Home+د نړۍ تر ټولو سترې الوتکې تر ږغ چټکه وسیله پورته کړه

د نړۍ تر ټولو سترې الوتکې تر ږغ چټکه وسیله پورته کړه

تاند(دوشنبه، د عقرب ۶ مه) د نړۍ تر ټولو سترې الوتکې، چې وزرونه یې د فوټبال د یوه میدان هومره دي، تر ږغ چټکه یوه نقلیه وسیله اسمان ته پورته کړه.

د سپېس ویبپاڼې د راپور له مخې، دا وسیله چې Roc  الوتکې پورته کړې، تالون A نومېږي او ستراتولنچ کمپنۍ جوړ کړی دی.

دا نقلیه وسیله، چې پخوا د (Hyper-A) تجربوي نقلیه وسیله ګڼل کېده، تر ږغ د چټکو ازمېښتونو او څېړنو لپاره جوړه شوې ده.

د نړۍ تر ټولو چټکې الوتکې دا وسیله، چې ۸ متره اوږدوالی لري، د کلیفورنیا مجاوې دښتې فضا ته یووړه.

دې الوت ۵ ساعته دوام وکړ او په لړ کې یې الوتکه له مځکې څه باندې ۷ زره متره لوړه شوه.

د ستراتولنچ کمپنۍ پر اساس، دا الوت یومخ بریالی و.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...