پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهلوړ پوړي ط-لب چارواکي: داسې عدالت مو راوستی چې نړۍ کې ېې...

لوړ پوړي ط-لب چارواکي: داسې عدالت مو راوستی چې نړۍ کې ېې ساری نشته

تاند:(دوشنبه ،د عقرب نهمه)‏‌ ‏د طالبانو یو شمېر لوړپوړو چارواکو د ځمکو د غصب د مخنيوي او غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون په اړه یوه معلوماتي غونډه کې خپله حاکمه اداره د اوسنۍ نړۍ «بېساری عادل نظام» بللی.

د کندهار لپاره د طالبانو د والي دفتر په خپله یوه اعلامیه کې لیکلي، چې د معلومات ورکولو دغه غونډه په کندهار کې د ځایي چارواکو لپاره جوړه شوې وه.

د طالبانو د عدلیې وزیر او د ياد شوي کميسيون رئیس شیخ‌مولوي عبدالحکیم شرعي ويلي،چې د دوی امیرالمؤمنین د دغه کمیسیون تر څنګ د ځمکو لپاره اختصاصي محکمه هم جوړه کړې، چې د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، د ښار جوړولو وزیر، د کار او ټولنیزو چارو وزیر او لوی څارنوال د کمېسیون ېې غړي دي.

د هغه په وينا یاد کمېسیون ته دنده وسپارل شوه وه، ترڅو مقرره او لايحه جوړه او د خپل مشرتابه مقام ته یې وسپاري.

‏شیخ شرعي وویل، مشرتابه يې لايحه په ۹ مادو کې منظور کړه او مقرره یې بیا په ۴ فصلونو او ۲۱ مادو کې توشیح کړه او همدا راز یې د کمېسیون او ولایتونو کي د هیئت په اړه فرمان ورکړ، چي په خبره یې اوس دا کمېسیون نور خپلې چارې عملاً پيل کړې.

وروسته د طالبانو لوی څارنوال مولوي شمس‌الدین شریعتي او د ښارجوړولو وزیر او د اختصاصي محکمې رئیس شیخ‌الحدیث مولوي عبدالغفار په خپلو خبرو کي وویل:« د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌صاحب حفظه‌الله له لوري دا ورکړل شوی فرمان د دې نظام د عدالت ښکارندوي کوي، چې په خبره یې په دې نظام کې داسې عدالت موجود دی، چي په هیڅ نظامونو کې یې بېلګه نشته.»

طالب چارواکي تل د خپلې حاکمې ادارې په اړه ورته قضاوتونه کوي، خو له دې سره بیا هم په افغانستان کې بشري اواقتصادي ناورين حاکم، د ښځو حقونه په پراخه کچه نقض او د خلکو په شخصي ژوند او حریم کې د طالبانو د لاسوهنې او د دوی له لوري د ټولو چارو انحصارول له هېواده د میلیونونو افغان کادرونو د وتو لاملونه ګڼل کېږي.

3 COMMENTS

  1. تبا شی سره له دې عدالته

    له سره تر بېخه ټول د انډیوالۍ حکومت
    بې واسطې هېځ کار مخ ته نه ځي
    چې شناخت دې نه ؤ والله که دې څوک په لار پرېږدي
    چې لونګۍ دې پر سر وه بس پاچا یې، ټولواک یې، ریئس الوزرا یې، هیبت الله یې، باجوه او بایډن یې بس چې څه کوې کولی شې.
    دا هم بې سارۍ عدالت

  2. د څه شي عدالت مو تر سره کړی؟
    عدالت مو په خپل خوب کې او که هسې په خيال يعنې تصور کې.
    په عمل کې خو داسې څه نه تر سترګو کيږي چې عدالت تامينول خو لا څه ان چې د هغه عدالت لوري ته ورکاږه شوي هم نه ياست.
    نجونې مو له زده کړو منعه کړې. مېرمنې مو له کاره منعه کړې.
    مسلکي کارونه مو ټولو له يوې مخې ملايانو او طالبانو ته ورکړي دي او نور خلک درته ايله ننداره کوي.
    له هېواده مو هديره جوړه کړې ده.
    که عدالت مو راوستی وای، نو ګاونډيو او نړيوالو به هم لږ په رسميت پېژندلی وای.
    ايا همدا مو د عدالت د نه پلي کولو يوه څرګنده بېلګه نه ده؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب