Homeخبرونهد افغان امنيتي ځواکونو د ژغورنې لپاره د ټویټر فعالانو کمپاين پيل...

د افغان امنيتي ځواکونو د ژغورنې لپاره د ټویټر فعالانو کمپاين پيل کړی

تاند:(دوشنبه ،د عقرب نهمه)‏‌ ‏د افغانستان يو شمېر پخوانیو امنيتي چارواکو او د پاشل شويو امنيتي ځواکونو ملاتړو په ټویټر کې د دغو ځواکونو د ژغورنې په هدف کمپاین پیل کړی.

د کمپاين ګډونوالو د SaveAfghanSoldiers# ټرينډ له استعمال سره خبر ورکړی، چې د طالبانو حاکمې ادارې د جمهوري نظام د امنيتي او دفاعي ځواکونو د وژلو، شکنجې او ځورولو لپاره خپل اقدامات زیات کړي.

د‌ جمهوري نظام د امنيتي او دفاعي سکتور وياند جنرال اجمل عمر شینواري هم په دغه کمپاين کې ګډون کړی او لیکلي، چې طالبانو د افغان وسله وال پوځ د منسوبينو مرموزو وژنو څپه ګړندۍ کړې ده.

د ټولنیزو رسنیو ډیرو دغو فعالانو، چې له هېواده بهر ژوند کوي، له نړیوالو غوښتي چې د افغان ځواکونو د ژغورلو لپاره د طالبانو پر حاکمې ادارې فشار راوړي.

د طالبانو ادارې بیا په دې اړه ادعاوې رد کړي او ويلي، چې لا هم د جمهوري نظام يو شمېر پوځي او امنیتي منسوبین دندې ورسره لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...