Dialect, Idiolect, Accent and Variety
لیکوال: سیلانی
کله چې د پښتو ژبې ګرامر او ژبپوهنې اړوند اثارو ته سر ورښکاره کړو، دېر داسې اصطلاحات، نومونې، برخې او ډلبندۍ شته چې لا تر اوسه نۀ دي کره شوي، کۀ څۀ نا څۀ کار هم پرې شوی وي، نو پۀ بېلابېلو بڼو، ډولونو او جلاجلا نومونو شوي دي، لۀ هغې ډلې څخه دغه Dialect, Idiolect, Accent and Variety اصطلاحات یادولی شو. دلته غواړم یو څۀ خبرې پرې وکړم او ستاسو نظریات، تنقید او وړاندیزونو ته هم سترګې پۀ لار یم.
اکسنټ
د انګریزي ژبې « اکسنټ » زموږ پۀ ژبه کې پۀ بېلابېلو نومونو او تعبیرونو وړاندې کيږي. څوک يې لهجه ګڼي، څوک ورته خج یا فشار وايي، څوک یې لحن بولي، څوک ورته ټون وايي، ځينې یې پۀ آهنګ تعبیروي، شته داسې کسان چې د ژبې یو ډول ورته وايي، خو محصلینو ته دا مسئله سرخوږی او تشویش را منځته کوي.
د نورو ژبو کلمې او اصطلاحات پۀ بشپړه توګه او عینآ موږ خپلې ژبې نشو را ژباړلی او یاهم عینآ هماغه اصطلاح او کلمه ورته نشو موندلی، بلکې هڅه کيږي تر څو نږدې معادل، مناسب او هماغه مفهوم د تعبیر اصطلاح او کلمه ورته وکاروو. دلته غواړم د اکسنټ پر معنا او مفهوم چې نورو ژبو کې یې وړاندې کوي خبرې وکړم، پښتو ژبه کې یې نومونه ماته ستونزمنه بريښي تاسو خپل نظر د نوموې پۀ هکله وړاندې کړئ.
ما پۀ انګریزي ژبه کې پۀ دې اړوند بېلابېلې مقالې، کتابونه، ویدیوګانې او همدارنګه مشهورې نړیوالې دیکشنریانې لکه: اکسفورد، کمبریج، لانګ من هم وکتلې، ددې تر څنګ مې ایراني کتابونه هم وکتل؛ پۀ ایراني پارسي کې اکسنټ ته « لهجه » کاروي. کله چې د لهجې تعریف او پېژندنې ته پۀ ایراني قاموسونو او منابعو کې سر ښکاره کړئ هلته لیدل کيږي:« 1 – زبان . 2 – طرز سخن گفتن و تلفظ . 3 – شعبه ای از زبان . 4 – تلفظ واژه های یک زبان به شیوة خاص یک منطقه »
همدارنګه ما چې څومره ایراني ماخذونه وکتل، زما پۀ آند د هغوی موخه لۀ لهجې « طرز سخن گفتن و تلفظ» دی چې دا تعبیر د انګرېزي ژبې د اکسنټ سره معادل راځي، بله مسئله د لهجې دمشخصاتو ده، کله چې ایراني ماخذونو ته مراجعه وشي، هلته د لهجې پۀ ځانګړنو کې د اکسنټ ټولې ځانګړې منعکس شوي دي، دوی لهجه د پښتو ګړود پۀ معنا نۀ کاروي بلکې ګوېش د ګړود پۀ معادل کاروي. زۀ لهجه د ګړدود معادل نۀ ګڼم او زما پۀ باور د لهجې کلمه د دیاليکت معادل نۀ ده.
پۀ انګریزي ژبه کې اکسنت پۀ یوه ژبه کې د وییونو د تلفظ، ادا کولو يا هم ویلو ډول ته وايي. یعنې معنا دا چې یوه کلمه څۀ ډول تلفط شي یا د تلفظ ستایل ته یې وايي. چې همدا د تلفظ ډول موږ د یو شخص ځای، سيمه او حتی د هېواد ښکارندويي کولی شي. اکسنت پۀ یو ژبه کې تلفظ پورې اړه لري، چې پۀ دې تلفط کې فونتيکي او ځينې مهال فونولوژیکي تغیرات راتللی شي. اکسنت د ډایلیکټ یا ګړدود یوه فرعي برخه ده. پۀ ځينو ډیکشنریانو کې د اکسنت یوه معنا د تاکيد لپاره راغلې ده، چې یو شخص د تاکید لپاره د کلمې پۀ يوه برخې یا څپې باندې فشار راوړي، مګر دا پۀ دې معنا نۀ ده چې موږ اکسنت ته فشار یا خج ووایو. ځکه چې کله یو لغت د بېلابېلو اشخاصو لۀ خوا چې هغه د بېلابېلو سیمو، هېوادونو او ځایونو اوسېدونکي وي تلفظ شي طبعآ فشار لۀ یوې کلمې پۀ بلې کلمې ته اوړي. بله دا چې موږ پۀ کلمو کې د څپو د فشار لپاره ځانګړې اصطلاح لرو، لکه فشار یا د ایرانیانو پۀ اصطلاح تیکه یا Stress چې ځانته ځانګړي مشخصات لري، چې لاندې بحث پرې کيږي. بیا هم کۀچېرې اکسنت د فشار یا سترس پۀ موخه کارول کيږي، نو لازمه ده چې ورته تاکيدي اکسنت ووایو.
تاسو به پۀ ټولنیزو رسنيو کې د دوو طالبانو کش مکش لیدلی وي، یو یې د لغمان اوسېدونکی دی، بل یې د میدان وردګو اوسېدونکی دی. یو ځای کې د وردګو طالب وايي: « امارت ما مني..». یعنې امارت ما قبولي. دلته تاسو لږ ځير شئ، ورګ طالب د « مني» کلمه « ميني» تلفظ کوي. کۀ همدا د « مني » کلمه موږ د مختلفو افرادو حتی بهرنیانو باندې تلفظ کړو، څوک م ته زور ورکوي، څوک زیر، څوک لۀ میم وروسته زورکی ورکوي، ځينې لۀ ی وروسته ه ور زیاتوي. دې ته اکسنت وايي، ځکه کلمه یوه ده، معنا یوه ده، صرف تلف کې یې تغیرات راغلي دي. تغیرات هم پۀ فونیتیکي برخه کې را منځته شوي دي.
راځئ بلې بېلګه کې د « افغانستان » کلمه وړاندې کړو. کۀ همدا کلمه د یو ایراني، امریکایی، عرب، افغانانو… لخوا تلفظ شي، نو څوک يې افغانستان تلفظ کوي، څوک یې افګانستان، اوغانستان، افغونستان… دلته هم وګورئ کلمه یوه ده، هدف یو دی، معنا یوه ده. مګر یوازې د افغانستان د کلمې د تلفظ ستایل یا ډول فرق کوي. ځينې کۀ دا ګړدود بولي دا ګړ دود نه دی، بلکې اکسنت. کله چې یو امریکایی يا اروپایی د افغانستان کلمه تلفظ کړي موږ پوهېږو چې دا افغانی نۀ دی، کۀ پۀ افغانستان یې د یوې سیمې وګړی تلفظ کړي موږ پۀ دې پوهېدلی شو، چې دا کومې سیمې اړوند دی. البته پېژندنه یې یوازې متخصص اشخاص کولی شي.
ځينې اشخاص اکنست ته لحن وایي او دا ورته مناسب معادل ګڼي، زۀ پۀ دې باور یم او غواړم پۀ بله لیکنه کې پرې خبرې هم وکړم، چې لحن د موسیقۍ، موزیک، انتونیشن، آهنګ سره کارول کيږي او هغه یو جلا بحث دی.
ګړدود: Dialect
د يوې ژبې تغیر شوې بڼې ته ګړدود وايي، چې د یوې ځانګړې ډلې، ټولنې او وګړو لخوا پۀ يو ځانګړې جغرافیې یا سیمه کې ويل کيږي. کله چې د یوې ژبې د تغیر شويو بڼو ویونکي سره خبرې وکړي، د دوی د لهجو ترمنځ دومره توپيرونه رامنځته شوي وي، چې حتی ځينې وخت د یو بل پۀ خبرو هم نۀ پوهيږي، ځکه هرې تغیر شوې بڼې ځانته جلا فونيټکي، فونولوژيکي، مورفولوژیکي او ګرامري قواعد خپل کړي وي، خو پۀ مطلق ډول نشو ویلی چې د یوې واحدې ژبې د ګړدودونو ویناوال د یو بل پۀ ژبه نه پوهيږي. کۀ د مطلق خبره شوه، نو بیا هغه دوه جلا ژبې ګرځي. البته دا پۀ هغۀ ګړدودونو کې منعکس کیږي چې حغرافیایي واټن یې اوږد وي.
ژبه د وخت پۀ تېرېدو سره لومړی پۀ اکسنټونو او بیا پۀ ګړدودونو وېشل کيږي، کۀچېرې یو ګړدود ملاتړ شي او ویوونکي يې د سیاسي اقتدار پۀ رئس کې وي، نو همدا ګړدود پۀ ځانګړې ژبه اوړي. کۀ برعکس شي بیا ممکن يو ګړدود لۀ منځه لاړی شي یا هم د بل ګړدود ژبې سره مدغم شي.
د ګړدونو مسئله پۀ غرب او آسیا کې لږ څۀ فرق کوي، ځکه د غرب ځينې نړيوالې ژبې پۀ ډېرو هېوادونو کې د رسمي ژبې پۀ توګه کارول کيږي، چې دا کار د اصلي او فرعي ژبو تر منځ ډېر واټن را منځته کوي، یو ژوندی مثال یې د انګلیسي ژبې ګوېشونه دي، چې ډېرو هېوادونو کې ويل کيږي، لکه د هندوستان انګلیسي، کانادایي انګلیسي، دجنوبي افریقا انګلسي، داسکاتلندانګلیسي، د استرالیاانګلسي،ایرلندي انګلیسي، بریتانوي انګلیسي ، نیوزلند، امریکايي انګليسي … اوس کۀچېرې ددغو هېوادونو ویونکي سره یوځای شي، نو د یو بل پۀخبرو پوهیږي، مګر د یادو هېوادونو پۀتعلیمي نصاب کې ددوی انګلیسي جلا ګرامر، فونيتکي او صرفي قواعد لري. ځکه هر هېواد یې د خپلو خلکو د اکسنټونو لۀ مخې لولي.
دلته که افغانستان ته راشو او د ترکي ژبې پۀ ګړدود باندې خبرې وکړو، نو ترکي ژبه ډېر ګویشونه لري لکه: ترکي استانبولي، ازبکي، ترکي اذربایجاني قزاقي او یغوري…. را ځم ازبکي ژبې ته کله چې زموږ د افغانستان یو ازبک لۀ یو ترک سره خبرې وکړي، دوی د یوبل پۀ خبرو۴۰/۵۰٪ پوهیږي. د ترکي ژبې ډېر کلمات، ګرامري قواعد او صرفي اصول پۀ ازبکي ګویش کې تغیر شوي دي.
اوس ترکي او ازبکي دوه جلا ژبې نه دي او نه هم ازبکي د ترکي ژبې اکسنت دی. بلکې ازبکي د ترکي ژبې یو ګویش دی او ترکي د ازبکي ژبې د مور یا ثابتې ژبې حیثیت لري. ځکه د دوی تر منځ ګرامري، فونيتکي، فونولوژيکي او مورفولوژيکي تغیرات رامنځته شوي دي، مګر ددوی اساس او ريښه یوه ده.
پښتو ژبه هم ډېر ګړدودونه لري، هغو ګړدودونو کې توپیرونه ډېر تر سترګو کيږي، چې جغرافيايي واټن پکې زیات وي، لکه د کوزې پښتونخوا د مسعودو، وزیرو، خروټو، شینوارو، افریديو، خټکو او داسې نور ګړدودونه، د بېلګې پۀ توګه: وزیر پښتانه د کوم پر ځای کيم کاروي، د موږ پر ځاي ميژ، د پلار پر ځای پلور… همدارنګه پۀ ګوېشونو کې د يوې سيمې خلک د یوې کلمې لپاره جلا کلمه هم کاروي لکه : سهار او ګهيځ… همداسې ډېر مثالونه نور هم شته، چې دلته یې ځای نه دی.
ژبپوهانو ګوېشونه یا ګړدودونه پۀ مختلفو ډولونو وېشلي دي، چې پۀ ټولیزه توګه څلورو ډولونو ته یې باور او رایه ډېره ده.
لومړی جغرافيايي ګړدود: چې یوې ځانګړې جغرافیې پورې تړلي وي لکه : دشینوارو سيمه کۀ کوزه پښتونخوا کې ده او که بره، د ترکيې استانبولي ګړدود چې د استانبول خلکو پورې مربوطیږي یا هم د ایران اصفهانی ګړدود… پۀ دغو کړدودونو کې د هماغې جغرافيې د یوونکو مشخصات منعکس شوي وي.
دویم: ټولنیر ګړدود : دا هغه ګړدود دی چې د ټولنې يوې ځانګړې ډلې پورې اړه لري، پۀ دې ګړدود کې جنسیت، پوهه، اقتصاد، فرهنګ او دود، عمر او نور مسايل رول لري. مثلا د یوې ټولنې د اکدمیکو اشخاصو ګړدود چې تر عام ولس فرق کوي.
درېيم: تاریخي ګړود: دا هغه ګړدود دی چې د تاريخ پۀ يوه ځانګړې برخې یا دور پورې تړل کيږي، د بېلګې پۀ توګه د ایران د قاجار د دور ګړدود یا هم د پښتو د لرغونې دورې ګړدودونه، یا دلاتینې امريکې ګړدود.
څلورم معیاري ګړدودونه : دا هغه ګړدودونه دي چې پۀ لیک لوست کې تر ګټه اخستل کيږي. کتابت او لیکوالي پرې کيږي، همدارنګه د یوې مشخصې کتلې او وګړو حمایت او ملاتر ورپسې وي. د بېلګې پۀ توګه ازبيکي ګوېش چې د افغانستان پۀ شمال کې د کتابت او لیکوالۍ ګړدود دی او ډېر شمېر وګړي پرې خبرې هم کوي او ملاتړ هم لري. البته ازبکي د ترکي ژبې ګړدود دی، موږ ورته محلي ژبه وایو.
ځينې پوهان ګړدودونه په دوو برخو معیاري او غیر معیاري وېشل کيږي. د پښتو ژبې لپاره دا ډول وېشنې ګټورې نه دي، لازمه چې د جغرافیايي موقعیت له مخې د پښتو ژبې ګړدودونه وڅېړل شي.
فردي لهجه یا ګړود یا Idiolect:
دا پۀ یوه ژبه کې هماغه فردي لهجه ده. ما یو مهال یو پوهنتون کې د فردي لهجې خبره یاده کړه، استادانو را پورې وخندل… هر کس د یوې ځانګړې لهجې خاوند دی، چې دې ته فردي لهجه وايي. موږ د فردي لهجې توپیر او تفکیک لۀ نورو لهجو سره څۀډول کولی شو؟ پۀ فردي لهجه کې پوهه، عمر، جنسیت، رشته، مهاجرت، سیمه او نور فکتورونه مهم رول لري. راځئ پۀ یوې بېلګې سره یې واضحه کړو، کۀ موږ د یوې کورنۍ څلور غړي پۀ نظر کې ونیسو چې یو یې داکتر وي، بل یې ولسي یا قومي مشر وي، بل یې د کور مېرمن وي او څلوم د ښوونځي زده کوونکی وي. کۀ چېرې اوس موږ ددوی مجالسو ته کښېنو او خبرې يې واورو نو د دوی پۀ فردي لهجه يا د خبرو پۀ طرز او انداز او همدارنګه د خبرو کولو کچه کې توپیر لیدل کيږي، چې همدا خپلۀفردي لهجه یا ایدولیکټ دی.
ډول، بڼه، نوع/ ګونه/ Variety
دا پۀ ژبه کې يوه خنثی شوې اصطلاح ګڼل کيږي، چې پۀ ځانګړې توګه کوم ځانګړی تعریف او مشخصه کارونه نلري. دا اصطلاح پۀ اکسنت، ژبه او ګوېش او نورو اصطلاحاتو کې کارول کيږي. موږ کولی شو ورایتی یا ګونه یا هم ډول/ نوع پۀ کلي توکه و کاور لکه: کۀ موږ ووایو د منګلو ګړدود د پښتو ژبې یوه تغیر شوې بڼه ده، یا هم فردي ګړدود د عمومي ګړدود یوه بڼه، ډول یا ورایت دی. نو دا اصطلاح پۀ ځانګړې توګه کومه معنا نلري.
را تلونکې لیکنه کې
فشار، تکیه، خج یا هم Stress
Intonation, Tone, Pitch
آهنګ، لحن او نورو مسايلو خبرې وشي.