Homeخبرونهایلن مسک: انسټاګرام د نجونو لپاره دی

ایلن مسک: انسټاګرام د نجونو لپاره دی

تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۱۳ مه)د ټېسلا او سپېس‌اېکس مشر ایلن مسک انسټاګرام له یوې ځانګړې جنسیتي ډلې سره تړلی بللی او ویلي یې دي چې انسټاګرام د نجونو لپاره دی. د هغه دې خبرې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو بېلابېل غبرګونونه پارولي دي.

مسک دا خبره د «ګېګر کېپیټل» په نوم د اېکس د یوه کاروونکي د هغه پوسټ په ځواب کې کړې، چې پکې یې د خپل انسټاګرام اکاونټ د حذفولو اعلان کړی او هغه یې د ښځو لپاره جوړ شوی پلاټفورم بللی و.

ایلن مسک د دغه پوسټ په ځواب کې لنډ لیکلي: «انسټاګرام د نجونو لپاره دی.»

مسک د روان کال په مې میاشت کې هم د انسټاګرام په اړه ورته څرګندونې کړې وې. هغه مهال یې پر هغو نارینه‌وو هم تبصره کړې وه چې خپل انسټاګرام پروفایلونه ورته استوي.

د مسک وروستۍ څرګندونې د خواله رسنیو د کاروونکو ترمنځ بحثونه راپارولي او ځینو کاروونکو په خپلو تبصرو کې د اېکس پلاټفورم په اړه هم پوښتنې مطرح کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...