دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+اومېګاپرو په زړه پورې کاروباري فرصت! |میرویس باور

اومېګاپرو په زړه پورې کاروباري فرصت! |میرویس باور

اومېګاپرو د فنډ منجمېنټ (د بودجې د مدریت) او خدماتو وړاندې کوولو اداره ده.
مطلب نوموړی شرکت بودجه په کار اچوي، پیسې پرې ګټي او تر څنګ یې خلکو ته نور خدمات هم وړاندې کوي.

اومېګاپرو ته موږ پیسې ورکوو، دوی همدا پیسې د صرافیو په دوو نړيوالو مارکېټونو کې چې یو یې آنلاین مارکېټ (فاریکس) دی او بل آفلاین مارکېټ دی، چې کاغزي صرافي هم ورته وایي. په دغو دوو مارکېټونو کې زموږ په پیسو کاروبار کوي.

څومره پیسې یې چې وګټلې، یوه برخه موږ ته راکوي او بله برخه له ځان سره ږدي.

تقریبا هره ورځ 0.40% سلنه د خپلې سرمایې په اندازه ګټه راکوي. که سرمایه زیاته وه، ګټه یې هم زیاته ده او که کمه وه، ګټه یې هم کمه کیږي. مثلا په لس زره ډالره سرمایه باندې د ورځې شاوخوا 40 ډالره راکوي. او په سلو ډالرو بیا 0.40 ډالره راکوي. د یادونې وړه ده، چې دا ورځنۍ ګټه فیکس نه ده؛ بلکې زموږ پر سرمایه هره ورځ ګټلې پیسې راکوي. دا ممکن راښکته او یا پورته شي.

د اُمېګاپرو څخه ګټه موږ ته د ترکیب یانې Compounding په شکل سره تادیه کیږي
کومه ګټه چې نن امېګاپرو موږ ته راکوي دا ګټه مو په راتلونکو ورځو کې زموږ له سرمایه سره یوځای کیږي او په دې سره په راتلونکو ورځو کې موږ ته لا زیاته ګټه راکول کیږي.

د امېګاپرو متخصصین په فاریکس نړیوال بازار کې شل کلنې تجربې لري له همدې عمله دوی د خپلې تجربې پر اساس دا یادونه کوي چې موږ تاسو ته د 16 میاشتو په موده کې خپلې پیسې درې چنده (%300) بیرته درکوو.
دا درې سوه سلنه ګټه په هغو صورت کې موږ ته راکوي، چې د اومیګاپرو متخصصین وکولای شي، په خپلو معاملاتو کې ګټه وکړي او که چیرته یې په معاملاتو کې ګټه ونه کړه او یا یې هم تاوان وکړ، نو بیا ممکن پوره %300 ګټه موږ ته رانه کړي؛ څومره چې سرمایې وګټلې بیرته یې راکوي.

د اومیګاپرو کمپنۍ د تیرو دریو کلونو د کار پایلو ته په کتو، تر اوسه یې هیڅ مشتري ته تاوان نه دی ورکړی.
دغه شرکت چې په کومه ستراتیژي په دغو مارکیټونو کې کار کوي، د تاوان امکانات یې ډیر کم دي.

اومیګاپرو کمپنۍ د دغو پیسو ترڅنګ چې ستاسې په پیسو نورې پیسې درته ګټي، نور فرصتونه هم لري. چې کولای شئ ګټه ترې واخلئ؛

مثلا کولای شئ له بانګي خدماتو یې ګټه واخلئ، د بانګ له ایکسچېنج څخه یې ګټه واخلئ. او کولای شئ په راتلونکي کې د آنلاین صرافۍ(فاریکس) وړیا زده کړې هم ورسره وکړئ.

او همدا راز له اومېګاپرو سره تاسې کولای شئ د آزاد بازار موندونکي(نیټورک مارکټر ) په حیث هم کار وکړئ. په دې مانا چې تاسې له اومېګاپرو سره پانګونه کوئ، خپله یې په ځان تجربه کوئ، ګټه یې ګورئ. بیا همدا ګټور فرصت له نورو خلکو سره شریکوئ. او په دې سره اومیګاپرو تاسو ته د یاینري له قدرتمن حسابه 10% ځانګړې ګټه هم تادیه کوي.

تاسې کولای شئ له شرکت څخه خپلې ګټلې پیسې په آسانه او چټکه توګه د آنلاین صرافانو په مرسته نغدې کړئ. آنلاین صرافۍ د پلازمېنې کابل په شمول په مختلفو ولایاتو کې شتون لري.

په اوس وخت کې د اومیګاپرو شرکت یو غوره فرصت دی، ځکه یو څوک کولای شي ان له سلو ډالرو څخه پیل پکې وکړي او مالي خپلواکي ته پکې ورسیږي. او د هغه چا لپاره هم یو غوره فرصت دی، چې پیسې لري او په دې نه پوهیږي، چې څنګه او چیرته یې په کاروبار ولګوي. تر څو یې پیسې نورې پیسې ورته وګټي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب