Homeخبرونهسرچینې:‌پنجشېر کې حزب التحرير د ط-انو په همکارۍ د ايمن الظواهري غايبانه...

سرچینې:‌پنجشېر کې حزب التحرير د ط-انو په همکارۍ د ايمن الظواهري غايبانه جنازه کړې ده

تاند( سې شنبه ، د اسد ۱۸ مه) خبري سرچينو له پنجشېر ولايت څخه په يوه راپور کې خبر ورکړی،چې د حزب التحرير ډلې غړو د طالبانو د ځایي امنيتي چارواکو په همکارۍ د پنجشېر په بازارک سيمه کې د القاعدې د وژل شوي مشر ایمن الظواهري غايبانه جنازه کړې ده.

ويل شوي،چې د جنازې د دغو مراسمو مشري په پنجشېر کې د طالبانو د استخباراتو مرستيال آغا مير کوله او د دې ډلې د امنيت آمر عبدالله صديقي هم ګډون پکې کړی و.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

حزب التحرير،چې د نړيوالو ترهګرو ډلو له فکري تغذيه کوونکو ډلو ګڼل کېږي، په پنجشېر ولايت کې پراخ نفوذ لري.

 نیږدې دوه اونۍ مخکې د امريکا ولسمشر جوبایډن د کابل د وزیر اکبرخان او شېرپور سیمو تر منځ د بې پیلوټه الوتکې د يوه برید پر مهال یې د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژلو خبر ورکړ.

طالبانو په دې اړه له څو ورځينۍ چوپتيا وروسته په ځينو ولایتونو کې د امریکا د دغه برید خلاف لاريونونه وکړل، خو ډېر شنونکي باور لري چې ياد شوی برید خپله د طالبانو په همکارۍ تر سره شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...