لویه خدایه را آباد مو وران ویجاړ افغانستان کې
دا د جنګ له اوره ستړي ته پر سمه لار روان کې
له نارنج تر انارګله له پامیره تر کابله
له هراته تر زابله سره یو کور د افغان کې
له مشرقه تر مغربه له شماله تر جنوبه
یو ابا یوه ابۍ کړې یو یې دېګ یو یې دېګدان کې
چي یې هیري دښمنۍ سي د کلونو د عمرونو
سپیني توري زنګ وهلي ړنګ توپونه پر میدان کې
درست پښتون چي سره یو سي له اټک تر کندهاره
را پوره مي د پېړیو د بابا دغه ارمان کې
چي مي نه ګرځي سرتوري په کوڅو کي د پردیو
خدایه مېنه مو کړې خپله، خپل معمار خپل مو باغوان کې
بیا هیلمند په غېږ کي واخلي د لنډیو آوازونه
د کونړ په سیند کي پورته یکه زار د جاله وان کې
چي سېلونه د مرغیو چینارونو ته ستنیږي
هره لوېشت یې پسرلی کې هر انګړ یې ګلستان کې
چي ملالي پکښي ګرځي د وطن پر ګودرونو
بیا شرنګی د پایزېبونو بیا پر سرو شونډو پېزوان کې
چي یې ګډ وي اخترونه چي شریک یې وي جشنونه
په جرګو یې سره خپل کړې مختورن یې دښمنان کې
چي یې موږ ته دي جوړ کړي وران ویجاړ کلي د کونډو
یتیمان یې کړې ښارونه په ماړه وږي کارګان کې
چي یې تښتي له هیبته لور په لور توري لښکري
د اورنګ د زړه په وینو رنګ غزل د خوشحال خان کې
چي بیا تښتي له کابله زخمي زړونه مات سرونه
بیا فرنګ په وینو رنګ وي بیا مي ږغ د اکبرخان کې
په تیارو کي سره وژنو دوست دښمن نه معلومیږي
ستا له نوره مو خالقه دا د شپو وطن روښان کې
ډیري وژړېدې بوري د زلمیانو پر جنډیو
راته مخ کې د ښادیو را زلمي مو یتیمان کې
ستا په نوم چي یې لیکمه لیک په اوښکو درلېږمه
په ټولۍ کي د سیالانو موږ ملګري د کاروان کې
پکښي ګوري چي فالونه په تندي د سباوون کي
هر غزل مي په دېوان کي د ملنګ عبدالرحمن کې
جهاني چي پکښي ستایي مرکې د شمله ورو
هم بوډا په ژبه پوه کړې هم زلمي را هوښیاران کې.
د ۲۰۲۰ کال د فبروري شلمه ویرجینیا