ستا د غږ جمال واخلي
ـــ (…)

کله چې موږ د «خیال، تال او جمال» کلمې وایو یا اورو، په عینې حال کې درې مختلفې کلمې له دریو متفاوتو معناوو سره اورو او احساسوو یي؛ خو د معنا له دې متفاوتوب سره- سره په دې دریو کلمو کې د دوو حروفو مشترکوالی «ال» یو ډول د وحدت او یووالي احساس هم راکوي.

د معنا متفاوتوب او د اوازونو وحدت یو ډول جمالیاتي یا استیتیک خوند پیدا کړی، په دې اړه د کانت دا نظر ډېر پر ځای دی، چې وایي:

“د موزونو کلمو عینیت او ذات (چې منظور یې قافیوی کلمې دي) کېدای سي، چې استیتیکي او ښکلایيز اړخ یې تر نورو پیاړوی وی، ځکه دوه متفاوتې معناوې د اوازونو په یوه وحدت کې ترسره کېږي، که داسې نه وای شوي، د انګېرنې برعکس به یورنګي رامنځته شوې وه.”

پنځم: د فکر او احساس تنظیم

په شعر کې د قافیې تر ټولو مهم هنر، هغه اغېزه ده چې د هنرمند د احساس او حالت یووالی رامنځته کوي، چې د هر دور په پای کې د قافیې کلمه راشي، لوستونکي یا اورېدونکي ته قرینه وریادېږي او په دې قرینې پورې اړوند ټول مطالب د لوستونکي او اورېدونکي ذهن ته راځي، چې په طبعي ډول شاعر لوستونکي ته یو ډول ذهني یووالی ور‌لېږدوي.
په حقیقت کې قافیه، عواطف له خفګان او بې نظمیو را وباسي او یو ډول یووالی وربښي. په دې اړه مایا کوفسکي وایي:
“قافیه تاسو ته مخکنی بیت در په یادوي، تاسو یې په اړه فکر کوئ او اړ کېږئ، هغه فکري یووالی چې باید تر لاسه یې کړئ، د تر لاسه کولو له‌پاره یې ذهني پاملرنه کوئ. “

لکه:
پۀ اوږو خور د زلفو جال کړه، راځه
د مینې تور پۀ تندي خال کړه، راځه
راغلی ئې خو پۀ بدلو لارو
سپرلیه! دا ځلې لږ خیال کړه، راځه
وخته پۀ روڼ تندي، پۀ ارته سینه
ما هم د ځانه سره سیال کړه، راځه
منم مغلو لارې ؤنیولې
تۀ هم خپل خوئې لکه خوشحال کړه، راځه
غصه شه، سره شه، شنه شه، تاؤ راتاؤ شه
لۀ ځانه جوړ د بوډئ ټال کړه، راځه
د ښکلو، ښکلي کاتۀ مۀ ګرموَه
قیصره! خپل زړۀ دې سنبهال کړه، راځه
ـــ ممتاز اورکزی

تاسو د ممتاز په پورتني غزل کې د (خال، خیال، خوشحال، ټال او…) قافیو ته ځیر شئ، ټول هغه ذهني انځورونه او دروني احساسات زموږ مخ ته ږدي، چې د شاعر له فکر او د هغه له طبعي حالته یې سرچینه اخیستې ده.
له خال سره د خیال راتګ او له هغه نه د خوشحالي زېږېدنه او بیا د خوشحالي په ټال کې زانګل، ټول هغه انځورونه دي، چې د شاعر احساس غوښتل، په دې قافیو کې د هغه د فکر او احساس وحدت وینئ او د همدې وحدت په پایله کې د شاعر د فکر تنظیم.

شپږم: د شعر استحکام

سره له دې چې د شعر جوړښت د شعر په ټولو مفرداتو پورې اړه لري؛ خو که ښه غور وکړو، څومره چې مفردات د شعر جوړښت ټینګوي، همدومره د قافیې کلمه د شعر جوړښت ته پیاوړتیا وربښي. که چېرې د قافیې کلمه کمزورې او عیب‌جنه وي؛ نو د شعر له ټینګښت څخه لاس وینځل پکار دي.

په دې اړه نیما یوشیج وایي:

“بې قافیې شعر بې هډوکو انسان ته ورته دی.”

له دې امله ویلی شو، هرڅومره چې په قافیه کې ګډ توري زیات وي، یعنې قافیه په بشپړه توګه په پام کې نیول شوې وي، همدومره به د شعر استحکام او پیاوړتیا زیاته وي.

تا چې حاصل کړي، لکه مرګ چې کړي حاصل ژونده
لکه ژوندي خلق چې نۀ وي ستا قابل ژونده
یوه لمحه راته احساس د زندګۍ راکړه
یوه لحمه مې کړه ژوندیو کښې شامل ژونده!
تۀ ئې زما د هر معصوم ارمان دښمن، بدخوا
تۀ ئې زما د هر معصوم ارمان قاتل، ژونده
څوک به د مرګ لۀ پنجو بیا هم ځان ازاد نه کړي
کۀ پۀ ځان چف کړي څوک یاسین او مزمل ژونده
شاهد خپل ځان ته اوس هم لاش د هدیرې وائی
تۀ به ئې څنګه کړې پۀ ژوند باندې قایل ژونده؟
ـــ (…)

په پورتني بیت کې د قافیې همرنګي په (الف) شروع کېږي، له هغه وروسته (ص، ب، ت، ي او…) مغیر توري راغلي او وروستی (ل) یې روي دی. په دې بیتونو کې د قافیې قوت او د اوازونو ورته‌والی تر هغو زیات ليدل کېږي، په کومه کې چې همرنګي یا هېڅ نه وي او یا هم یو اواز وي.

مایوکوفسکي هم په دې معتقد دی چې:

” قافیه دې د شعر تر نورو ټول کلمو روغه وي، ځکه چې د قافیې په وسيله بیتونه یو له بل سره پېوسته کېږي.”
که د قافیې کلمه ماته شي، څو تاونه کوو، لومړی خو یې موسیقیت ماتېږي، هغه خوند او لذت چې لوستونکی یې تمه لري او غواړي یې، نه‌شي تر لاسه کولای. بل د همدې شکست په پایله کې د معنا لېږد هم په سمه توګه ترې نه ترلاسه کېږي.

اووم: حافظې ته د لېږد سرعت

د قافیې کلمې حافظې ته د مفهوم او متن په ژر لېږد کې خورا اغېز لري. که څوک وغواړي، چې شعر په اسانه توګه یاد کړي، په ډېری برخو کې له قافیې څخه ګټه اخلي، یعنې د همرنګه او همجولیزو کلمو دویم ځلي په یاد راوړل خورا اسانه کار دی. په دې اړه مشهور لیکوال سپېنسر وایي:

” سپېنسر د وزن په اړه وایي: وزن په ذهن کې د کلمو د ځای پر ځای کولو او له هغې څخه د خوند اخیستلو وسيله ده.”
ـ سپېنسر (؟)

اروپایي څېړونکي او کره‌کتونکي هم په دې باوري دي، چې له قافیې څخه لومړی ځل د کلیسان کشیشانو ګټه واخیسته، هغوی په دې پوهېده، چې قافیې د انسان له ذهن سره د ځینو موضوعاتو په حفظ کې ډېره مرسته کوي. په اروپا کې لا دا هم ویل کېږي، چې کشیشانو به لوی موضوعات د همدې قافیوي شعر په مرسته حفظ او بیا به یې د عبادت په ځینو خاصو مراسمو کې ویل: تاسې د ګل پاچا الفت لاندې ټوټه ولولئ او بیا یې د یادولو هڅه وکړئ، ښایي په اسانۍ یې یاده نه‌شئ کړئ.

(ټوټه)

خو که تاسو د همدې لیکوال لاندې شعر یوازې څو ځلې له ځان سره لیږ په غور هم تکرار کړئ، یادېږي مو.
(شعر)

دا ټول کمال د قافیې په کلمو کې دی، چې حافظې ته یې د لېږد سرعت اسانه کړی.

اتم: د شکل یووالي

د قافیې یوه بله بارزه ځانګړنه د مسریو او بندونو یو ځای‌والی دی، ځکه لومړی غږ زموږ په غوږو کې وي، چې ژر دویم همرنګه غږ اورو، په پایله کې دا دواړه همرنګي غږونه د دوو مسریو یا بندونو ترمنځ شته کلمې سره تړي.
(لکه:)

د قافیو او هم‌جولیزه کلمو په راتګ، لوستونکی د شعر په ټولو برخو کې د یووالي او یورنګۍ احساس کوي، چې همدا لامل کېږي، څو بېلابېلې مسرۍ د یو منظم بند په چوکاټ کې راشي. له همدې امله قافیه داسې هم تعریف شوې ده:
قافیه هغه تکراري غږونه دي، چې د شعر په جوړښت کې د تنظیم چارې پر غاړه لري.

نیمایوشج د قافیې په اړه بیا داسې وایي:

“زما په اند قافیه هغه ښکلا او چوکاټ بندي ده، چې مفهومونو ته ورکول کېږي.”

نهم: د مسریو تشخیص او بېلول:

د دې تر څنګ چې قافیه د وحدت او یورنګۍ دنده لري، د دې کار خلاف دنده هم پر غاړه لري، یعنې د یورنګۍ تر څنګ، د قافیې کلمې مسرۍ یو له بله بېلوي. کله چې د قافیې کلمه راشي، لوستونکی ژر تر ژره درک کوي، چې د شعر دویم بیت پیلېدونکی دی، په دې سره د لوستونکي ذهن د نوي مفهوم د اورېدو تمه لري.

که کوم شعر قافیه و‌نه لري، نو د نثري ټوټې پر څېر په یوه ساه به وویله شي، خو که د قافیه‌وال شعر کې د قافیې په کلمه مکث کېږي، له دې مکث سره موږ یوه دا ګټه کولای شو، چې د اورېدونکي یا لوستونکي ذهن د راتلونکي نوي مفهوم له‌پاره چمتو کړو او بله ګټه یې دا ده، چې د قافیې په مکث باندې په ځینو مهمو مفهومونو باندې ټینګار وکړو او لوستونکي ته یې مهم ور وفهموو.

ستا له ښاره په سفر ومه وتلی
زړه مې نه غوښتل مګر ومه وتلی

پورتنی بیت:

“د (مګر) وییکی هغه کلمې او جملې سره وصلوي، چې د معنا په لحاظ له یو بل سره په ټکر کې وي. د شاعر زړه نه غوښتل، چې د معشوقې له ښاره ووځي خو، خو، خو ووت. دا وتل سخت وو او په دې وتلو باندې اعتراف هم ګران دی،کله چې شاعر د (مګر) دوې‌لارې ته رسېږي، درېږي، زړه غږوي او ګوري، چې ایا په مخالفه خبره خو معشوقه خفه کېږي نه!”
ـ اسدالله غضنفر

لسم: د معاني تداعي

د قافیې له مهمو ځانګړنو، یوه د معنا تداعي ده. په دې برخه کې شاعر تر ډېره بریده د کلمو په غوراوي کې اختیار لري او دا موضوع د انسان په ذهن پورې تړلې ده، چې له هرې کلمې څخه مفهوم اخیستی شي او بیا له هر مفهوم څخه نور مفهومونه اخیستل کېږي. معنا دا چې کله یو شاعر له یوه شعر څخه مفهوم اخلي، ذهن ته یې نور ډېر فکرونه راځي. ځکه ویلی شو، چې ډېری شعرونه بېلابېلې معناوې لري او هر څوک له خپلې زاویې ورته ګوري، یو کس به یو ډول مفهوم ترې اخلي، خو بل کس به له همغه شعره بل ډول مفهوم اخلي.
(لکه:)

یوولسم: د کلمو ذاتي ښکلا ته پاملرنه
یو له هغو اغېزو چې قافیه یې د سړي په ذهن کې ایجادوي، د کلماتو ذاتي ښکلا ته د لوستونکي پاملرنه ده. په دې اړه نامتو لیکوال سچوټېز وايي:

“د قافیې دنده د کلماتو پرتله ده.”
هېګل هم په دې نظر دی:
“قافیه فزیکي اړخ لري او دا اړخ یې په عقل او ذهن نه، بلکې په زړه پورې تړلی دی.”
(تاسو ګورئ)

د شعر تر نورو ټولو برخو دا برخه یعنې د کلمو ذاتي ښکلا ته پاملرنه مهمه ده؛ ځکه دا برخه ترډېره بریده د انسان په سترګو او غوږونو پورې اړوندېږي. بنا سترګې او غوږونه دي، چې د کلماتو ذاتي ښکلا په سمه توګه تشخیصولی شي.

دوولسم: تناسب او قرینه

تناسب او قرینه بېلې شوې برخې سره یو ځای کوي. ډېری فیلسوفان او پوهان، لکه: دیدرو په دې اند دي، چې (تناسب د ښکلا د درک بنسټ تشکیلوي) او دا یو طبعي امر دی، چې د انسان په وجود کې نغښتی دی او کېدای شي په سمه توګه یې تحلیل نه‌شو کړای. تناسب او قرینه لکه څنګه چې مخکې مو ورته اشاره وکړه، تر ډېره بریده د شعر بېلې برخې سره یو ځای کولی شي.

تناسب او درک دواړه یو له بل سره مساوي دي. د بېلګې په توګه: یو شعر لولو او ښه خوند ترې اخلو، کله چې د شعر لومړی بیت لولو لږ خوند شاید ترې واخلو؛ خو کله چې د شعر دویم او درېیم او همداسې نور بیتونه ولولو، نسبت لومړي بیت ته شاید له شعر څخه ډېر زیات خوند واخلو.
(لکه:)

دیارلسم: د آهنګ په مټ د کلماتو القاء:

د ټولو شعرنو په قافیه کې دا ځانګړنه نه تر سترګو کېږي، صرف د ځینو شعرونو په قافیو کې یې لیدلی شو. سره له دې، چې قافیه نورې ډېرې دندې لري؛ خو په زیاتره شعرونو کې د شعر مفهوم انځوروي. که چېرې د یوه شعر موضوع چیغې وهل وي، قافیه هم د اهنګ له نظره همدا حالت غوره کوي، په پښتو شاعرۍ کې د پیرمحمد کاروان او ممتاز اورکزي شاعري دا ځانګړنه لري، چې د قافیې له غږ نه یې سړی دا درک کولای شي چې شاعر څنګه احساس لري، د هماغه احساس مطابق یې هماغه ډول قافیې غوره کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب