تاند( سې شنبه ، د اسد ۱۸ مه) يو شمېر افغانان د پاکستان د پوځ هغه اعلان سخت قهرولي،چې وايي د افغانستان په پکتيکا ولايت کې ېې د تحریک طالبان پاکستان د ځينو مشرانو خلاف عمليات کړي او وژلي ېې دي.
پاکستاني رسنيو پرون د خپلو چارواکو په حواله وويل،چې د ټي ټي پي مشر خالد عمر خراساني او څو نور ملګري ېې د دوی له لوري په پکتيکا کې وژل شوي.
په کابل کې د طالبانو حاکمې ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي.
خالد عمر په وروستيو کې ظاهرا په دې پلمه د کابل ادارې افغانستان ته بللی و،چې د پاکستان حکومت سره ېې د سولې د مذاکراتو منځګړتوب کوي.
د نوموړي له وژل کيدو سره،پر طالبانو دا شک هم زيات شوی،چې د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري دوی د امریکا او پاکستان په مشوره افغانستان ته بللی او پر امریکایانو وژلی دی.
په پاکستان کې د افغانستان سفارت او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخوانی مرستیال زردشت شمس وايي د طالب تر ولکې لاندې په افغان خاوره د الظواهري او ورپسې د ټي ټي پي د یو شمیر مهمو مشرانو له وژلو مالومیږي چې طالبان د واک لپاره هرې معاملې له اماده دي.
د نوموړي په وينا، دغه ډله د خپل بنسټګر او مشر ملا عمر له تګلارې په بشپړه توګه اوښتي.
شمس زياتوي،چې طالبانو په یوه مخ هم د القاعده او هم د ټي ټي پي دښمني واخیسته.
هغه په ورته وخت کې خبرداری ورکوي،چې د الظواهري د وژلو دسیسه او د ټي ټي پي مشران له پاکستاني پوځ سره په غولونکې مذاکرې مصروفول او بیا یې په پرلپسې توګه لمنځه وړل به طالبانو ته په لوړه بیه پریوځي.
طالبانو په دې اړه خلکو ته وضاحت نه دی ورکړی.
ځينې نور شنونکي هم د دغو وړاندوينو له تایید سره وايي،چې که طالبانو داسې معاملې نه لرلای، امريکا به ورسره د الظواهري د پناه ورکولو سخت حساب کړی وای.