د گل ښایسته پاڼې په ډیر ناز د باد څپو نڅولې. غرور، سرلوړي او ډاډ يې راته ډیر آشنا مالوم شو .سترګې مې د ګل په ګلدانۍ ولګیدې، ګلدانۍ همدغه ګل ته یو امن اوخوندي جونگړه وه.، ګلدانۍ د ګل ریښې په خپل تن او وجود کلکې کړې وي ، ګل په پوره باور سره غوړیده ،ښورېده او نڅیده.ما هم خپلې سترګې د ګل له ښکلا او استقامت څخه نشوای اړولې. یوه شیبه مې ګل له خپل ګلدانه بهر په نوي ځای کې تصور کړ، یو مړاوی او سرکردانه ګل مې ولید چې له نوي ځای سره د نابلدي سربیره د زړه په زور کوښښ کوي ژوند ته دوام ورکړي. نه نه، رښتیا یې ویلي دي چې ګل په خپله ګلدانۍ کې ښه بريښي.
د ګل تمکين ،غرور، ښکلا، ډاډ او خوښۍ راته آشنا وبریښیده ،سملاسي مې خپله کتابچه وپلټله ، را وامې خيستله ،پرا مې نيسته قلم مې راواخیست چې څه وليکم ،خو ګوتې مې بیا د کتابچې پر خطونو ودریدې لکه بوډۍ چې نيولي وي . سړې هوا مې دټټر او وجود رگونو ته لاره وکړه ، هماغه ډار، هماغه درد مې يو وار بيا احساس کړ. یو ځل بیا راڅخه کليمې وتښتېدې. وایم، ايا کيداى شي د یوې کیسې دکښلو پیل دومره ډارونکی وي چې ان کليمي يې په وړاندې ځان بې وسه بولي . بيا وايم نه ! کليمي دي چې دکاغذ پر مخ نڅاه کوي او دونيا هستوي.
کتابچه مې بيرته بنده کړه ،سر مې راپورته کړ .عسلي سترګې مې په مخامخ شنه چمن ونښتې، ساړه باد مې د ویښتانو بې نظمه تارونه چې له چوټۍ یې ځانونه آزاد کړي ول ونڅول. پر ویښتانو مې لاس تیر کړ ورته حیرانه شوم چې دوی لا په کوم خيال کې دي او تمه لري چې منظم یې کړم او سټایل په جوړ کړم؟
څو گزه وړاندې ونې ته ورنږدې شوم ملا مې ور تکيه کړه .بيا د پیلامى په پار د کلماتو په موندلو پسې فکر واخيستم. شا او خوا مې وکتل که چیرې هغه ورک شوی پیل پیدا کړم.
خو سم دواره مې سترګې پر خارجي عسکر ولګیدې چې کمره یې په لاس کې وه او چمن له صحسن څخه یې عکسونه اخیستل،. زر مې مخ راواړوه عکاس ته مې شا وګرځوله د شونډو لاندې په غصه لګیا شوم،
وینې! دا هم شو ژوند ، په ژوند کې هر څه همداسي ننداريز دي . د یوه کمپ په یو کونج کې یوه نجلۍ چې د دوی “په فکر یواځې بې کوره شوې” ناسته ده او لا تلوسه لري لیکل کوي هممم، دا هم د یو عکس لپاره ښه متن دی ، د عکاس عکس به مشهور شي څو کسان به یې په اړه لیکنې وکړي څوک به یې د فیسبوکونو پر پاڼه کیږدي بس کیسه به ختمه شي خو زه…
زه به له دومره کليماتو سره چې پیل یې رانه ورک دی څه کوم ؟ زه به څرنګه کیسه پیلوم؟ دومره له کليماتو ډکه یم خو بیا هم هیڅ کليمي دکاغذ پر مخ نه شم رسمولی ،نه شم کولی يو تصوير وباسم اويو څه پیل کړم؟ زما درد به څوک احساس کړي؟
کتابچه مې وتړله د بوټونو بندونه مې کلک کړل ،بهرني عسکر عکاس مې ته برګ برګ وکتل .په مړو شونډو له ځانه سره وبنگيدم:«خانه خرابه څومره په سختۍ مې ځان وهڅاوه څومره په کړاو مې وکولای شو چې پخوانی غرور او اعتماد مې راوپاروم او همت وکړم، یو څه ولیکم خو تا بیرته بې همته کړم. کتابچې ته مې وکتل ټولې پاڼې یې خالي وې بس همدا لومړۍ باندې مې لس ځله لیکلي ول پیل….پیل پیل؟ »
د پیل لفظ مې پر سترګو لکه غټ دیو(ديب) داسې ولګیده ، یو وحشتناکه انځور مې تر سترګو شو زر مې کتابچه وتړله.
مخامخ مې آسمان ته پام شو .داسمان کړنگ اوغرهار مې پام هغه ته را واړاوه . بالکل لکه زما زړه د آسمان ستونی تتې تورې وریځې کلک نیولی وو، توره بیرونکې وریځ نوره هم تته شوه واړه قدمونه مې چټک کړل. کتابچه مې غیږ کې ټینګه ونیوله چې که چیري باران شي نو داسې نه دا یواځینې امید چې کولای شم احساسات او الفاظ په کې راوکاږم، خرابه شي.
رښتیا وایې څه چې په سخته لاس ته راځي ارزښت یې ډیر وي. کتابچې خو مې ډیرې لرلې اوونۍ کې مې یوه اخیسته خو گوره د دې کتابچې لپاره پوره درې اوونۍ په لین کې دریدم هره ورځ مې زړه کې زرګونه الفاظ او احساسات راټولول چې باید څه مې پر لیکلي وای خو د کمپ د لوجستیک د برخې مسوولینو به ویل : چې دوی کتابچې نه لري دوی یواځې لومړني اواړين مواد ویشي. هر عسکر به راته ویل: «ولې په خپل موبایل نوټ نه لیکې؟»
له ځان سره به مې وویل څنګه ځان دروپوهوم؟ زه د شرق نجلۍ یم له قلم او کتابچې سره یو عجیبه عاطفي تړون لرم. موږ دواړه یو بل ته لیواله یو. موږ لکه يو تن اووجود، خو له خپل تن اووجود سره پردي يو او هیڅ یو بل نه مومو . نو فکر وکړه کوم احساس چې په کتابچې لیکلی شم پر موبایل به امکان ولري؟ غټي سترګې مې په تورې توفاني او ډارونکې وریځې ولګیدې، اسمان هم څو نيزي ځمکې ته را ټيټ بريښيده داسې چې ته به وايي په ځمکه خوله لگوي ؟ دومره ترهوونکي وریځه؟ سړې هوا مې بيا سږو او تن ته لاره وکړه. سر مې د آسمان په لور جیګ کړ : «توبه خدایه کابل کې به مې چې آسمان ته وکتل نو د پزې سر به مې سترګې په کړاو کړې .خو دلته؟ دلته خو مې ان مخ لا پوره ندی پورته کړی او آسمان د سترګو له کونجه لیدلای شم؟ شاید آسمان هم د خپلې کیسې پیل ورک کړی وي بالکل لکه زه، شاید زه هم همداسې بیرونکې او بې نظمه ښکارم.هممم، د پیل ورکوونکي هر څه بدرنګ ښکاري.
په خپلو خیالونو کې ډوبه وم چې د اوومې خیمې مخې ته راورسیدم.سپینه غټه خیمه چې څه باندې څلویښت کورنۍ پکې یو ځای وې بالکل لکه ډله ييز قبر، هرې کورنۍ د خپل خصوصي حریم ساتلو لپاره د خپلو کټونو شا او خوا سپینې روجایانې پیچلې وې، د هر سپین کفن شاته ژوندي مړي له یو ډارونکی پیل او مړه شويو ارمانونو سره پراته ول.. قدمونه مې ولړزیدل.له ځانه سرمې وويل:«نو یو بې واکه او بې کوره انسان بله څه لار لري؟»
ژوره ساه مې واخیسته په همدې باور چې دومره بد احساسات مې وزغمل دا به هم وزغملی شم، خو دا ځل لکه چې دې بد احساس هر څه راڅخه اخیستي ول. سپینو پردو ته مې وکتل، څومره ډیرې کیسې دي د دې سپین رنګ شاته خو له کومه یې پیل کړم؟ سيینه پرده مې جیګه کړه پر کټ مې ځان واچاوه، مور مې سر راپورته کړ راته یې وویل: دا چیرته ځې سهار ووځې بیا غرمه راشې؟ سر مې راپورته کړ مور ته مې وکتل، د مور ښایسته غټي خو دمخ په کاسه کې له خپگانه ننوتې سترګې مې لکه پخوا ښکلې ونهليدې.دا مهال له ډاره او ویرې ډکې وې ښه ورته ځیره شوم. د مور پر مخ مې درې ګونځې پیدا شوي وې لکه د هر ګونځ شاته چې یوداستان پروت وي. بالکل همداسې له درده او وحشته ډکه او په خپل پیل پسې سرګردانه،داستان …
په ټيټ غږ مې مور ته وویل: هر څه څومره بدرنګ او ډارونکي شوي؟ هر څه بدرنګه او نابلده ښکاري کنه؟ مور مې راته د شا او خوا کورنیو کیسه پیل کړه، خو ما ته لکه څنګه چې په وړوکي کټ کې ځای نه وو هماغسې مې زړه ته د سینې په قفس کې ځای نه شو موندلای، خدان،(خداى پوهيږي ) د دې پیل موندلو به نور کوم کوم احساسات راڅخه وژل؟ د خیمې پر چت د باران د شړکنده څاڅکو غږ مې زړه ولړزاوه په بیړه مې د خپل دوه منزله کټ له پاسه د بکسونو له منځه خپل وړوکی بکس راواخیست، بکس ته مې وکتل: څومره اوږده کیسه، لوی ارمان او مسته تلوسه دې وړوکي بکس کې ځای شوې وه. بکس مې پرانیست، خپلې رنګینې لښتۍ مې راوویستلې، لښتۍ مې وشرنګولې غوږ مې ورنزدې کړ، نا نا امکان نه لري، د دې لښتیو شرنګا خو به زما زړه کې شوق او مستي راپاروله زما پیغلتوب ته یې ښایست وربښلو. زما د شوقي لښتیو شرنګا غږ هم بدرنګ او ډارونکی شوی؟ حافظه مې له ځانه ورکه شوه یو ځل بیا یې پخوانیو ورځو ته بوتلم هغه ورځې چې د خویندو منځ کې مې زه په سینګار، بنګړو، لښتیو او ګوتمیو میېنه وم ، بالکل لکه هغه ګل مغروره، تازه او ښکلې وم، خپله المارۍ مې په رنګارنګ بنګړو ، لښتیو، غاړکیو او ګوتمیو ښکلې کړې وه او د المارۍ په هر ځل خلاصولو سره د دوی شرنګا ،زما خوښۍ لس چنده کوله، د ځواني او خوښۍ حس یې راکولو. هغه شیبې مې تر سترګو تیرې شوې چې د کابل د بنجاره بازار ښایسته ګیڼې به مې ځانته واخیستې او ځان به مې د نړۍ خوشاله نجلۍ احساسوله. پر چت د باران د تیزو څاڅکو ډارونکي غږ له هغه ښکلي یاده راوویستم ، لاس کې نیولو لښتیو ته مې په غور وکتل په تن کې مې بيا سړې هوا لاره وکړه رگونه مې يخ شول . د زړه دغه ډار ډیر راته اشنا وو پر حافظې مې فشار راوړ چې دا احساس ولې راته دومره اشنا دی د یادونو لړۍ هغې ورځې ته بوتلم په کومه ورځ چې مې په لومړي ځل ټول ښایسته شوقونه بدرنګه شوي ول، هغه حس مې راوپاریده هغه زخم مې وخوږید هغه منظر مې کټ مټ هغسې تر سترګو شو، یوه خوشاله، بې پروا او با همته نجلۍ مې تر سترګو شوه، له اوښکو ډکو سترګو ته یې ځیر شوم ، هو په لومړي ځل مې د دې پیغلې بې همتي ولیده چې د کابل په هوایي ډګر کې له خپلې کورنۍ سره په نوبت ولاړه وه، دا یې وروستی ځل وو چې د خپلو مستو او بې پروا یادونو محل یې لید، هیڅ څه هم لکه مخکې نه ول، په کومې نجلۍ چې خپل ویښتان، څیره، لښتۍ او کتاب تر هر څه ډیر ګران ول، نن هغسې هیڅ نه ول په زړه کې یې لوی وحشت او په سترګو کې یې نه بیانیدونکی درد پروت وو، نن ورباندې هر څه درانه ول، اوف کاش دا ویښتان مې په بیخ کې پرې کړم او دلته یې وغورځوم هیڅ حوصله یې نلرم، څومره راباندې درانه دي، لاس مې شاته چوټۍ ته وروړ خو یو ځلې د یو چا نرم او خواږه الفاظ رایاد شول شونډې مې په دومره درد کې مسکۍ شوې او پر زړه مې نری درد راغلی، یعنې زه بې هر څه کیږم؟ احساسات مې هم ترخه شوي هر یاد مې خوله ترخوي یعنې نن زه هر څه بایلم؟ پر وجود مې دروند بار حس کړ لاسونو ته مې وکتل پر ګوتو مې ګوتمۍ وه هغه مې راوویسته له غوږونو مې لښتۍ هم راوویستې هر څه راته بوج او بدرنګ ښکاره کیدل، نن مې د هیڅ څه حوصله نلرله حتی د خپل وجود، نن هر ښایست بدرنګ شوی وو، خارجي عسکر مې پر لور راغلی او په لوړ اواز یې راته وویل ”یو شوډ ټیک انلي ون سمال بګ ویت یور سیلف” هممم، له یو عمر ژوند څخه مې یواځې یو وړوکی بکس اجازه لرم یوسم. خپل بکس مې پرانیست ومې کتل چې څه ځیني راواخلم، آه، زما ټول ژوند نن زما مخې ته لیلام وو او ما خپله حق درلود یواځې محدود احساسات مې ځینې خوندي کړم. تر هر څه د مخه مې د خپل پوهنتون اسناد راواخیستل، عسکر راته وویل چې بس یو بل څیز رااخیستلی شې. عسکر ته مې وکتل سترګې مې لکه مجبوره مسافر ټیټې شوې، شاید زما ورک شوی پیل او غرور هماغه شیبه هملته پاتې شو… سترګې مې پټې کړې خپل ټول احساسات مې خپل وجود کې بندي کړل ” دا بیک ټول زما یادونه دي او تاسو وایاست یواځې یو شی بل راخیستلی شم؟ عسکر راته وویل هوکې موږ همدومره اجازه درکولی شو. ما خپلې لښتۍ او ګوتمۍ لاس کې ونیولې او په وړوکي بیک کې مې واچولې له ځایه راپورته شوم او د الوتکې پر لور روانه شوم شاته مې خپلو مړه شویو یادونو او احساساتو ته وکتل پر وجود مې مړه خوله راغله اوښکې مې پر مخ راغلې”عجیبه ده دومره سرې اوښکي؟ تر نن پورې خو زما اوښکې یا سړې وې او یا لږ ګرمې دا څنګه اوښکي دي دوی خو مې د مخ پوټکی وسځاوه. د لویې الوتکې د ماشین دروند غږ مې په زړه د یو نامعلومه پیل ویره خپره کړه.. اودا وېره لا تراوسه زما په حواسو حکومت کوي.
نيټه 13/09/2022