یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد نجونو د ښوونځيو د تړلو معما؛نيويارک‌ ټایمز:د کندهار شورا خنډونه جوړ...

د نجونو د ښوونځيو د تړلو معما؛نيويارک‌ ټایمز:د کندهار شورا خنډونه جوړ کړي

تاند( سې شنبه ، د اسد ۱۸ مه) ‏‏په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنيدو او د نجونو د ښوونځيو د تړل کیدو یو کال پوره کیږي،ډېری افغانان نه پوهیږي چې دا پریکړه چا کړې او څوک د ښوونځيو د بېرته پرانیستل کیدو پر وړاندې ډېر خنډ دي.

په دې اړه نيويارک ټايمز ورځپاڼې په تازه راپور کې د طالبانو د لوی کندهار شورا، چی په ياد شوي ولايت کې مېشته ده او مهمې پريکړې کوي، ګرمه ګڼلې ده.

دغه ورځپاڼه د طالب سرچينو په حواله وايي،چې د طالبانو ډېری مشران هم د ښوونځيو د بېرته پرانیستل کیدو ملاتړ او غوښتنه کوي،خو په کندهار کې د طالبانو د ادعا شوي امیرالمؤمنین په نوم مخ پټی ملا هبت الله اخندزاده او ورته نیږدې ډله د يادې غوښتنې خلاف دي.

مخکې د طالبانو د لوی کندهار شورا د دوی د لوېې پکتيا شورا (حقاني شبکه) چې پاکستان ته په اوږدې جاسوسۍ بدنامه ده، د سخت دریځو پريکړو سرچينه ګڼله.

په وروستيو کې لیدل کیږي،چې د حقاني شبکې مشران د نرمۍ خبرې کوي او ثابتوي،چې سخت دریځۍ تر ډېره د طالبانو د لوی کندهار د ډلې اړوند دي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی،چې د طالبانو له مهمو سياسي لابي کوونکو څخه دی، د ښوونځيو د تړلو تر شا د پاکستان د لاس لرلو ادعا کړې ده.

دا په داسې حال کې ده،چې څه موده مخکې د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان،چې د طالبانو د بیرته واکمنيدو پر وخت په واک کې و،‌په کابل کې د طالبانو حاکمه اداره د پاکستان خپله اداره ګڼلې وه.

طالبانو د ښوونځيو د تړلو په اړه د ملت او نړيوالو د مسلسلو غوښتنو د ردولو دلايل او دغه راز د خپلې دې پریکړې اصلي سرچینې نه دي په ډاګه کړي.

3 COMMENTS

  1. عجيب وغريب يا په بله مانا شاز و نادر اميرالمؤمنين
    يوځلې يې د تېر واړه اختر په لمانځه کې خلکو ته د اختر په لمانځه کې د شا له لورې خطبه وويله.
    بيا په کابل کې د علماو په غونډه کې اوازه شوه چې خلکو ونه شو ليډلی ځکه چې د ده روحاني څېره او د مخ جلوه دومره زياته وه چې چا ورته نه شول کتلی. خلکو خپل څادرونه خولو ته نيولي ول او ژړل يې.
    زموږ په اسلامي ارزښتونو کې تر ټولو هغه معتبره او وروستۍ خطبه د حجة الوداع وه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم هلته په زرګونو صحابه کرامو ته خطبه وويله او ټولو هغه ته کتل او هغه مبارک هغوی ته مخاطب وو. له انبياو څخه نور ښکلي څوک نشته.
    حسن يوسف دم عيسی يد بيضاء داری
    آنچه خوبان همه دارند تو تنها دارې
    تر ټولو معتبر حديث د پېغمبر صلی الله عليه وسلم په تړاو د آم المؤمنيڼ شته.
    همداسې راوروسته راشده خليف ګان ښکلي ول.
    حضرت يوسف عليه السلام همداسې درواخله چې رب العالمين د دنيا نيمه ښکلا هغه ته ورکړې وه.
    ام المؤمنين عائشة رضی الله تعالی عنها له هر چا ښکلې وه. د هغې په ليدو سره پر هېچا چې هلته نورې مؤمنانې او د صحابه کرامو مېرمنې، خويندې او ميندې وې پر هېچا داسې ابته نه راتله. يو عادي ژوند يې درلود.
    زموږ مصوّر اميرالمؤمنين دغه ځانګړتياوې له کومه کړې؟
    حال دا چې ولقد خلقنا الانسان في احسن تقويم
    دغه ډول ځانګړتياوې يې بايد روښانه شي.

  2. دا خلوک موطلب مو طوالبان دی
    دو پوکستان فاحشی دو
    دا طوالبون نو شرم لری
    نو غیروت لوری
    دو پنجاپی غولومون دو، دو پنچاپی خخخخخخ وینڅو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب