جمعه, اپریل 19, 2024
Home+څه ته ناسم باورونه ویلی شو؟

څه ته ناسم باورونه ویلی شو؟

مینه احمد

د ناسمو باورونو شمېر بېخي ډېر دی. تاسو هم هغه څه چې مو له مور، پلار، ښوونکي، ملګري او یا د ماشومتوب او ځوانۍ پر مهال زده کړي، ممکن ناسم باورونه وبلل شي. اولاد کله ناکله مستقیماً د پلار او مور ناسم باورونه تعقیبوي، مثلا هغوی درته وایي: (هلکان نه ژاړي) یا (ښې نجونې نه په غوسه کېږي)، خو د موقع پر اساس درباندې پرله‌پسې نیوکې کېږي، چې ناسم باورونه پیدا کوي، او وروسته دې پایلې ته رسېږئ چې زه بې ارزښته یم؛ زما غوښتنې مهمې نه دي او یا زه مینه‌ناکه نه یم او…

اصلي خبره دا ده چې ممکن په همدې بڼه دا ناسم باورونه درباندې اغېز وکړي او بیا یې عملي هم کړئ، چې بیا د دې سبب کېږي چې نور خلک هم درسره همداسې چلند وکړي. انسانان هم، لکه کمپیوټر کېدای شي ښه برنامه‌لیکونکي شي او د ماشومتوب ناسم باورونه هم په مخکنیو خبرو باندې بدلېدای شي.
د مطلب په دوام ځینې داسې ناسمو باورونو ته اشاره کوو، چې پر ډېرو خلکو اغېز کوي. او همداراز په هر عبارت پسې مو بل منطقي عبارت ته اشاره کړې، هغه مثبت عبارتونه چې د منفي باورونو پر وړاندې درېږي، د مثبتو عباراتو تائید دی.

  • زه ځواک نه لرم. زه د بهرنیو شرایطو قرباني یم؛
  • زه مسوول یم او د ژوند کنټرول مې په لاس کې دی. هر ډول شرایط چې غواړي وي، خو زه نشم کولای، چې خپل لید هغو ته ځانګړی کړم؛
  • ژوند یوه هڅه ده. که ژوند ساده او خوشحاله په نظر راشي، نو حتماً باید کومه نیمګړتیا په کار وي؛
  • ژوند سرشاره او خوږ دی؛
  • زه آرامه اوسېدای او تفریح کولای شم؛
  • ژوند یوه ماجرا ده. زه زده کوم چې د ژوند ښکته او پورته ومنم؛
  • که خطر ومنم، بایلونکی کېږم. که ماتې وخورم، نور خلک مې رد کوي؛
  • که له خطر سره مخ شم، کومه خبره نه ده؛
  • پروا نه کوي، که ماتې وخورم؛
  • فرق نه کوي، که بریالۍ شم؛
  • اړینه نه ده، اړتیا او احساسات مې مهم نه دي؛
  • زه یو ارزښت لرونکی او بېساری کس یم؛
  • زه د نورو غوندې د هر څه وړ یم چې لاسرسۍ ورته کېږي؛
  • تل باید ښه او ښایسته معلومه شم، اړینه نه ده چې څه احساس لرم؛
  • پروا نه کوي چې زه خپله اوسم؛
  • که په ټاکلې کچه خپه اوسم، دا مسئله باید حل شي؛
  • اندېښنه کول د مسئلې په حل کې هېڅ ګټور نه شي تمامېدای، خو عمل او اقدام، مسئله حل کولای شي؛
  • له هرې ستونزې سره د مخامخېدو وس نه لرم، همدا بس دي چې لږ لږ او ګام په ګام کار وکړم؛
  • دباندې نړۍ خطرناکه ده، یوازې له هغه څه سره امن احساسوم چې پېژنم یې؛
  • له نړۍ سره د آرامتیا هنر زده کولای شم. همداراز نويو فرصتونو ته پام کوم، چې زده یې کړم او پرمختګ وکړم؛
  • د ناسمو باورونو پېژندل خپله لومړنۍ او اړین ګام دی، چې پورته کوم یې. بل ګام دا دی چې مثبت عبارت د هر منفي باور پر وړاندې وکاروم، چې د مسئلې د حل کولو لپاره نوې پلان‌جوړونه وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب