دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهامريکا کې د ټرمپ د کور پلټنه؛نبیل د کابل شېرپور کې استوګنې...

امريکا کې د ټرمپ د کور پلټنه؛نبیل د کابل شېرپور کې استوګنې ته دعوت کړ

تاند( سې شنبه ، د اسد ۱۸ مه) تر هغې وروست،چې د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا دايف بي آی ځواکونو له لوري په فلوريډا ايالت کې د خپل کور د پلټنې خبر ورکړ، د افغانستان د ملي امنیت پخواني رييس رحمت الله نبیل نوموړي ته د کابل په شېرپور سیمه کې د استوګنې بلنه ورکړه.

نبیل په خپله ټویټر پاڼه کې ډونالډ ټرمپ ته لیکلي، چې که په امريکا کې د امنيت احساس نه کوي او ياد شوي ځواکونه ېې ځوروي، نو غوره ده چې کابل ته راشي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رييس ټرمپ ته په خطاب کې زياتوي،چې دی په دوحه کې له طالبانو سره د ټرمپ د سولې د لاسليک کړي تړون له مخې ډاډه دی،چې طالبان به شېرپور کې د نوموړي ښه ساتنه وکړي.

د رحمت الله نبیل په وینا، طالبان به هيڅکله د ټرمپ او د هغه د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هغه ښېګڼې هېرې نه کړي،چې د دوحې تړون له لاسلیک سره ېې دوی بیرته پر افغانستان واکمن کړل.

د ملي امنیت پخواني رييس د دوحې تړون هغه برخه هم ياده کړې،چې طالبانو ېې له مخې د افغان ځواکونو خلاف د جګړې او وژنو له شدت سره- سره پر امریکايي ځواکونو تر پایه يو برید هم ونه کړ او ټرمپ سره په کلکه په خپلو ژمنو ودريدل.

نبیل د امریکا د ایف بي ای په تور لیست کې د حقاني شبکې د مشر سراج الدين حقاني د نوم موجوديت ته په اشارې،چې امريکا یې په وژلو او نیولو ۱۰میلیونه ډالره انعام ټاکلی و او هغه اوس د طالبانو د ادارې د کورنيو چارو وزير دی ویلي: په افغانستان کې د ایف بي ای د تور لیست نور ډېر خلک هم دلته ارام او مطمئن ژوند لري.

رحمت الله نبیل دا څرګندونې تر هغې وروسته کوي،چې نیږدې دوه اونۍ مخکې د امريکا ولسمشر جوبایډن د کابل د وزیر اکبرخان او شېرپور سیمو تر منځ د بې پیلوټه الوتکې د يوه برید پر مهال یې د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژلو خبر ورکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب