دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهد امریکا ځانګړي استازي عبدالله عبدالله سره ټلیفوني خبرې کړي

د امریکا ځانګړي استازي عبدالله عبدالله سره ټلیفوني خبرې کړي

تاند:(دوشنبه ،د عقرب نهمه)‏‌ ‏د افغانستان د سولې لپاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي ټام ويسټ د پرزول شوي جمهوري نظام د مصالحې عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله سره ټلیفوني خبرې کړي.

عبدالله په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې عبدالله عبدالله د افغانستان له خلکو سره د امریکا د متحدو ایالاتو له بشردوستانه مرستو څخه مننه او قدرداني کړې ده.

سرچينه زياتوي:«دواړو لوریو له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو پرانستل د افغانانو اړتیا او غوښتنه یاده کړه او ټینګار یې وکړ، چې د اوسنیو ستونزو د حل او په هېواد کې د سراسري ثبات د تامین لپاره واقعي بین الافغاني خبرو اترو ته چې د ملي یووالي تحکیم او ملي مشارکت لامل شي، اړتیا ده.»

د عبدالله د اعلاميې له مخې ،په پای کې ویست له افغانانو څخه د امریکا د ملاتړ له دوام څخه ډاډ ورکړ.

ټام ويسټ څو ورځې مخکې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم ورته ټلیفوني خبرې کړې وې.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    منافقین او منافقات ،د خپلو انفرادي جیبونو ډکولو لپاره په ټیلفن کې په پخوانیو غټو غټو بمونو شخوند وهي!! بهانه ېې د نجونو مکتبونه شي
    ط. مډیا ولې دا ایجړایی او تش په نامه سولې وهلو څېرو ته وخت ورکوي چې بیا په کور خود بینای مردم ، ظاهري آرایش او رنګارنګ د کرزي کرتیو باندې بېپلانه بې تفکره هسې خوسې ېېد سامري خوسکی چټي باټې ولي . افغان ولس دوی استفراغ کړي دي.
    دوی دې د بلیونونو ډالرو او اربونو دینارو او پوڼډونو حساب ،افغان نجونو، ځوانانو، ماشومانو او شهیدانو ته ورکړي !!!.
    ان الله سریع الحساب .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب