جمعه, مارچ 29, 2024
Home+د استاد سيد بهاوالدين مجروح فلسفي زده كړې او فكرونه

د استاد سيد بهاوالدين مجروح فلسفي زده كړې او فكرونه

اكبر كرگر

۱

د سر خبرې 

ژمى و، ساړ و، د كابل له غرونو هم د واورو اسويلي راوتل. ښار په خپله گڼه گوڼه كې بيا هم يو زگېروى كاوه. داسې برېښېدل چې د يو چا په مرگ ماتم كوي. لكه چې د يوه انسان، د يوه لارښود په مړي ساندې وايي. ښار چوپ او ښكالو يې نه وه، لكه چې د ښار ساه هم په ستوني كې بنده وي. همداسې وه، د كابل په لومړي مكروريان كې د يوه استاد كور ته ودرېدم. لږه شېبه وروسته يې په نمجنو سترگو چې د سمال يې ورته نيولی و، دروازه خلاصه كړه. سترگې يې نمجنې وې، په ادب پوهنځي كې استاد و. په نيولي اواز يې ما ته خپله سانده واوروله: «خبر شوې؟» 

ما وويل، هو خبر شوم، نور كور راته ځاى نه راكاوه؛ نو تا ته راغلم. راځه چې وژاړو. په سورو سورو وژاړو، زموږ په هېواد يې هېڅ پېرزو نه دي. يو ټپي څراغ او د لارې مشعل يې هم پر موږ پېرزو نه دى. پرون شپه يې په پيښور كې په خپل كور كې د هغه ټټر غلبېل كړ. په هغه زړه يې مرمې وروشېندلې چې د «خودۍ له اژدها» سره په كې دوښمني او نفرت پروت و. خلكو ته يې د ځانځانۍ د ښامار كيسه كوله، هماغه مغز چې د انسان د ژوند او حيات دوښمن ابوالهول يې خلكو ته په گوته كاوه، خلك يې راويښول، ټول يې هڅول، چې خپل دوښمن وويني، په رڼو سترگو يې وويني. شپه وه، تورتم و، ژمې وو او د ۱۹۸۸ كال د فبروري يوولسم ماښام و.

۲

داستاد پوهاند سيد بهاوالدين مجروح كيسه كوو

دلته د خداى بخښلي استاد داكتر سيد بهاوالدين مجروح په اړوند خبرې كوو، استاد په ۱۳۰۶ هجري شمسي كال كې چې د ۱۹۲۸ ميلادي سره سمون خوري، د كونړونو ولايت په شينكوړك كې دونيا ته راغى. لومړنی ښوونځي يې په كونړ كې پيل كړ؛ خو ژر د كابل په استقلال ليسه كې شامل او له فراغت وروسته فرانسې ته ولاړ، ليسانس او ماستري يې په فرانسه كې له سوربن او بيا له مونت پليه پوهنتون څخه واخيستل او دوكتورا يې وروسته په المان كې د هيگل په فلسفه كې ترلاسه كړه. هغه نه يوازې د پښتو او فارسې ژبو شاعر و، بلكې په فرانسوي، جرمني او انگليسي ژبو يې هم خبري كولى شوې. په فرانسوي ژبه باندې د هغه د حاكميت په اړوند يو فارسي ژبۍ شاعر «خليلي» وايي: 

چنان مى خواند اشعار فرانسه 

كه گويي آمد اين «هنري ماسه»

وايي كله چې استاد مجروح له فرانسې راستون او خپل هېواد ته راغى، په ادبياتو پوهنځي كې يې د فلسفې تدريس پيل كړ. د يو څه وخت لپاره په جرمني كې فرهنگي اتاشه شو او همالته يې د هگل په فلسفه كې د دوكتورا درجه واخيسته او له هغه وروسته په كابل پوهنتون كې يې د فلسفې درسونو ته دوام وركاوه. 

استاد اسحق نگارگر د خپل تحليلي اثر په سريزه كې چې «تحليلي از اژدهاى خودی» نومېږي، ليكي: 

«مجروح د پنځوسمو كلونو په پاى كې او د شپېتمو كلونو په سر كې په فرانسه كې درس لوست. په همدغه كلونو كې د فرانسي په علمي – فلسفي كړيو كې د ژان پل سارتر د وجودي اصالت د فلسفې په باب خبرې كيدې. دكارل گوستاف يونگ د ارواپوهنې يا سايكو اناليز په باب خبرې كيدې، مجروح دا دواړه سرچېنې په فرانسوي او جرمني ژبوڅخه، نه له مسخ شويو دويم لاس منابعو څخه زده كړې. په كابل كې هم د خداى بخښلي پلار سيد شمس الدين مجروح د ملگرو او دوستانو پوهانو او شاعرانو لكه ميوندوال، مرحوم بينوا، مرحوم الفت، مرحوم استاد خليلي، دوكتور محمد انس، مرحوم دوكتور علي احمد پوپل، مرحوم عبدالرحمان پژواك او مرحوم گويا اعتمادي (غفرالله كلهم) سره بلدتيا پيدا كړه. څرنگه چې هغه د سارتر پر فلسفې او د يونگ پر تحليلي ارواپوهنې لاسبرى و، د اسلامي عرفان په قلمرو يې هم په ځانگړې توگه له عطار او مولانا سره هم پېژندگلوي پيدا كړه او د اژدهاى خودي كې يې د غرب فلسفه د عطار او مولانا له عاشقانه عرفان سره يو ځاى كړل.(۱: ۱۱) 

۳

پښتو فرهنگ او ادب ته داستاد مجروح بې بدیله پېرزوینې

په دې مقاله كې چې په خپل ذات كې هراړخیزه څېړنه نه ده، غواړو په يو لړ مسايلو رڼا واچوو. دا مسايل تر يوه حده په څنگنيز ډول ځينو هغو نقدونو ته هم ځواب كېداى شي، چې په يوه مجله كې د يو ځوان پښتو ليكوال دیوې ليكنې چې د مقالې نوم يې «پوهاند مجروح ته يو تنقيدي نظر» دى، له يو لړ يادو شويو ټكو او نظرياتو ته يو څه ځواب او قناعت هم وي؛ خو ټوله مقاله په دې نظرياتو نه څرخي، د دې نقد او نظرياتو څو عمده ټكي په دې ډول دي: 

«وايي چې د استاد مجروح شهرت په افغانستان پورې محدود و.»

«د مجروح صيب په اړوند يوه اندازه مبالغه شوې ده.»

هغه وايي چې: «بينوا صيب شايد پړ نه وي، ځكه تر دغه وخته فلسفه او ارواپوهنه نه وو جلا شوي.» 

په يوه برخه كې وايي: «د بېلگى په ډول، فرويد او البرت كامو يادولى شو، چې د ليكوال لپاره د الهام سرچينې وې. د ځانځانۍ ښامار له يوناني اسطورو څخه په الهام ليكل شوى دى.»

ليكوال د البرت كامو د «پردي» او د سارتر د «تهوع» اثر نوم اخلي. دا به سمه نه وي او داسې نور.

بايد زياته كړم چې له فرويد نه خبرتيا يوه مانا لري؛ خو هېڅكله ورته د الهام سرچينه نه وه، همدارنگه البرت كامو يو ليكوال و، د هغه اثر پردی هېڅكله د استاد له اثارو سره د پرتلنې وړ نه دى او نه واحد مضمون لري. د البرت كامو مشهور اثر «د سيزيف افسانه» ده، چې د هغه زیاتره اثار په فكري بنياد د همدغه يادې اسطورې پر محور څرخي. 

استاد بينوا عظمت په دې كې وو، چې هېڅكله په دوديزو زده كړو او پوهنو كې بند نه و، هغه د ذهن او تفكر له مخې ډېر زيات معاصر او مدرن و، هغه له فلسفې او ارواپوهنې پورې خبرتيا درلوده. 

زه د مقالي ليكوال او دغه شان د نورو څو كسانو نظرياتو ته په پوره درناوي سره ويلي شم، چې هر څوك د يوه نظر وركولو حق لري؛ خو زما نظر دا دى چې د استاد مجروح په څېر د يوه عظيم شخصيت د اثارو او نظرياتو په باب څه ويل بايد لږ څه له دقت اوتأمل نه كار واخيستل شي، دا دقت اوتأمل هغه وخت لا پسې دقيق كېداى شي، چې د استاد مجروح له ټولو اثارو نه پوره خبرتيا ولرو او نه يوازې دا خبره بلكې لږ څه د لويديځ په فلسفي او د ختيځې دونيا يا اسلامي نړۍ په عرفاني فرهنگ احاطه هم ولرو. 

موږ په داسې يوه لنډه ليكنه كې چې د مقالې په چوكاټ كې وي، د استاد مجروح په ادبي اثارو او د هغو په بې ساريتوب او نوښت پوره رڼا نه شو اچولی، دا كار يوه پښتو ټپه تداعي كوي چې وايي: 

ستا د ښايست گلونه ډېر دي

ځولۍ مې تنگه زه به څومره ټولومه 

استاد مجروح لومړی شخصيت او استاد دى، چې پښتو ادب او فرهنگ كې يې د معاصرې فلسفې په سيالۍ كې ونډه واخيسته او د «جبرو اختيار ديالكتيك» يې وليكه. د استاد د «ځانځانۍ ښامار» چې هم شعر دى او هم داستان او هم د نړيوال ادب بې مثاله شهكار دى، چې هر كله د بحث او شننې وړ دى. دغه راز په لسگونه علمي مقالې او رسالې يې په دې لړ كې پرېښي چې هر وخت او هر زمان به لارښوونكي اغېز ولري. 

د شعرونو ټولگې، د ژان پل سارتر او البرت كامو، افلاطون، سقراط او نورو فلاسفه وو په اړوند ليكنې چې يو څه په وروستي اثر چې «څو فلسفي او ادبي ليكنې» نومېږي، كې ځاى او چاپ شوې دي. 

خو په دې برخه كې موږ د نورو ليكنو له شننې تېرېږو، يوازې د يوه شعر په باب او د پښتو لنډيو په اړوند په يوه رساله خبرې كوو. دا رساله په «لنډيو كې د پښتنې مېرمنې يوه خاصه څېره» نومېږي، چې د تېرې پېړۍ په پنځوسمو كلونو كې په كابل كې په يوه نړيوال سيمينار كې واورول شوه. ښه مې په ياد دې چې كله استاد همدا مقاله په سيمينار كې واوروله، يو استاد چې هغه مهال له استاد سره اسيستانت و، ټولگي ته راغي او د استاد مجروح د يادې مقالې او د هغې د استقبال په باب يې خبرې وكړې او دا يې يوه نوې فرهنگي پېښه وبلله. استاد مجروح په همدغه مقاله كې د پښتو د شفاهي ادب د ځانگړنو په باب ليكي: 

«كوم شيان چې په دې ادب (شفاهي ادب ) كې نشته: 

۱. د پښتو شفاهي ادب د پښتو او دري ليكلي ادب سره دا توپير لري، چې په دې ادب كې د عرفاني او صوفيانه مينې او عشق بيان نشته. هېڅ كومې صوفيانه او عرفاني لړې، وريځې د دې ادب شين اسمان نه پټوي. 

۲. له ليكلي ادب سره يې بل توپير دا دى، چې د هېڅ كوم بادار او زمامدار مدح پكې نشته.

۳. د ښكلي هلك مينه او د هلك د څېرې اوخط وخال ستاينه چې په دري ادب كې كله د روحي انحرافاتو سرحد ته رسول كېږي، په دې ادب كې نه ښكاري. 

۴. په كلماتو باندې لوبې، په معناگانو كې موشگافي چې د درې ادب په انحطاطي دورو كې كله ډېر سطحي او بې ځايه شي، په دې ادب كې له سره نه مالومېږي.(۴: ۲۵) 

 استاد په ياده مقاله كې تر هر څه لومړی پښتو لنډۍ كتيگورايز كوي، په بېلابېلو صنفونو يې وېشي. د باسواده ويونكو لنډۍ، د نورو وگړو او د ښځو له خوا ويل شوې لنډۍ. استاد په منطقي ډول د لنډيو اصلي نوع او ډول چې زيات طبيعي ځانگړنه لري، هغه دى چې د كليوالو او محرومو له سواده محرومو ښځو له خوا ويل شوي دي. په دې لړ كې استاد د همدغه محروم قشر يعنې پښتنې مېرمنې پټ او ناخبرې (نا اگاهانه) اعتراض او بغاوت د لنډيو له محتواى نه راباسي. د انتحار او سندي تر سرخط لاندې ليكي: 

«د نارينتوب د قانون په اساس خپل ځان وژل بې غيرتي ده. د اسلام دين يې هم جدا منع كوي. دا ځكه چې هېڅكله پښتون مسلمان نارينه ځان نه وژني، مگر پښتنه ښځه انتحار كوي او دا يوازې سنكتيا دوه ډوله يا زهر خوري او يا سيند ته دانگي او په دې ډول د نارينه وو له اصولو سره مخالفت څرگندوي. د دې نارضايت د ښودلو په زړه پورې بڼه سندره او په تېره بيا لندۍ ده.»(۴: ۲۵۴) 

استاد په دې رساله كې د مينې، ننگ، مرگ او نورو مسايلو په باب يادونې لري. په دې رساله كې د لنډيو په جوړښت كې د ښځو اعتراض، بغاوت او سركشي جوته شوې ده او په زړه پوري مثالونه يې هم راوړي دي. 

د هېواد په خپرونو او ان د پېښور او كويټې په خپرونو كې د لنډيو په باب يوازې د راټولونې او ساده شننو تابيا كېدله. د مثال په توگه، سترگې په لنډيو كې، شونډې په لنډيو كې، ښكلا په لنډيو كې، وطن په لنډيو كې او داسې نورو عناوينو لاندې خپرېدلې؛ خو دې مقالې وښوده، چې لنډۍ يو خاموش اعتراض دى. د يو سرغړاوي سندره هم ده. د محروم انسان د تحت الشعور اواز هم دى، د هغه حرمان او نوستالژيك غږ هم دى او د ناوړه سننو په وړاندې د ژوند په بيه غږ پورته كول هم دي. 

څو لنډۍ: 

موزي په مینه څه پوهېږي

په ګېډه یې موړ که تر سبا کوي خوبونه 

ولې به نه ژاړم عالمه

چې زوړ سړى مې د پالنگ تمه كوينه 

زما په برخه دې كمكى كړ

زه چې كمكى يار لويوم زړه به شمه 

 اويا داچې له ميړه سره ژوند ورته هره شپه عذاب دى 

خاونده بيا دې ماخستن كړ

بيا مې په خوا كې موزيگى كوي خوبونه 

خاونده بيا دې ماخستن كړ

چې نارض كټ ته مې رېږدي اندامونه 

اوله موزيگي نه په سندره كې داسې انتقام اخلي: 

راځه راځه كټ ته راخېژه

كه بازو مات شو موزيگى به يې جوړوينه 

ستا په راتلو موزي قارېږي

زه به خولگۍ په دروازه كې دركومه 

ما دلته د استاد يو بل اثر په همدې هكله چې لومړې ځل په فرانسوي ژباړل شوی او له فرانسوي نه په انگليسي ژباړل شوى و، ترلاسه كړ. د دې اثر نوم Song s of Love ,Afghan women’s poetry,Love and War)). په ياد اثر كې استاد همدغه موضوع لا پسې څېړلې او د پښتني فرهنگ يوه ځلانده نمونه ټپه او د هغې ژوروالى يې نړيوال كړى دى. له پورتنۍ شننې داسې ويلي شو چې استاد په خپل كاري بهير كې د هېواد د يو بېوزلي او محروم انسان اصلي ستونزه ر اپورته كړې او څرگنده كړي ده. دا كار د يو فيلسوف او حكيم كار دى، نه د يو ساده څېړونكي. 

 د استاد د شعر يوه نمونه

داستاد د شعرونو څو محدودې ټولگې چاپ شوې دي، چې يوه يې د «نااشنا سندرو» په نوم يادېږي. په ياده ټولگه كې د استاد يو ډېر مشهور شعر چې په پنځوسمو كلونو كې يې ما ته پخپل كور «پل سوخته» كې لوستى و، «د وطن مور» په نوم دى. استاد دلته د مور له زړبېلگې نه كار اخلي. د كارل گوستاف يونگ په قول چې په (Four Archetypes) كې يې يوه برخه ورته ځانگړې كړې ده او د (Mother Archetype) په نوم يې تشرح كوي ليكي: 

«د نورو زړبېلگو په څېر د مور زړبېلگه هم په بېلابېلو عناصرو او شتو كې رابرسېره كېږي. ما دلته اكثراً د ځيني نور كركترونو يادونه كړې ده. لومړی ډېر مهم شخص يا مور يا نيا يا ميره يا خواښې يا نورې هغه مېرمنې چې د خپلوۍ او نورې اړيكې ورسره موجودي دي. د مثال په توگه نرسه، ساتونكي او يا ښايي ارثي رابطه وي او يا ښايي په ځينو څېرو كې احساس شي، چې په دې كتگوريو كې راځي. لكه الهه يا د خداى مور يا باكره، سوفيا څخه عبارت دي. اسطوري د ډېرو نورو زياتو نومونو او شيانو څرگندونه كوي، چې د مور له زړبېلگې سره تړاو لري. دغه راز يونگ په دې لړ كې وړاندې ځي او په دې باور دى چې هېواد، ټاتوبی، زېږدځاى، سيند او يا غر هم كېداى شي، د مور د زړبېلگې په نوم ياد شي.»(۵: ۱۵) 

داستاد د «اې د وطن مورې» شعر د وطن د كلمي په مختاړي سره په ډاگه هېواد ته خطاب دى. استاد په دې شعر كې د خپل هېواد نسلونه، انسان او د تاريخ په اوږدو كې د وطن انسان په تېره معاصر انسان نقدوي. استاد دلته يوازې د ستيتيكي احساس لپاره پنځونې نه كوي، سره له دې چې د ښكلاييز خوند او لذت لريګ خو د دې په څنگ كې د هغه شعر د هغه د فلسفي او انتقادي تفكر لپاره يو بستر دى. كله چې د هغه لږ و زيات شاعرانه كلام لولو، په دې مو سر خلاصېږي، چې اړينه نه ده، چې يو څوك دې درې او څلور ټوكه شاعرانه كليات ولري؛ خو د هغه د يو شعر محتوا او مضمون د اوچت كيفيت په لرلو سره جوتوي چې د پښتو لاپوك او ډوزمار شعر ته يې د پاى يو لوى ټكې اېښى دى. د شعر څو بيتونه په لاندې ډول دی.

ستا بچى وايي: 

ځناور يم خو باچا د ځناورو 

زه يم زمرى په دې نړۍ تر ما اتل نشته 

بل په كابل نشته، بل په زابل نشته 

په رښتيا چې ځناور دى

 خو باچا د ځناورو 

بې كسانو بې وزلانو ته شين پړانگ دى 

غوښې خوري د كونډو رنډو يتيمانو 

ماتوي ورور او تربور خپل 

چې زور زيات ورباندې بر شي 

نو گيدړ شي 

چل وټې كړي 

ځغلوي د كور چرگان بيا 

د همدي اوږده شعر په يوه بله برخه كې څو بيتونه كې د مور له خولې لولو: 

په ما هر پسات چې كېږي 

د شپې كېږي 

وهل كېږم، تړل كېږم 

په تورتم كې 

چې سبا شي بيا خبر شم 

چې بچو خپلو بچو يمه تړلې 

يوه بل نوې ميړه ته مې واده كړي 

يو تربور يې دى شړلى 

بل تربور ته يې وركړى 

په دې شانې خرڅوې ما 

په ظالمو، مستبدو، زورورو 

په بار بار ودوې ما 

عمر تېر شو

ناويتوب مې نه ختمېږي 

دا چې ته ورته تاريخ واى 

څه بيان كړې؟ 

داسې وایې: 

«يوه ناوې وه چې سل كرت واده شوه 

هغه زه يم(۶: ۳۲) 

موږ دلته ټول شعر رانقل نه كړ، دا او نور شعرونه جلا سپړنې او شننې ته اړتيا لري؛ خو كه رښتيا ووايو په تېره يوه پيړۍ زيات و كم داسې «تابو ماتونه» نه ده تر سترگو شوي او ډېر لږ پېښ شوي، چې داسې بې درېغه او جسورانه نقد يې شوي وي. دا نقد نه يوازې په لوبغاړو دی، بلكې په اولس هم دى. په فرهنگي او ادبي بهير هم دى او فلسفي بنياد هم لري. اوس نو كه څوك وايي چې د استاد هنري پنځونې لږې دي، د خندا وړ به وي، ځكه ډېر پنډ پنډ او تكراري مطالب چې روح او ساه نه لري، د كمزوري فرهنگ استازيتوب كوي؛ خو د استاد همدا يو شعر چې موږ نمونه يا د كړ، نه يوازې پرون نوى و، نن هم نوى دى او د ژوندانه په اوسني بهير كې عملي ډول مطرح دى. 

۴

د استاد دوكتور سيد بهاوالدين مجروح د فكري دونيا اډانه 

هغه چا ته چې څو كاله يې سر پر سر له استاد نه په سيده او ناسيده توگه يعنې هم په ټولگي كې او هم په ناسته ولاړه كې او هم داستاد د اثارو له لوستلو زده كړې كړې وي، ورته ستونزمنه ده چي څه وليكي خو د ځينو اړتياوو او د استادانو او ملگرو دوينا له مخې اړتيا ده، چې د ځينو ټكو سپيناوی وشي. 

له دويمې نړيوالي جگړې وروسته زيات كلونه تېر شوي نه وو، دردونه او ټپونه لا د انسان په تن او روان برېښېدل چې استاد مجروح په اروپا كې خپلې زده كړې پيل كړې. له دویمې نړیوالې جگړې وروسته زمان د یوې نوې زېږېدلې نړۍ داستان دى. په دې مانا چې المان د نازي د جگړه مارو د كنډوالو له پاسه بيا د ابادۍ په لور گام ايښى و. د وايمار او زيږزنهاوس موزيمونو ته خلك په لين كې درېدل. د المان باغروره ملت بيا هم د برلين دېوال په خپلو سترگو ليده او نظاره يې كوله. يو ستر ځواك د شوروي په نوم هست شو، په فرانسه كې د مقاومت غورځنگ روښانفكر سر لارى ژان پل سارتر چې يو مهال ورته دوگول د هغه د روښانفكرانه فعاليتونو په اړوند د لوتر لقب وركاوه، البرت كامو، او نور استبداد ضد او تحجر ضد مبارزو ته دوام وركاوه. 

په ايتاليا كې هم فاشيستي رژيم پاى ته رسېدلی و. په افريقا او اسيا كې هم د ملتونو د خپلواكۍ لړۍ گړندۍ شوه. دې حقايقو د لاسبري فضا يو اتموسفير جوړاوه؛ خو استاد په هگل كار كاوه. د هغه د خپلې خولي خبره ده، چې هگل په خپل نه ستړې كېدونكي كار سره د يونان او بيا د رنسانس د دورې فلسفي افكارو ته چې تر هگل پورې رارسېدل، يو فكري حركت وركړ. 

استاد هم نه يوازې د هگل په فلسفه كې په غور كولو او تأمل كې بند پاتې نه شو؛ بلكې هغه د زيگموند فرويد ارواپوهنه او په ځانگړي توگه د كارل گوستاف يونگ او ادلر ارواپوهنيزې لارې او همدارنگه د فريدريك نیتچه ياغي او سركشه سنت ماتوونكي افكار وڅېړل. د كارل گوستاف يونگ د ژورو اراوپوهنه یې چې اصلي محراق يې د جمْعي تحت الشعور مساله وه. همدارنگه د نيتچه د مشهور شاعرانه فلسفي اثر چې «زردشت داسې وویل» نومېږي، د لوستلو لارښوونه كوله، همدارنگه د كانت د ښكلا پېژندنې له دريځ او نړۍ ليد نه هم اغېزمن و.

د دې مسايلو په څنگ كې د فرانسې د روښانفكرانه چاپيريال او په تېره د معاصر فيلسوف ژان پل سارتر له اثارو سره او د هغه د باغي او سركشه كركتر سره لا ښه ډېر اشنا و. سارتر په خپل وخت كې د ټولې اروپا په تېره د نړۍ د روښانفكرانو لپاره يو ډېر په زړه پورې مثال و. د فرانس د دولت په استعماري سياستونو او د وخت په واكمنو يې هم تل نيوكې كولې. 

استاد مجروح افغاني فرهنگ ته كوم نوي شيان ډالۍ كړل؟ هغه نوي څه چې د هغه تر مخه يې لا څرك نه و، ارواپوهنه، فلسفه او عرفان وو او د دې درېیواړو په رڼا كې د انسان د شخصيت ارزونه او هغه خطرونه چې له دې بلا (انسان) راپاڅېږي، د هغو په گوته كول و. هغه د لوېديځ فلسفه په تېره هگل افغاني ټولنې او د افغانستان روښانفكرانو ته وروپېژانده. هغه دا په ډاگه كړه چې هگل د مولانا د «مثنوي معنوي» له الماني ترجمي سره اشنا وو. استاد به تل دا خبره كوله، چې د فلسفې مطالعه او لوستل يوازې د فلسفې لپاره نه دي؛ بلكې له مطالعه كوونكي سره مرسته كوي چې خپلو فرهنگي او څېړنيزو كارونو ته فكري حركت وركړي او كه دا رسالت ترسره نه كړي؛ نو له فلسفي مطالعاتو نه تفلسف جوړېږي، يعنې هغه څه چې استاد ورسره سخت مخالف و، همدا سبب دى چې استاد چې كله هگل مطالعه كوي، پر هگل باندې د مولانا جلاالدين بلخي له اغېزو خبر دى. په دانته الگيري باندي چې د «الهي كميدي» اثر يې هست كړى دی، د سنايي غزنوي د سير العباد اغېزي په كې ليدلي شي، دا خبره د الهی کمیدي فارسي ژباړونكي شجاع الدين شفا هم د كمیدي الهي په سريزه كې څرگنده كړي ده. په دې اساس استاد د دواړو فكري خوځښتونو يعنې لوېديځ فلسفي او ختيځ عرفاني ليدتوگې پرتليزه يادونه كوي. همدارنگه د استاد يوه بله عمده او اساسي لاسته راوړنه د اعماقو ارواپوهنه ده. په دې لړ كې د كارل گوستاف يونگ د ټولنيز ناخبري شعور يادونې او مطالعات دي؛ خو دا مطالعات يوازې د كاغذ پر مخ نه پاتې كېږي؛ بلكي هغه ورته تطبيقي جنبه پيدا كوي. اوس د دې لپاره چې همدا بحث لږ و زيات په استنادي ډول وغځوو، اړينه بولو چې په سيمه او په تېره زموږ په فرهنگي – تمدني حوزه كې د فلسفي مطالعاتو څرنگوالي ته داستاد له نظره پام اړوو؛ خو تر هر څه دمخه به اړينه وي چې د فيلسوف او فلسفي روح مساله روښانه كړو. 

۵

فيلسوف څوك دى او په معاصر دوران كې د فيلسوف په باب څه ويلی شو؟ 

په لرغونو زمانو كې فيلسوف ته حكيم ويل كېده، هغه چا چې په ټولو متداولو علومو احاطه درلوده، لكه طب، رياضيات، او نور. حكمت (فلسفه ) يعني د ټولو شتو او موجوداتو په باب مالومات لرل. 

فيثاغورث لومړى سړى و، چې ځان ته يې فيلسوف يا (د حكمت لېوال) ويلي، دا ځكه چې د حكيم كلمه يوازې خداى ته ځانگړې وه. 

فيلسوف تل د ستونزو او مشكلاتو په باب خبرې كوي. د خپل دوران او زمان ستونزې راپورته كوي، په ناخوالو نيوكې كوي، چي انسان او جهان وارزوي. فيلسوف مسايل په غور څېړي، هغه رابرجسته كوي، نظريات وركوي او په عقلي لحاظ يې څېړنه كوي. 

فيلسوف ټينگار كوي چې ټول مسايل په غور وڅېړي، چې ايا د كافي دلايلو له مخې سم دي او كه نه. 

سقراط وايي: «ژوند له فكر اوتأمل پرته ژوند نه دى او ارزښت نه لري.»

هغه پوهېده، چې ټول خلك بېلابېل اهداف لري او د لذت او ثروت په لټه كې دي. پرته له دې چې له ځانه وپوښتي، چې ايا دا چارې مهمې او د باور وړ دي او كه نه؟ 

د فيلسوف ځانگړنې 

د فيلسوف د پېژندنې په برخه كې د فلسفي روح مساله راپورته كېږي. 

فيلسوف عقل ته ارزښت وركوي او په ټولو چارو كې په عقل پابند وي. د پېښو اساسي علتونه څېړي. د جهان او د هغه د څرنگوالي د مانا په لټه كي وي. د شيانو له هستۍ او د شتون (بودن) قوانين څېړي. فيلسوف جزيات نه گوري؛ بلكې هر څه په وحدت او كليت كې گوري. هېڅ شى له دليل او استدلال پرته نه مني. غواړي له خپلو اهدافو پرته د جهان او ژوند په باب افكار او نظريات مطالعه كړي. 

فيلسوف د عقايدو او نظرياتو په روښانولو كې د جهان او انساني ارزښتونو په روښانتيا كې هڅه كوي او تل د حقايقو په لټه كې وي. 

فيلسوف هغه څه ته پام كوي، چې نور خلك ورته پام نه كوي، له دې امله يو څه كشفوي. لكه د نيوتن تجربه چې مڼه له ونې رالوېږي او په رالويدو يې د ځمكې د جاذبې قوه كشفوي.

دا هم بايد وويل شي، چې فلسفه او فلاسفه هغه مهال يو بحث و، چې علومو دومره شاخ او پنجه نه وه پيدا كړې. د مثال په توگه ارسطو نه يوازې، په منطق او شعر پوهېده؛ بلكي په الهياتو، سياست، نباتاتو او معدنياتو تاريخ او نورو برخو كې يې هم نظريات وركړي او پرېښي دي؛ خو نن ورځ چې علوم په طبيعي او ټولنيزو او ديني او غيرديني او نورو وېشل شوي او ورځ په ورځ هر څه تخصصي كېږي؛ نو فلسفه هم هغه نقش له لاسه وركوي او يوه نوي محتوا او مضمون خپلوي. دا محتوا اوس زیاتره په اخلاقیاتو او ستتیک ولاړه ده. زه فکر کوم چې دا د فلسفې د مانا او ساحې د بدلون بحث نوره تشریح هم غواړي او که له مخکینو تعریفونو نه باید دمخه راشی، دا چې فیلسوف هیڅ ادعا بی دلیله نه مني او د واقعیت پېژندنی لپاره ژور او کلي یا هولستیک برخورد لري، ډېر ګټور بحث دی؛ خو دا د پخوانۍ فلسفې یو اړخ دی. د سقراط او افلاطون اړخ. نور خلک ورسته لکه ارسطو، دیموقریتوس، لوکریسیوس او نور ساینس مزاجه فلاسفه چې ماتریالیستی تمایلات یی درلودل، هم د ساینس پلرونه وو او هم د فلسفې تفکر پلویان. تقریباً ټول فلاسفه د وجود او میتافزیک او پیستمولوژي پوښتنې مطرح کوي او سارتر هم له سیاسي او اخلاقي فلسفې نه مخکې د وجود او هېڅ والی(هستي او نيستي Being and Nothingness ) په اړوند کتاب لیکلی دى.

هګل هم تر ټولو مخکې د میتافزیک متفکر و؛ خو مجروح صاحب په دې مثالونو کې چې دلته يې يادونه وشوه، له میتافزیک نه لرې پاتی شوی او دا یو عیب نه؛ بلكې د استاد مجروح يو کمال دی، ځکه میتافزیک د چا په درد نه خوري. هغه څه چې ده ورته توجه کړی ده، لکه ارواپوهنه او ادبي تحلیل او د تصوف څېړنه زمونږ د خلکو لپاره ګټور دی. تصوف او عرفان زموږ په فرهنگ كې اوږدې ريښې لري. د فلسفې د لغت اشتقاق هم له عقلانیت او هوښیارۍ سره مینه درلودل دي، نه د هوښیارۍ او پوهې درلودل. سقراط خو لا خپل قدرت په دې کې لیده چې په خپلې ناپوهۍ پوه دی. «خلک وایي، چې سقراط تر ټولو هوښیار دی. ما د خلكو سره خبری وکړی او اخر مې پیدا کړه چې زه تر ټولو هوښیار نه یم؛ خو نور خلک د خپلې ناپوهۍ نه خبر نه دی او زه خبر یم چې ناپوه یم او دا زما هوښیاري ده.» 

د پورتنۍ شننې له مخې هغوی چې غواړي له استاد مجروح څخه د فيلسوف د ټايټل په نفي كولو ټينگار كوي، كېداى شې د تعصب په بنياد وي يا دا چې د استاد مجروح له اساسي اثارو څخه ناخبره ويګ خو له شننې په ډاگه كېږي چې استاد په معاصر مفهوم سره يو فيلسوف و. د فرانكفورت د انتقادي ښوونځي مفكرين لكه هوركاهيم، ادرنو، ياسپرس، ويتفوگل او نورو ته هم دا ټايټل كارول كېږي. نو د استاد مجروح اثارو ته ارزښت نه وركول به جفا وي.

۶

فلسفي مطالعات او فلسفي افكار 

په تاريخي لحاظ په افغانستان او په ټوله كې زموږ په تمدني حوزه كې فلسفي تفكر او فلسفي مطالعات د لوېديځ سره په بشپړه توگه توپير لري. كه له پېړيو ورهاخوا يې يادونه وكړو، ابن سينا په خپل كار كې بې مثاله نابغه تېر شوى دى؛ خو هغه په ټوله كې د يونان له فلسفي تفكره اغېزمن دى، د هغه كار په اسلامي مدنيت او فرهنگ كې د ارسطو او افلاطون د اثارو تفسير او تأويل په توگه گڼل كېږي. 

ابوريحان البيروني يوه بله ځلانده څېره ده، چې د ډېر متعصب رژيم يعنې د سلطان محمود غزنوي د رژيم پر مهال هند ته ولاړ او هلته يې د اسلامي او هندي افكارو يوه پرتليزه څېړنه وكړه، له بلې خوا هغه په خپلو څېړنو كې وهڅېده، چې مسلمان او هندو او د نورو مذاهبو پيروانو د گډ ژوند لپاره فكري زمينه مطرح كړي. بيروني په خپل وخت كې په كلاسيك مفهوم يو فيلسوف و، دا ځكه چې د وخت په متداولو علومو يې احاطه درلوده، استاد په خپله مقاله كې د بيروني يادونه هم كوي. 

همدارنگه ناصر خسرو او نورو زياتو پوهانو خپله لاره غوره كړي ده. سنايي غزنوي، عبدالله انصاري او عبدالرحمان جامي د عرفان او تصوف لاره خپله كړې وه. په معاصر دوران كې د مشهور پوه علامه صلاح الدين سلجوقي نوم يادولی شو، چې هغه هم د ارسطو اثار تفسير او ژباړلي دي. لكه «نيكو ماخوس» او يا يي عرفاني مسايل تفسير كړي دي، لكه د بيدل. د استاد هم عصره او هم زمانه عالم ارواښاد اسماعيل مبلغ هم زيات د ابن سينا اثار راسپړلي دي، سره له دې چې يو ډول فلسفي روحيه يې درلوده؛ خو هغه هم تر كومه ځایه چې ما ته پته ده. د استاد مجروح د شاگردۍ وياړ يې درلود (فرانسوي ژبه يې ترې زده كوله).

خو د فلسفي تفكر دا لړۍ سره شلېدلې ده. د بيروني كار بل چا تعقيب نه شو كړاى، د هغه شاگرد عبدالحى گرديزي يوازې يادونې كړي دي. استاد مجروح دا فكري جريانونه په بېلابېلو مقاطعو كې څېړلي دي، استاد په دې اړوند مشخص نظريات لري؛ بلكې هغه نظريات د واقعيتونو او حقايقو په رڼا كې وړاندې شوي دي. استاد په خپل يوه فلسفي اثر كې چې «پيام صوفي بت شكن به بت پرستان قرن بيست» كې دا خبره راپورته كوي او پرې تاكيد كوي، چې د اسلامي تمدن تاريخ د دوه مهمو فكري جريانونو شاهد و، چې يو فلسفه او بل تصوف، هغه د «پل نويا» چې د اسلامي تصوف د تاريخ څېړونكي دي، له پروفيسور ارنولد نه رانقلوي وايي: 

«د اسلامي نړۍ فلاسفه د فلسفي واقعي مسايلو په وړاندې په عجيبه ډول سترگې پټې كړې دي، د دې لپاره چې د ژوند او هستۍ په اسرارو فكر وكړي، ټول عمر په دې بوخت وو، چې د افلاطون او ارسطو دا متن يا هغه متن د پوهئدا وړ كړي» او له پيله په دې هڅو كې له واقعيتونو څخه ليري په يوه مجرده ساحه كې واقع وو. دې اساسي ټكي ته يې هېڅ پام نه دى كړى، چې افلاطون او ارسطو پخپله د يو دوران اويو ټولنيز – فرهنگي چاپيريال زېږنده وه او د هغو له اثارو او افكارو كې په اساسي توگه د ژوند او هستۍ اړوند پوښتنې وې؛ نو فلسفه انساني او زماني واقعيتونو څخه ليرې او په واټن كې شوه. په مجردو مفاهيمو كې لكه د ورېښمو چنجي په څېر يې په خپل شاوخوا كې ترشحات وكړل چې باالاخره خپه ومړل. فلسفه د بدلون او اوښتون په دونيا كې د نړۍ له بدلونونو څخه ليري پاتي شوه، د زمان له پيښو گوښی او په مجردو مفاهيمو كې بنده پاتې شوه. همدا ورته بحثونه يې پېړۍ پېړۍ تكرار كړي دي. دا بحثونه د زمان له جريان نه گوښي پاتي شول، په لفاظيو او كلماتو كې پاتې شول، نو ځكه زمان او د زمان غوښتنو محكوم كړل او خپل اغېزمنتوب يې له لاسه وركړ.»(۲: ۱۶) 

استاد د همدې شننې په پايله كې وايي: 

«د فلسفي واقعي مسايل فيلسوف مطرح نه كړل؛ بلكې صوفي مطرح كړل او د صدق او اخلاص ستونزمنه لاره يې غوره كړه، فيلسوف د مسالې د حل لپاره د افلاطون او ارسطو په ويناوو تكيه وكړه، فقيه د ديني ارشاداتو ظواهرو ته پناه يووړه. يوازې صوفي و، چې ځان ته راستون شو او د خپلې شخصي تجربې لاره يې غوره كړه او پر هغه روان شو. 

حرم جويان درى را مى‌پرستند 

فقي‌هان دفترې را می‌پرستند 

بر افگن پرده تا معلوم گردد 

كه ياران ديگری را می‌پرستند» 

استاد د صدق او اخلاص د تجربو په باب زياتوي: 

«په صدق او اخلاص باندې متكي تجربه دوه عمده خصوصيتونه لري: واقعيوتونو ته بشپړه پاملرنه او له لفاظيو ليرې والي. د صوفي په نظر لفاظي د بت پرستۍ ډېر ناوړه شكل دى. له دې ځايه ده چې د تصوف كلام زمانې له منځه يو نه وړلی شو او د صوفي پيغام تر اوسه ژوندى دى. په اخلاص صدق او صادق كلام پورې په واقعيتونو نښتى دى. په شخصي تجربه ولاړ هماغه څه دي چې نن ورځ پرې علمي او فلسفي تفكر اتكا لري.»(۲: ۱۷)

استاد مجروح په همدې اثر كې د ثوې بلې مسالې يادونه هم كوي او هغه د ځانپالونكو خدايانو هغه ده. استاد د سارتر په دې خبره چې وايي: 

«د انسان هستي په ژورو كې يوه غوښتنه پرته ده او هغه د علو غوښتنه ده، انسان غواړي په نهايت كې له هر څه لوړ او پورته ولاړ شي. كه دا نظر د یوې كلي قاعدې په توگه ونه شو منلى؛ نو لږ تر لږه د غرب انسان او مغربي تمدن په برخه كې صدق كوي.»(۲: ۲۴) 

همدارنگه استاد د صوفي ليد په رڼا كې د شرقي انسان يادونه هم كوي او دواړه د پروميتوس د اسطوري په تړاو پرتله كوي. 

بحث دې پايلې ته رسېږي چې: 

شرقي صوفي او غربي انسان دواړه د پرومته په ايديال پسې تللي دي، دوه ټكو كې: 

۱. دواړه برخليك ته نه تسلمېږي، بلكې ورسره ډغره وهي. هېڅ بيروني اقتدار نه مني او د لاسبرو سياسي او مذهبې قدرتونو په وړاندې عصيان كوي. په يوازې سر او د خپلې فردي ارادې په قوت هڅه كوي، چې پخپله د هستۍ او ژوند په مانا پوه شي او يا يې ايجاد كړي. دواړه د مانا هستوونكي او ايجادوونكي دي او د مانا د پيدايښت په دې هڅه كې او د مانا د ايجاد لپاره ځان مومي او خپل ځان هستوي. 

۲. دواړه لوړ مقام او مرتبې ته د رسېدو هيله لري، چې هدف يې په كمال كې هماغه د خودۍ د شعور تحقق دى، دا تحقق څنگه دى؟ 

هدف دا دى چې په انساني موجوديت كې د رباني طبعيت انفلاق او انفجار، هغه انفجار چې په ژورو كې هستي لړزوي او د وجود جوړښت بدلوي.(۲: ۲۶) 

استاد په يوه وروستۍ مقاله كې چې په وروستيو كلونو كې د استاد د علمي او فلسفي شخصيت د نمانځنې په پار په يوه سمينار كې لوستل شوې هم دا نظريه لا پسې روښانه كړې ده. وايي: 

«که څه هم له ارسطو را وروسته د منځنۍ پېړۍ د اسلامي تمدن ساینسپوهانو او فیلسوفانو ژبه د نوي عصر ټيکنالوژۍ، ساینس او مدرنه فلسفي ستونزو په مقابل کې مړه ګڼل کېږي؛ خو سره له دې تصوفي ادبیات ژوندي دي او د شلمې پېړۍ خلکو لپاره ستر پیغام لري. د سینت جان (Saint Johan) او تیریز اڅیلا (Therese of Avila) عیسوي تصوف خپل اهمیت له لاسه ورکړ. غربي نړۍ یو غښتلی منفي ضمني دلالت لاس ته راوړو، چې عیسوي تصوف یې بې منطقه، غیرعلمي لار او یوازې د فکر او عمل تېرایستل وګڼل.»

خو د استاد نظر د شرقي – اسلامي تصوف په باب كوم سكولاستيك نظر نه دى؛ بلكې د بشريت او په تېره د شرقي انسان د غوښتنو او انگېرنو مطابق يو نظر دى. استاد شرقي تصوف هم له متحجرو افكارو نه گوښی څېړلى دى او د هغه اصلي پيغام يې څرگند كړى او د هغه په رڼا كې يې د شرقي انسان ستونزه څيړلې ده. د استاد په باور 

«صوفیزم چې اصلي نوم یې تصوف دی، د روحاني ریاضت شخصي تجربه ده. تصوف اوس هم مدرن دی او پيغام یې په ډېر عالي سویه د نن انسان لپاره د مانا ډک دی.

انساني فرد د تکامل وړتيا لري؛ خو د تکامل وړ انسان مطلقه منطقي هستي نه ده. هر انسان یو فرد دی یو عالم په خپل وجود کې؛ نو ځکه تصوف کوم خاص اصول یا دوکتورین یا کومې ځانګړې لارې او قوانین نه دي، چې هر څوک پرې روان شي. د دې لارې هر لاروی د خپل ژوند په اوږدو کې د روحاني بلاغت په لټون کې باید خپله ځانګړې انفرادي لاره د تکامل په لور پیدا کړي. داستاد په عقيده صوفي د تاریخ پروا نه کوي؛ بلکې پخپله ژوره توګه د وخت حساسیت ته متوجه دی. هغه پوهېږي، چې انساني ظرفیت د خپل باطن د تکامل په دنیا یې بُعد کې پروت دی او د هغه دنده ده، چې پر خپل ځان کار وکړي. په خپل وجود او خپل روح شپې او ورځې د وخت په زینه قدم په قدم پورته شي. د مخکې لوړې مرحلې په لار کې هرې مرحلې ته په رسطدو تم شي، ژوند پکې وکړي او شا ته یې پرېږدي.»

۷

استاد مجروح او په معاصر دوران كې د هغه فرهنگي – فلسفي دريځ 

فكر كوم كه استاد ژوندى واى او كوم چا ورته د فيلسوف خطاب كړي واى، هرومرو چې د خپلو عينكو او خپلو ښكلو وروځو له واټنه به يې ورته كتلي او يوه ترخه موسكا به يې كړې واى او ويلي به يې و، چې هلكه ته څه وايي؟ خو كله چې په اوسنيو بحثونو او خبرو اترو كې گورو او د مسالې بنياد څېړو، د دې خبرې مانا دا هم ده چې په كلاسيكه مانا هغه داسې فيلسوف نه و، چې د وخت په ټولو علومو د احاطې ادعا وكړي او په ټولو نظرياتو احاطه ولري؛ خو كه د معاصر دوران په انډول يې وارزوو او يا ورته ځير شو، استاد لكه څنگه چې د هگل له فلسفې اغېزمن دى، همداشان د زيگموند فرويد او كارل گوستاف يونگ له فلسفي ارواپوهنېزو نظرياتو او بيا د فريد ريك نيتچه له نظرياتو خبر دى. د دې په څنگ كې هغه يوازې د لوېديځو يادو فلاسفه وو اوارواپوهانو ليوال نه و؛ بلكې د شرقي ټولنو په غوره فكري جريان يعنې په بوديزم، عرفان او اسلامي تصوف هم لاسبرى پوهه درلوده، 

لكه چې دمخه كرښو كې مو يادونه وكړه، استاد د انسان او د هستۍ موقعيت په دواړو يادو ليدتوگو كې كتلی او څېړلى دى. د هغه استنباط او پايله په ډاگه كوي چې د لومړي وار لپاره يې په معاصر دوران كې يو فلسفي نظر وړاندې كړى دى. اوس نو كه څوك د استاد دريځ په منفي ډول ارزوي هم يې خپل كار دى او كه مثبت او نوى طرحه يې بولي، هم خپل نظر يې دى؛ خو د علم او معرفت په برخه كې اصول دا دي، چې هر څه افاقي وليدل شي، نه داسې چې زموږ ذهنيت او عينكې څه وايي. پښتو متل دى وايي، كه شپه توره ده؛ نو مڼې په شمار دي. زياتره كسان چې د استاد له ټولو اثارو خبر نه وي او يا د هغه زده كړو لكه هگل او معاصرې ارواپوهنې او بيا په شرقي عرفان، بوديزم او شرقي مدنيت ونه پوهېږي او ورسره اشنايي ونه لري؛ نوطبيعي خبره ده، چې قضاوت به يې هم سطحي او ذهني وي. 

بله خبره دا ده چې استاد په لږ او لنډ عمر كې له خپل حد او اندازې نه زيات كار كړى او زيات اثار يې پنځولي دي، استاد سفرنامې نه دي ليكلې، ژورناليستيك رپوټونه يې نه دي ليكلي او يوازې د فولكلور مثالونه يې نه دي راټول كړي؛ بلكې استاد مودرن فلسفي اثار هست كړي دي، د جبر او اختيار ديالكتيك، ځانځاني ښامار او په څو ټوكو كې اژدهاى خودي يې وپنځول. پر هغه فلسفي او عرفاني رسالو او اثارو سربطره چې د «سيرې در سير العباد»، د «شرق او لوېديځ تمدن برخورد»، پښتو ادب او نوط لارې، په «لنډيو كې د پښتنې مېرمنې يوه خاصه څېره.» “بودا داسې وويل: «او نورې رسالي د يادوني وړ دي. هر ياد شوى اثر او نور اثار او هره رساله د هېواد او د سيمي د فرهنگ په سطحه كې بې بدیله او نوي دي. له نوښت نه ډك نظريات او ايدياگاني پكې طرح شوې او وړاندې شوې دي، په دې اساس كه د استاد ياد اثار د يادو پوهنو د لرلو په رڼا كې ولوستل شي؛ نو ډېر څه به د پوهېدا وړ شي. 

له بلې خوا په ځغرده ويلي شو، چې استاد او د هغه فلسفي اثار د افغانستان د فرهنگي ودې له جريان څخه ډېر دمخه هست شوي دي، په همدې اساس دا چې ځيني كسان وايي چې د استاد د شهرت په برخه كې مبالغه شوې ده، خبره ما ته بالعكس برېښي او هغه دا چې په افغانستان كې د ژورو (اعماقو) په ارواپوهنه، هگليزم نيتچه او په بل اړخ كې په نوي طرز او سبك باندې د شرقي عرفان او تصوف ريښې په مدني حوزه كې دي، نه يوازې په اسلامي مدنيت او فرهنگ كې. په همدې بنياد ويلی شو، چې استاد مجروح او د هغه اثار لا تر اوسه ښه نه دې راسپړل شوي. 

۸

د استاد مجروح د ځينو اثارو په باب 

داستاد مجروح له غوره فلسفي اثارو څخه يو هم «د جبر او اختيار ديالكتيك» د جبر او اختيار او د قضاوو قدر مسايل په ټولو فلسفي او دیني ښوونځيو كې پرې بحث شوى دى. په ابرهيمي اديانو كې يوه مهمه مساله ده او د لوېديځ فلسفه كې هم په بل ډول مطرح ده. دا اثر چې كله د دويم وار لپاره په پنځوسمو كلونو كې چاپ شو، استاد په كې نورې زياتونې هم وكړې، دا اثر د هگل د غلام او بادار يا د «خدايگان و بنده» اثر ذهن ته تداعي كوي. اژدهاى خودي او د ځانځاني ښامار چې دواړه په يو مضمون او محتوى سره په جلا پښتو او فارسي ژبو كښل شوي دي، په دې مانا چې «اژدهاى خودي» په ښكلي كلاسيك فارسي متن كښل شوی او ځانځاني ښامار هم په زړه پوري كلاسيك مسجع نثر او يا ازاد شعر كښل شوى دى. بايد ووايو چې «اژدهاى خودي» اثر له څلورم دفتر نه وروسته په پېښور كې كښل شوی او د استاد تر شهادت پورې دې لړۍ دوام كړې دى. خو دلته موږ د اژدهاى خودي او ځانځاني ښامار او په ټولو اثارو باندې خبرې نه شو كولی، دا ځكه چې د دې اثارو په باب څه ويل او د هغو شنل د يو كتاب يا جلا اثر كار دى، نه د یوې مقالې. غواړو يوازې لږ څه د ځانځاني ښامار په باب ووايو. 

د ځانځانۍ ښامار 

ځانځاني ښامار په معاصر پښتو ادب كې هغه شاهكار دی، چې په زماني لحاظ بايد د پښتو داستاني ادب لپاره د تېر او اوس ترمنځ د یو بېلوونكي يا د بدلون د ټکي حيثيت ولري. زموږ پښتو ادبياتو چې تر دغه وخته يوه ستريوتايپي يا کليشه يي بڼه درلوده، ځانځانۍ ښامار دغه ستريوتايپ ته د پوښتنې علامه كيښوده. دغه اثر دوه نوي پيغامونه ټولنې ته وړاندې كړل، يو دا چې د محتوی له مخې يې د ادبې ژانر اساسي محراق «انسان» وټاكه. داسې انسان چې د هغه په تن او روان كې ويده اژدها ښارونه هم تر ستوني تېرولي شي، ملکونه ړنگولی شي. دوزخونه جوړولی شي او داسې نور. د فورم له مخې يې هم كليشه يا ستريوتايپ مات كړ او ويې ښودله، چې داستان او افسانه يوازې يو روال او يو بهير او يوه بڼه نه لري. خلاقيت كولی شي د انساني كړنو او حقيقت څرگندولو ته داسې بستر جوړ كړي، چې د هنري كار په كليشه توب باندې يوه لویه چليپا وباسي. د مخكينۍ وينا په تكرار سره استاد مجروح په تېره عيسوي پېړۍ كې هغه افغان عالم، پوه فلسفي او اديب و، چې د لوېديځ او ختيځ مدنيتونو او فرهنگي لاسته راوړنو نه په بشپړه توگه خبر و. د دې خبرتيا لپاره يې د پوهې او درك داسې میتود درلود، چې كولی يې شول د دواړو له تركيب نه د هېواد انسان ته پيغام واوروي.

د دې توضيحاتو له مخې د «ځانځانۍ ښامار» تجربه د رموزو اشارو او تلويحاتو هغه ده. په دې متن كې له هغه څه زيات چې د كلماتو ظاهري مانا راسپړل كېږي، داسې مسايل هم بيانوي چې په متن كې د هغوی اړين پيوند په ذوقي يا شهودي توگه د ژبې په وسيله تجسم پيداكوي. دا يو داسي ژبنی متن دی، چې د خپل دوران له شعري ليكنې او د دغو ليكنو له ژبې څخه دوه گونی شلېدون مجسموي. په دې مانا چې په موجودو شعري، فرهنگي او ډېرو لږو يا نااشنا اثارو كې د روايت او ليكنې، تعبير او د ژبې او شي ترمنځ پيوند بيانوي. په اسم او مسمی سره تجربه كوي. په دې ډول لازمه او اړينه ده، چې د هغه لوستل د زړه په سترگو ترسره شي. 

د «ځانځانۍ ښامار» زموږ د هېواد د معاصر انسان يو نوى داستان دی. يو رواني داستان دی. د دې داستان مركزي كركتر داسې انسان دی، چې هم عمل کوي او هم د داستان حامل دی. اثر د انسان د دننۍ دونيا بېلابېل اړخونه بيانوي. كه «لاروی د نيمو شپو دی» كه «مجنون» دی كه «ليلا» ده او كه «اژدها او ښامار» دی. ټول په يوه اقليم كې ژوند كوي او هغه د انسان په نوم يو قلمرو دی. په دې داستان كې لوستونكی د انسان پېچلتيا ته متوجه كېږي. څېړونكي يا د څېړنې او د حقايقو د موندلو لېوال له بېلابېلو څراغونو كار اخيستی او د دغه بلا يا انسان مغز ته كله له لاټېن یا څراغ سره او كله له يو لوی روښانوونكي برېښنايې پروجكتور سره د هغه د ښار منځ ته ننوتی دی. 

خدای بخښلي استاد پوهاند مجروح دا اثر په پنځوسمو كلونو كې د لومړي وار لپاره د وږمې مجلې د یوې گڼې پر ځای چې د ادبياتو پوهنځي د پښتو څانگې له خوا چاپېدله، چاپ کړ. دا جوته خبره ده، چې داستاني ادب زموږ په فرهنگ كې ډېر ځوان و. داسې اثر چې هغه د نړيوال فرهنگ په كچه يو اثر وي، ځای يې خالي و. سره له دې چې موږ په خپل لرغوني فرهنگ كې ځينې نور رواني او انفسي اثار لرو، خو دا چې د نويو او معاصرو ټولنيزو پوهنو لكه، د ژورتل د سايكالوژۍ يا سيكالوژي اعماق په رڼا كې اثر وي يا وجودي فلسفي بنيادونه ولري او هغه هم د داستان په بڼه وي، همدا اثر يې پيل دی. دا چې ځينې كسان لكه «پوهاند مجروح ته يو تنقيدي نظر» مقالې ليكوال چې وايي، دا اثر د داوود خان په باب كښل شوى، ناسمه برېښې، دليل يې دا دى چې په دې اثر كې په كليت كې د وطن انسان او د هغه په وړاندې ناخوالې مطرح دي، د انسان په وجود كې د اژدها په باب خبرې دي، په لړ كې يو مشر زعيم، يو ټوپكسالار او په ټوله كې انسان راتلى شي. بله دا چې كوم مشخص فرد يا كركتر پكې نه دی انځور شوى؛ بلكي د وجودي اصالت له مخې نه يوازې اروايي؛ بلكې فلسفي داستان هم دى. 

د استاد مجروح له دې خبرو څه پوهېږو؟ 

د روانې هجرې شمسې پېړۍ په پنځوسمو كلونو كې چې كله په افغانستان كې يو سياسي بدلون راغي، نو ما له استاده واورېدل چې ويل يې: «زما د ځانځانۍ ښامار اثر دا برخه يا دا چاپ شوی ټوك همدلته پای ته ورسېده.» مطلب دا چې د هېواد د انسان ژوند يوه پړاو كې بدلون راغلی، نوې پېښې وزېږېدي. د نويو پېښو انعكاس په نويو اثارو كې رامنځته كېږي، لكه د هغه د اژدهاى خودي هغه ټوكونه چې په پېښور كې كښل شوي دي او استاد اسحاق نگارگر پرې ښه شننه كړې ده. 

دا د خبرې يو عيني او ظاهري دليل دی، چې د ځانځانۍ ښامار اثر موږ ته راپه گوته كوي، چې سره له دې د اثر هيرو يا قهرمان په فرديت كې د جنون او ځان غوښتنې مساله څيړي؛ خو اصلي بنياد يې په ټولنه كې دی. دلته د فرد او ټولنې ترمنځ يو ديالكتيكي تړاو هم مطرح دی او پر دې برسېره ارواپوهنې د څېړنو اصلي زړی فرد دی؛ خو دا چې څنگه د فرد كړنې په ټولنه كې پنځونې او غځونې كوي او تراژيدي رامنځته كوي، همدا تړاو تشريح كوي.

بله دا چې کوم خيالي او فانتيزيک اثر نه دی؛ بلکې زموږ د ټولنې حالت او وضعيت پکې ترسيم شوی؛ خو د هنر اوخلاقيت په ژبه. 

بله خبره دا ده چې د «اژدهاى خودي» يا «ځانځاني ښامار» هغه ټوكونه چې وروسته په فارسې ژبه په پېښور كې هست شوي او چاپ شوي دي، د دې ادعا بل ثبوت دی، يعنې په هغو کې جاري او سياسي مسايل او د پېښو بهير زيات سمبوليک نه؛ بلکي عيني او يو څه څرگند دی. د دغه اروايي داستان بنسټ او زمينه په ټولنه كې ده. كوم كركترونه هم چې غوره شوي، هغه ټيپيك دي او د هغو په وجود او عمل كې د هېواد دانسان ستونزه يعنې استبداد، ظلم، تورتم، ازادي او د ټولو په سر کې ځانپالنه او له قدرت سره ناپايه مينه او د قدرت له لاسه ورکولو وېره تشريح كوي. 

خو زموږ ډېر ځيركه او با استعداده او د نويو متوديكو څېړنو استاد ليكوال تر خپلې وسې پورې وروستۍ هڅه كړې چې دغه بې مثاله شهكار راوسپړي. د لوستونكو مخې ته يې كيږدي، د ژورو ارواپوهنې، د يوه ښه داسې اثر په توگه يې هڅه كړې چې د اثر عمده كارېدونكې گړنې لكه ايگو، سوپر ايگو، شعور، لاشعور، اگاه، نااگاه، ټولنيز ناخوداگاه، اركيتايپونه، افلاطوني مثل، غريزي او ليبيدو او نورې گړنې توضيح او يو ډول تطبيقي څېړنه ترسره كړي.

ډېر په زړه پورې بحث د ارواپوهنې او ادبياتو ترمنځ اړيکې دي، چې په ښه توگه توضيح شوې دي، غواړو لږ څه پرې نور هم تأمل وکړو. 

يوه مشهور څېړونکی او فلسفي دې پوښتنې ته چې د ارواپوهنې او ادبياتو ترمنځ تړاو په څه كې دی، ځواب وايي: 

«دا چې ارواپوهنه ولې او په کوم اساس ځان ته حق ورکوي، چې ادبي اثار وڅېړي، کوم عوامل او يا عناصر په بشپړه اندازه د دې دواړو برخو ترمنځ همغږي ايجادوي، چې وکړای شي له يو بل نه كار واخلي. ډېر مهم عامل يې فرويد په دې جمله کې رالنډوي چې وايي، ناخوداگاه له يوې ژبې نه په زياتو ژبو خبرې کوي. د فرويد له نظره ناخوداگاه په پټه توگه د هنري او ادبي هستونو يا ايجاد کې دخالت لري؛ خو څرنگه چې روانکاوي د ناخوداگاه د علم او پوهې او مطالعي په توگه معرفي کوي؛ نو ځان ته اجازه ورکوي، چې په هغو ټولو حالاتو کې چې ليري يا نږدي وي، له ناخوداگاه سره له ميکانيزمونو او هستونو سره رابطه ټينگوي او څېړنه يې کوي.» (۳،۱۶)

كېدای شي، په ادبياتو كې د ارواپوهنې كارول په متن كې د ناخوداگاه د اميالو او غوښتنو د رابرسېره كېدنې څېړنه او بررسي وبولو. 

ژان دولای په خپل کتاب د «اندره ژيد ځواني» کې هڅه کوي څرگنده کړي، چې ژيد څرنگه ناخوداگاه او دنني هيجان او بحران لپاره د حل لار لټوي او د دې هدف لپاره ادبياتو ته مخه کوي. په دې حالت کې خلاقيت د دروني تخليي (Catharsis) يو ډول حکم دی، چې د ليکوال د بېلابېلو حالاتو او پنځونو په وسيله د داستان قهرمان ته ميسر کېږي او په نهايت کې يو ډول «ځان پلټنه يا ځان شننه – Auto Analyse» كوي.(۳: ۲۰)

۹

اوس كرار كرار د خپلو خبرو درولو ته راځو. بيا هم وايم، چې استاد څو بعدي شخصيت و، هغه نه يوازې د فلسفي او عرفان مخكښ متفكر؛ بلكې شاعر، هنرمند او زړور روښانفكر و. بې درېغه يې نقد كاوه او خپله خبره يې كوله. 

په دې اساس كله چې د استاد په اثارو خبرې كوو، هغه د یوې مقالې له حوصلې بهر كار دى. په دې مانا چې د استاد د فلسفي افكارو شننه او راسپړنه اوږود او هراړخيز كار غواړي او ان د يوه ټوك او دوو ټوكونو كتابونو په لړۍ كې كېداې شي بس نه وي. 

كه په معاصر زمان كې د فيلسوف كلاسيك مفهوم حذف دى؛ نو په اوسمهال كې زيات داسئ پوهان او فلاسفه پېژنو، چې له نورو علومو گوښي او يوازې فلسفي روح او فلسفي زده كړې او نظريات يې درلول. په نړۍ كې مطرح څېرې دي. ژان پل سارتر، د فرانكفور مكتب پيروان او نور هر يو په نړيوالو څېرو اوښتي وو. استاد په خپل موقعيت كې د هېواد، سيمي او نړې په سطحه كې هم يوه پېژندل شوې څېره وه. هغه نه يوازې په اصطلاح د جهاد په كلونو كې مشهور شو يا له شهادت نه وروسته؛ بلكې له هغه تر مخه يې په ډېرو نړيوالو سيمينارونو په لندن، پاريس، جرمني، لاهور او نورو ځايونو كې گډون كړى و او د هغه طرح او پروگرامونه او ويناوې تل د منلو وړ ثابتې شوې دي. 

پاى

ماخذونه

۱.نگارگر، محمد اسحق. تحليلي از اژدهاى خودی (كتاب ماندگار پوهاند بهاولدين مجروح)، آريانا افغانستان، انجمن فرهنگ افغانستان، انتشارات باميان: ۲۰۱۸.

۲. دوكتور سيد بهاوالدين مجروح. پيام صوفي بت شكن به بت پرستان قرن بيستم، ادب،جله  سال بيست و چهارم، شماره دوم: ۱۳۵۵.

۳· ادونيس(علي احمد سعيدي ). تصوف و سوررياليزم، د حبيب الله عباسي ژباړه: تهران، سخن، ۱۳۸۵.

۴،څو فلسفي او ادبي ليكنې، (د استاد بهاوءالدين مجروح د بېلابېلو ليكنو ټولگه) د لعل پاچا ازمون په زيار: کابل، ۱۳۹۵. 

  1. Jung, Carl Gustav. Four Archetypes: Estate, 2001.

۶. نااشنا اسندرې، د استاد مجروح د شعرونو ټولگه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب