جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهط-انو ته د اتمر خبرداری؛د دوحې تړون نه عملي کیدل به تاسې...

ط-انو ته د اتمر خبرداری؛د دوحې تړون نه عملي کیدل به تاسې او هېواد دواړه برباد کړي

تاند:(دوشنبه ،د عقرب نهمه)‏‌ د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر د دغه نظام له سقوط وروسته په لومړنۍ ټلویزیوني مرکه کې د طالبانو حاکمه اداره له امریکا متحده ایالاتو سره د دوحې تړون عملي کیدو ته وبلله.

نوموړي له ABN افغاني رسنۍ سره په مرکه کې وويل، چې پر دغه تړون د طالبانو نه عمل او په خاص ډول د بين الافغاني مذاکراتو نه پیل به طالبان او هېواد دواړه برباد کړي.

حنیف اتمر په دې مرکه کې له طالبانو، شمال ټلوالې او بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني ټولو وغوښتل چې په يوه ټغر سره ټول او د بین الافغاني مذاکراتو او تفاهم له لارې په هېواد کې د یوه منتخب، مشروع او مقتدر مرکزي نظام د جوړېدو لپاره ګډ کار وکړي.

اتمر، چې په وروستيو کې ېې له یو شمېر نورو پخوانيو سیاسي څېرو سره د سولې او عدالت په نوم سیاسي خوځښت هم اعلان کړی، يو ځل بيا د سیاسي تفاهم او سولې له لارې په افغانستان کې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

هغه له احمد مسعود او نورو طالب ضدو څېرو وغوښتل، چې د جګړې پر ځای پر سولې تمرکز وکړي او په دې ډول د هېواد ستونزې حل کړي.

حنيف اتمر د دغې مرکې پر مهال د جمهوري نظام په ناکامۍ او سقوط کې د ځان په ګډون ټول افغان سیاسي او دولتي مشران پړه وګڼل او ويې ويل نه یوازې بښنه غواړي، بلکې د هغه فرصت په تمه هم دی چې په ملي او نړيواله کچه ټول دغه سياسي مشران د خپلو ناکامیو او ملامتيو په اړه ځواب او حساب ووایي.

اتمر،چې د افغانستان په امنيتي سکتور کې هم د رهبرۍ په کچه د کار تجربه لري، د جمهوري نظام د ځواکونو قربانۍ د افغانستان، سيمې او نړۍ لپاره بېسارې وبللې.

د ده په وينا، د طالبانو او امریکا د سولې تړون د یادو ځواکونو پر جنګي مورال ډېر بد اغېز ځکه وکړ، چې امريکا له طالبانو سره اوربند کړی و او افغان ځواکونه نه پوهیدل دوی ولې ورسره د امریکا د ودرول شوي هوايي ملاتړ باوجود بيا هم وجنګیږي.

اتمر ټینګار وکړ،چې د جمهوري نظام سقوط د دوحې تړون له لاسلیک وروسته په تدریجي ډول پیل شو، خو په وینا یې چې افغان مشرانو بايد پريکړه کړې وای چې نظام له منځه لاړ شي او که یې پر ځای یو موقت حکومت رامنځته شي.

دغه پخواني افغان مقام دغه راز د افغان سولې لپاره د امريکا د مخکيني استازي زلمي خليلزاد له لوري طالبانو سره د سولې ماموريت ناکام وباله او ویې ویل،چې خلیلزاد د یوه امریکايي وګړي په توګه د خپل هېواد ګټې تعقيب خو افغانستان ته تاوان واړوه.

هغه خليلزاد تورن کړ، چې د افغانستان ډېرو سياسي مشرانو ته ېې د موقت حکومت د جوړیدو او هغوی ته ېې د مشرۍ وعده ورکړې وه، چې په دې ډول ېې د سياسي قشر تر منځ اختلاف پیاوړی او د نظام سقوط ګړندی کړ.

د‌ بهرنيو چارو پخواني وزير دغه راز د افغانستان د فېډرالي کیدو او تجزیې په اړه د ځینو نا پښتنو فاشيستي ډلو غوښتنو ته هم توند غبرګون وښود او ویې ویل، چې دا غوښتنې مخکې د اساسي قانون په لویه جرګه کې هم شوې وې، خو د افغانستان د خلکو استازو رد کړې وې.

د هغه په وينا، د سولې او عدالت په نوم د دوی سياسي خوځښت په قاطع ډول د داسې غوښتنو خلاف دی او مقتدر مرکزي نظام په داسې ډول غواړي،چې اداري نظام یې په ټولو سطحو د صلاحیتونو وېش ولري او خلکو ته ښه خدمت وکړای شي.

 حنیف اتمر په غير رسمي ډول طالبانو سره د خپلو ارتباطي چینلونو موجوديت هم تاييد کړ او هیله یې وښوده، چې دا چینلونه په رسمي ډول د اړيکو او طالبانو سره د ټولو افغان لوريو د مذاکراتو زمينه برابره کړي.

د ولسمشر غني دا نيږدې پخوانی ملګری له هغه ناراضه بريښيده او د يوې پوښتنې په ځواب کې چې د هغه ارمان ورځي کنه، ویې ویل چې د داسې ورځې په ارمان دی چې ټول افغان سیاسي مشران خلکو ته ځواب ووايي.

د اتمر دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې هغه هم د جمهوري نظام د سقوط او پر ځای ېې د ده په مشرۍ د یوه موقت حکومت د جوړیدو له مينه والو بلل کیده.

هغه په دې مرکه کې له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک دفاع وکړه او ويې ويل، که دا تړون نه وای لاسلیک شوی، جمهوري نظام به په ۲۰۱۴ کې سقوط شوی و.

د اتمر له مرکې وروسته د ماليې پخواني وزير حضرت عمر زاخيلوال پر خپلې ټویټر پاڼې د خپل یوه کارمند ټویټ ریټوټ کړی، چې حنیف اتمر ته پکې داسې خطاب شوی:«د ملت حساب خو پریږده ته دا متانت لا نلرې چې کومې عامې رسنۍ سره مرکه وکړې،

 ټامي شبکې سره ناست یې،خپلې ترتیب کړې پوښتنې پخپله خوښه ځوابوې تر څو دې پدې توګه سپناوی وشي. ته تښتیدلی اوس د ولس منفور یې او استخباراتي کلپې دې نورې له چلښته لویدلی.»

طالبانو او نورو لوریو تر اوسه د حنیف اتمر څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

4 COMMENTS

  1. زاخېلوال خو خپله د هماغه رژيم له پاتې شونو دی. له هماغه نظامه يې خوړلې او څښلې ده.
    دا چې نوموړی حنيف اتمر پړ بولي، نو خپله څه کوي؟
    د ولسمشر کرزي او غني دواړو وختونو حسابي به په خپلواکه توګه له خپلواکو رسنيو سره ورکړي؟
    نوموړی چې کله سفير شو، نو خپله قبله يې له کابل څخه اسلام اباد ته واړوله.
    د اسلام اباد قبله لکه چې ډېره سپېڅلې ده که څنګه؟

  2. موننه اتمر صواحب
    شکلی خوبری یی کړی

    زاخولوال دو پنجاب نوکر او چاکر
    بیغیروته، جوسس، غل
    او خوپله ټومی دو

  3. زاخېلوال ملامت نه دی ، هغه مجبور دی د آی اس آی د یوه غړي او مشهود جاسوس په توګه د هر هغه چا بد رد ووایی چې د افغانستان د خلکو د یوالي او د هېواد د یوموټي ساتلو په باب خبرې وکړي .
    زاخېلوال ماشومتوب د شورای نظار د ډلګۍ د یوه هلک په توګه تېره شوېده او د شرم سترګې یې لا پخوا خوړلي دي.

  4. زه د زاخلوال پلوي نه کوم خو اتمر د هم د سره رود په ښونځي کې په پشت او سړوپ مشهور وو او بیا هغه ستمدیده هلک دخاد په پنځم ریاست کې چوکۍ لرله د پرچم د ډلې استازی او په لسګونو انسانان یې ځورولي او مرګ ته برابر کړي دي ! ګوډ منافق په هر جاسوسي شبکه کې خپله ونډه لري ! نالت په مذدورانو او مذهبي لېونیانو !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب